تازه خبرونه
ولسمشرۍ ماڼۍ د لویې جرګې له جوړېدو سره مخالفت وښود
ولسمشرۍ ماڼۍ وایی، ځینو کړیو د اوازو په خورولو سره د لویې جرګې د را بللو هڅه کړې په داسې حال کې چې افغان حکومت د لویې جرګې جوړېدل د اساسي قانون خلاف بولي.
په دې ورځو کې ځینو سیاسي څېرو له حامد کرزي په ملاتړ د دودیزې لویې جرګې د جوړولو غږ پورته کړی دی. خو ولسمشرۍ ماڼۍ دغه هڅې د اساسي قانون خلاف بولي او حکومتي مامورینو ته یې ویلي چې دغه راز ناستو کې له ګډون ډډه وکړي.
د ولسمشر د ویاند د دفتر سرپرست، شاه حسین مرتضوي وویل: “کوم افراد او اشخاص چې له خپلو ادرسونو د لویې جرګې د رابللو په تړاو خبرې کوي، له نافذه اساسي قانون سره مطابقت نه لري.”
له بلي خوا ځینې سیاست وال په اوسنیو شرایطو کې د دودیزې لویې جرګې را بلل یوه اړتیا بولي او له مشرانو غواړي چې لویه جرګه جوړه کړي.
سیاسي شنونکی، عبدالشکور دادرس وویل: “عنعنوي لویه جرګه د افغانستان د ولس غوښتنه ده، دا د افغانستان د شرایطو اړتیا ده. د لویو او ملي ستونزو د حل لپاره که تر دې معتبره لار پیدا شي، د سوال وړ خبره نشته.”
پخواني ولسمشر حامد کرزي له حکومت غوښتي چې د امریکا په تګلارې او روانو حالاتو د بحث لپاره دې دودیزه لویه جرګه جوړه کړي. د اساسي قانون په یوسلو یولسمه ماده کې تشریح شوې چې لویه جرګه په کومو حالاتو کې جوړیدای شي.
١ -د هېــــــــواد دخپلــــــــواکي ،ملــــــــي حاكميــت، ځمکنۍ بشپړتیا او ســترومصــلحتونو پــورې د مربوطــو چــارو پــه باب تصميم نيول؛
٢ –د دې اســـاســـــــــــــــي قـانـــــــــــــــون د حـكـمـونـــو تعديل؛
٣ –د دې اساســــــــي قــــــــانون د (نهــــــــه شـــپيتمې) مـــادې لـــه مخـــي د جمهـــور رئيس محاكمه كول؛
د کابل پوهنتون استاد نصرالله ستانکزی وایی چې په اوسني وخت کې لویه جرګه نه شي جوړیدای.
نوموړي وویل: “د افغانستان د اساسي قانون صراحت ته په پام، د افغانستان د اساسي قانون له نظره لویه جرګه چې اساسي قانون یې وړاندوینه کوي، د افغانستان په موجوده شرایطو کې نه شي جوړیدای او کوم موارد چې وړاندوینه یې شوې، هم شتون نه لري.”
ټاکل شوې وه د ملي یووالي حکومت د اساسي قانون د تعدیل او د صدارت پست د جوړولو لپاره لویه جرګه را وغواړي، چې تر اوسه دغه کار نه دی شوی.
خبریاله: لیدا نیازۍ