تازه خبرونه

ولسمشرۍ د اوبو او برښنا وزیر په اړه خپور شوی خبر رد کړ

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ولسمشرۍ ویاند شاه حسین مرتضوي د ولسمشر غني د ځانګړیو ساتونکیو(پي پي اس) په اړه خپاره شوي خبرونه، چې ګویا د اوبو او برښنا وزارت ته دننه شوي او وزیر یې تر کوره رسولی؛ یوه بنسټیزه تېروتنه ګڼلې ده.

نن له غرمې مخکې داسې ګزارشونه خپاره شول، چې ګویا د ولسمشر ځانګړي ساتونکي د اوبو او برښنا وزارت ته دننه شوي؛ دغه وزارت یې مهر و لاک کړی او وزیر یې تر کوره رسولی دی.  

یوې سرچینې، چې ځان ښاغلي علی احمد عثماني ته نږدې ښیي ویلي، چې د تېرې چهارشنبې پر ورځ د ملي امنیت د لسم ریاست یو جنرال دفتر ته ورغلی و او له هغه یې غوښتي وه، چې د عبدالله عبدالله تر راستنیدو دې وزارت خوشې کړي.  

د یادې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ښاغلي عثماني له همغې ورځې وروسته خپل کاري دفتر ته ندی تلی.

څو ورځې مخکې ولسمشر اشرف غني د یو حکم پر صادرولو د اوبو او برښنا وزیر له دندې ګوښه او مرستیال ته یې د سرپرستۍ دنده سپارلې وه؛ خو د ملي وحدت حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله د علی احمد عثماني له ګوښه کولو سره مخالفت څرګند کړ او په ډاګه یې کړه، چې د ښاغلي عثماني د کاري برخلیک په اړه پرېکړه به چین ته د ولسمشر غني له سفر وروسته د ملي وحدت حکومت له روحیې سره سمه رامنځته کیږي.   

اجرائیه رییس له ښاغلي عثماني وغوښتل، چې تر هغې دې خپل کار روان ساتي.

ښاغلي عثماني هم د همغه ورځې پر سبا یو ۱۳ میلیوني تړون لاسلیک کړ.  

د یو شمېر څرګندونو له مخې؛ په ښکاره د ولسمشر غني او اجرائیه رییس اړیکې هغه وخت بیا خړې پړې شوې، چې  ښاغلي عثماني ونه غوښتل، چې د ولسمشر غني د سلاکارانو تر لاس لاندې چارې تر سره کړي.

Trending

Exit mobile version