تازه خبرونه

ولسي جرګې د امنیتي اندېښنو له کبله امنیتي چارواکي وروغوښتل

Published

on

(Last Updated On: مرغومی ۱۵, ۱۳۹۹)

ولسي جرګې د امنیتي بنسټونو چارواکې خپلې عمومي ناستې ته د ورځ تر بلې ډېرېدونکیو ناامنیو او موخه ییزو وژنو په اړه ځواب ویلو ته ورغوښتي وه.

د ولسي جرګې ځینې غړي په هېواد کې د موخه ییزو وژنو دوام او ناامني د اندېښنې وړ بولي او وایي؛ حکومت مسوولیت لري، چې د دې حالت د کابو کولو لپاره عملي هڅې وکړي.

په ولسي جرګه کې د غزني استازي عبدالقیوم سجادي ویلي؛ په کابل کې خونړیو بریدونو پر امنیتي ځواکونو بې باوري رامنځته کړې. د افغانستان جګړه یوه ځواکمنه ستراتیژي غواړي، چې تر دې دمه دغه ستراتیژي رامنځته شوې نده.  

د ولسي جرګې د پروان ولایت استازي عبدالظاهر سالنگي څرګنده کړې؛ زمونږ رای تاسې ته زمونږ له کمزورۍ نه وه . مونږ د دښمن د وهلو لپاره تاسې ته رای درکړه. دښمن مهمات او وسلې له کومه کوي او د ترور او موخه ییزو وژنو مخه ولې نه نیول کیږي. که څه ستونزه وي بیا؛ نو دا اوپراتیفي افغانۍ چرته لګول کیږي.   

د کورنیو چارو وزیر ویلي، چې طالبان د سولې لپاره اراده نلري او د راتلوونکي کال لپاره بشپړې جګړې ته چمتوالی نیسي.

دی وایي چې په ټولو چاودنو او موخه ییزو وژنو کې پرته له شکه طالبان ښکېل دي.

کورنیو چارو وزیر مسعود اندرابي، چې په ولسي جرګه کې خبرې کولې وویل: په پلازمېنه او نورو ولایتونو کې موخه ییزې وژنې او چاودنې طالبان تر سره کوي او د خلکو د ذهنونو د خرابولو لپاره مسوولیت پر غاړه نه اخلي.

دغه راز د ملي امنیت لوی مشر احمد ضیا سراج ویلي؛ طالبان هڅه کوي، چې په یوه سویلي ولایت کې د مشرتابه اډه ولري او په همدې دلیل یې پرهلمند او کندهار ولایتونو بریدونه ډېر کړي دي.

په همدې حال کې امنیتي مسوولین ټینګار کوي: طالبان د نړیوالو ځواکونو وتو ته شېبې شمېري، چې له هغې وروسته وکړای شي خپلو پوځي موخو ته ورسیږي: خو د طالبانو د بریدونو د مخنیوي لپاره جدي تدبیرونه نیول شوي، چې د سترو کړکیچونو مخه پرې ونیول شي.

Trending

Exit mobile version