تازه خبرونه
ولسي جرګې د صالح په ګډون لوړ پوړي امنیتي چارواکي وروغوښتل
د ولسي جرګې چارواکو ویلي، چې دې جرګې راروانه شنبه د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح او د څلور نورو امنیتي بنستونو مشران پر کابل پوهنتون د برید په اړه امنیتي پوښتنو ته د ځواب ویلو لپاره ورغوښتي دي.
د ولسي جرګې سلاکار فهیم فطرت پخپله فیسبوک پاڼه لیکلي: پارلمان پرېکړه کړې؛ د شنبې پر ورځ به امرالله صالح، چې دا مهال په کابل کې د امنیت مسوولیت لري، د ملي امنیت سلاکار حمدالله محب او د ملي امنیت چارسمبالی ضیا سراج، د دفاع وزارت چارسمبالی اسدالله خالد او د کورنیو چارو وزارت چارسمبالی مسعود اندرابي د امنیتي حالاتو په اړه د جرګې لخوا وپوښتل شي.
فطرت ویلي، چې دا پرېکړه پر کابل پوهنتون له خونړي او مرګوني برید وروسته رامنځته شوې ده.
کورنیو چارو وزارت په ډاګه کړې؛ د پولیسو د درېیمې حوزې د امنیت آمر او جنایی مدیر او د کابل پوهنتون د امنیتي ټولي د قومندان په ګډون د امنیتي ځواکونو ۱۳پولیس د کابل امنیه قومندانۍ لخوا په دنده کې د بې پروایۍ له کبله نیول شوی او پوځي څارنوالۍ ورپېژندل شوي دي.
د کابل پوهنتون پر حقوقو پوهنځي وسلوال ډله ییز برید د دوشنبې پر ورځ د (لړم ۱۲) رامنځته شوی، چې د ځوانو نجونو په ګډون په کې ۵۰ زدکوونکیو ته مرګ و ژوبله اوښتې ده.