تازه خبرونه

ولسمشر غني په هلمند کې د قهرمان او صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره خواخوږي څرګنده کړه

Published

on

(Last Updated On: )

ولسمشر د ارواښاد عبدالجبار قهرمان او ارواښاد صالح محمد اڅکزي له کورنیو سره د خواخوږۍ څرګندولو تر څنګ له پوځي، امنیتي او سیاسي مسوولینو او دغه راز له قومي مشرانو، ښځو او ځوانانو سره هم په بېلابېلو غونډو کې لیده کاته تر سره کړل.

ولسمشر غني د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته د سفر په لړ کې نن سهار د هلمند ولایت مرکز لښکرګاه ته ورسید؛ خو له رسیدو سم یې  په سل مترۍ کې توغندي ولګیدل.

ولسمشرۍ په ډاګه کړې، چې ولسمشر اشرف غني نن له غرمې مخکې هلمند ولایت ته د خپل سفر په لړ کې  له امنیتي او دفاعي مسوولینو سره وکتل.

د خبرپاڼې له مخې؛ ولسمشر اشرف غني په هلمند ولایت کې د امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ له همغږۍ څخه د مننې ترڅنګ د ولسي جرګې په ټاکنو کې د دوی د غوره مدیریت ستاینه هم وکړه.

هغه د هلمند په قول اردو کې پر رامنځته شویو بدلونونو خوښي څرګنده کړې او په قول اردوګانو کې یې د منسوبینو پر ښوونیزو، روزنیزو او د وړتیاوو پر لوړولو ټینګار څرګند کړ.

ولسمشر غني په لښکرګاه ښار کې د هلمند ولایت له مشرانو سره وکتل.

ولسمشر په ټاکنو کې د فعال ګډون په خاطر د هلمند ولایت د مشرانو او خلکو له همکاریو قدردانی وکړ او زیاته کړې یې ده، چې په ټاکنو کې لاسوهنه د منلو نه ده او هرڅوک، چې د ټاکنو په چارو کې لاسوهنه کوي، د قانون او ولسمشر پر وړاندې دریدلي دي.

ولسمشر اشرف غني له ځوانانو سره په لیدنه کې وویل، زه به د ځوانانو د پیاوړتیا او د افغانستان په ادارو کې د ځوانانو د کار کولو لپاره له ټولو امکاناتو کار واخلم.

هغه دغه راز ویلي، چې ځوان نسل په امنیت، معارف، روغتیا او زراعت کې اصلاحات غواړي او زمونږ تګلاره له اختطاف څخه د دولت ژغورل دي.

د هېواد ولسمشر د غه راز د ولایتي شورا د غړیو د غوښتنو په ځواب کې څرګنده کړه؛ د کجکي بند د پراختیا کار به ډېر ژر پیل شي؛ ځکه ترکي شرکت د ۱۷۵ میلیون دالرو پر ارزښت چمتو دی، چې پانګونه پرې وکړي.

ولسمشردا هم په ډاګه کړې، چې کجکي بند  به د یو میلیارد متر مکعب اوبو د زیرمه کولو وړتیا ولري.

هغه ویلي، چې، د زمین‏داور کانال مطالعه هم په وروستیو پړاونو کې ده او د دغه کانال د فعالولو لپاره جدي اراده شته.

دغه راز په خبرپاڼه کې راغلي؛ ولسمشر د خلکو او امنیتي او دفاعي ځواکونو ترمنځ د باور  جوړولو تجربه، چې د دغه ولایت په امنیت کې د مثبت بدلون لامل شوې وستایله او دا ټینګار هم شوی، چې له دغې تجربې څخه دې په ټولو ولایتونو کې ګټه واخیستل شي.

 طالبانو د توغول شویو توغندیو  مسوولیت پر غاړه اخیستی؛ خو د امنیتي چارواکو لخوا په دې  اړه کره معلومات ندي ورکړ شوي.

د یادونې ده، چې دوه اوونۍ مخکې په دې ولایت کې صالح محمد اڅکزی او بیا عبدالجبار قهرمان د طالبانو په بریدونو کې وژل شوي دي.

Trending

Exit mobile version