Connect with us

تازه خبرونه

ولسمشرۍ په قطر کې د (بین الافغاني) خبرو د استازیو نوملړ اعلان کړ

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسمشرۍ په یوه خبرپاڼه کې د سې شنبې پر ورځ( د وري ۲۷) له طالبانو سره د خبرو کوونکي پلاوی نوملړ خپور کړ.

په خپور شوي نوملړ کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي، عبدالرشید دوستم د جنبش اسلامي او د حزب اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار نومونه نشته؛ خو د دواړو مشرانو د ملاتړيونومونه په کې یاد شوي دي.

په دغه پلاوي کې حکومتي چارواکي، دیني عالمان، مدني او سیاسي فعالان، خبریالان او دوه پنځوس ښځې برخوال دي.

 په پلاوي کې یو سل و پنځوس حکومتي چارواکي او نوي نور د سیاسي او مدني ډلو استازي دي.

د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري وایي؛ دولت د دوحې ناستې ته د ګډونوالو نوملړ، چې له بېلا بېلو اړخونو لخوا معرفي شوي او له ټولو قشرونو استازیتوب کوي د سې شنبې پر ورځ وروستی کړ.  

ځینې سیاستوال وايي، چې دغه پلاوی د سلیقو په بنسټ ټاکل شوی دی.

د افغانستان نوین بنسټ ريیس احمد الله علیزی سیاسي بهیرونو په استازیتوب دغه نوملړ د نیوکو وړ بولي او وایي؛  سیاسي بهیرونو ته دا نوملړ د منلو ندی، ځکه د ځانګړیو اړیکو پر بنسټ جوړ شوی دی.

په پلاوي کې راغلي کسان وايي، چې له طالبانو سره به تر ډېره پر اختلافي مواردو خبرې وکړي.

د قطر غونډې ګډونوال عبدالهادي ارغندیوال وایي؛ مونږ به هڅه وکړو، چې د اجندا له مخې اختلافي ټکي پای ومومي.  طالبانو ته نږدې سرچینې هم وايي، چې طالبانو د افغانانو خپلمنځي خبرو ته پنځوس کسیز پلاوی ګومارلی دی.

سیاسي کارپوه ولي الله شاهین وایي، چېپه قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر لخوا یادې ناستې ته د طالبانو پنځوس کسیز نوملړ هم وروستی شوی دی.

له ولسمشرۍ څخه په خپور شوي نوملړ کې د دوه پنځوس ښځو يه ګډون د ۲۵۰ غړیو نومونه راغلي دي.

ټاکل شوې ، چې دغه درې ورځنۍ ناسته به د وري پر ۳۰/ د اپریل پر ۱۹ پیل شي.

تازه خبرونه

څار: د افغانستان په اړه پاکستان او قطر ته د امریکایي ډیپلوماټ سفرونه

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

د سیمې هېوادونه باید په ګډه ثبات او پرمختګ ته زمینه برابره کړي – مولوي عبدالکبیر

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال په کابل کې د قزاقستان د لومړي وزیر له مرستیال سره په کتنه کې ویلي، چې د سیمې هېوادونه باید په ګډه د سترو سیمه‌ییزو پروژو په پلي کولو کې ونډه واخلي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې مولوي عبدالکبیر د قزاقستان پانګوالو ته بلنه ورکړه، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

نوموړي زیاته کړې؛ اسلامي امارت د افغانستان پولې په بشپړ ډول کنټرول کړي، نشه‌يي توکي او فساد یې له منځه وړی او خپلواک ملي حاکمیت ټینګ شوی دی.

د قزاقستان د لومړي وزیر د مرستیالۍ د خبرپاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د اسلامي امارت له لوري د شویو پرمختګونو قدرداني کړې او څرګندوي، چې هېواد یې له افغانستان سره اوږد مهاله سوداګریزو اړیکو، ټرانزیټ او اوږدمهاله پانګونې ته چمتو دی.

ژومانګارين افغان ځوانانو ته د تحصيلي بورسونو د ورکړې د چمتوالي ترڅنګ زياته کړې، چې افغانستان اوس‌مهال په سيمه کې د يوه سوله‌ييز هېواد بېلګه ده او له همدې کبله له اسلامي امارت سره په بېلابېلو برخو کې د اړيکو ټينګول غواړي.

د قزاقستان لومړي وزير مرستيال دغه راز د کابل او الماتا ترمنځ د مستقيمو الوتنو د پيل غوښتنه وکړه او څرګندوي، چې هېواد يې له افغان حکومت سره په فرهنګي برخه کې دوه اړخيزو همکاريو ته چمتو دى.

اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې پرله‌پسې ټینګار کړی، چې په ټول افغانستان کې د امنیت له رامنځته کیدو سره د سترو اقتصادي پروژو پلي کېدا ته له بل هر وخت ډېره ښه زمینه برابره شوې او اړتیا ده، چې افغانستان د سیمې هېوادونه سره ونښلوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

له پاکستان څخه دې د افغان کډوالو د جبري ایستلو چټکتیا راکمه شي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۹, ۱۴۰۳)

د سره صلیب یوه لوړپوړي چارواکي د پاکستان له حکومته غوښتي؛ د افغان مهاجرینو د جبري ایستلو چټکتیا دې راکمه شي، چې ښه لاسرسي ورته شونی شي.

د سره صلیب او سرې میاشتې ټولنې د آسیا او پاسیفیک څانګې مشر الکساندر مټیو په دوحه کې خبریالانو ته ویلي، چې له پاکستان څخه د راستنیدونکیو افغان کډوالو پر وړاندې یوه ننګونه دا هم وه، چې په کابل کې یې د اسلامي امارت له چارواکو سره پرې خبرې کړې دي.

هغه زیاته کړې: تاسې پوهیږئ، چې په وروستیو میاشتو کې له نیم میلیون څخه ډېر خلک له پولې څخه را تېر شوي او شونې ده، چې مونږ به په راتلونکیو میاشتو کې د نويو راستنیدونکیو لوی شمېر وګورو.

د هغه د څرګندونو له مخې؛ دا له ۲۰۱۷ کال وروسته په آسیا کې د میانمار او بنګله دیش تر منځ د وګړو ترټولو لوی حرکت دی.

پاکستان د تېر کال له اکتوبر میاشتې راپدیخوا له ۵۰۰ زره ډېر بې اسناده افغان کډوال جبري راایستلي دي.

مټیو زیاتوي، چې ډېري راستانه شويو کسانو له لسیزو راپدیخوا په پاکستان کې ژوند کړی او له حکومت او نړیوال ملاتړ پرته په افغانستان کې د نوي ژوند پیلولو ته چمتو ندي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د راستنېدونکیو نيمايي برخه ماشومان دي، چې په کې د خوارځواکۍ پېښې هم زياتوالی لري.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!