Connect with us

تازه خبرونه

ولسي جرګې د ملي دسترخوان طرحه رد کړه

خپور شوی

د

د ملي دسترخوان په نامه د حکومت طرحه د ولسي جرګې د غړیو لخوا د رایو په اکثریت رد شوه.

له هغې وروسته، چې حکومت له اړو خلکو سره د مرستې په موخه د ملي دسترخوان په نامه برنامه اعلان کړه د تصویب په موخه یې ولسي جرګې ته واستوله. د ولسي جرګې مالي او بودجې کمیسیون د حکومت دا طرحه د قانون خلاف بولي او وایي، چې دا کار به په افغانستان کې د پراخ فساد لامل او نړیوالې مرستې به ضایع شي.

د ولسي جرګې د مالي او بودجې کمیسیون منشي سید عظیم کبرزاني ویلي؛ د دوه سوه څلورڅلویښت میلیون دالرو ځانګړي کول د قانون خلاف او فساد ته زمینه برابروي او تصویب یې له قانون سرغړونه ده.

د مالي او بودجې کمیسیون غړی عبدالرووف انعامي وایي؛ دا پروګرام د اساسي قانون له ۹۱ مادې سره اړخ نه لګوي او هغه اختیاري بودجه، چې د تمویلوونکیو لخوا پلې کیږي؛ ولسي جرګه یې د تصویب حق نلري. دا جرګه یوازې د هغه پروګرام د تصویب حق لري، چې د حکومت لخوا پلی کیږي.

همدا علت و، چې د ولسي جرګې مشر میر رحمان رحماني د حکومت د ملي دسترخوان طرح رایو ته وړاندې کړه او څرګندوي، چې موافق کسان دې شنه او مخالف هغه دې سره کارتونه پورته کړي.

حکومت د ولسي جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې له ولسي جرګې وغوښتل، چې اړو خلکو ته د مرستې رسولو مخه دې نه نیسي.

د ولسمشرۍ ویاند صدیق صدیقي وایي: د ولسي جرګې غړي دې اړمنو کسانو ته د مرستو رسولو مخنیوی نکوي. دا پروژه د نړیوال بانک لخوا تمویلیږي.  

ولسي جرګې د حکومت د ملي دسترخوان طرحه د رایو په اکثریت رد کړه او له حکومت یې وغوښتل، چې د بودجې هیڅ برخه باید د قانون خلاف نه وي.

تازه خبرونه

په نورستان کې د عملیاتو پر مهال ۲۸ وسلوال وژل شوي او ۳۲ نور ونیول شول

د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغللي: پرون د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د «داعشي فتنه‌ګرو» او د «شروفساد» د عناصرو څو وسلوالې ډلې د پاکستاني ملیشو پر ملاتړ او هڅونه؛ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان خاورې ته رالېږل شوې وې، چې «شرارت» جوړ او ناامني رامنځته کړي.

Published

on

د افغانستان دفاع وزارت ويلي، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د نورستان ولایت په کامدېش ولسوالۍ کې د هغو وسلوالو ډلو پر وړاندې عملیات کړي، چې دغه وزارت یې «دښمن عناصر» بولي.

د دفاع وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغللي: پرون د نورستان ولایت د کامدېش ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د «داعشي فتنه‌ګرو» او د «شروفساد» د عناصرو څو وسلوالې ډلې د پاکستاني ملیشو پر ملاتړ او هڅونه؛ د ډیورنډ کرښې له هغې غاړې د افغانستان خاورې ته رالېږل شوې وې، چې «شرارت» جوړ او ناامني رامنځته کړي.

د خبرپاڼې له مخې؛ افغان ځواکونو د دغو ډلو د خوځښتونو له پېژندلو وروسته عملیات پیل کړل، چې په پایله کې یې ۲۸ وسلوال ووژل شول او ۳۲ نور ونیول شول.

دفاع وزارت زیاته کړې، چې یو شمېر پاتې وسلوال له نښتې پرته د ډیورنډ فرضي کرښې هغې غاړې ته تښتېدلي دي.

دغه وزارت څرګنده کړې، چې په دغو کسانو کې پاکستاني وسله‌وال، د وسله‌والو ډلو پخواني غړي او داعشیان هم ول؛ خو د نښتې له پیل وروسته یې له جګړې شاتګ کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت زیاته کړې؛ په دې پېښه کې یو شمېر ښکېل کسان د افغانستان د تېر نظام د امنیتي ځواکونو پخواني غړي وه.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ هغوی له پاکستان څخه د پناه ورکولو او کاري فرصتونو ژمنې ترلاسه کړې وې، خو روزنیزو مرکزونو ته له لېږدولو پوځي روزنې وروسته نورستان ته واستول شول.

دغه راز دفاع وزارت پاکستان په افغانستان کې د ناامنۍ د رامنځته کولو لپاره د هڅو پر ملاتړ تورن کړی او څرګندوي، چې افغان امنیتي او دفاعي ځواکونه به د هېواد او خلکو د ژغورنې د هر ډول ګواښ پر وړاندې ودرېږي.

دغه وزارت له هغو افغان ځوانانو او پخوانیو سرتېرو، چې د پاکستان د وسله‌والو ډلو او استخباراتي کړیو په لومو کې لوېدلي؛ غوښتي، چې« له دغو ډلو سره له همکارۍ ډډه وکړي او له بدو پایلو سره له مخ کېدا مخکې ځانونه امنیتي ځواکونو ته وسپاري.»

Continue Reading

تازه خبرونه

په کندهار کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم پرانیستل شو

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

Published

on

د کندهار په اطلاعاتو او کلتور ریاست کې د جهادي آثارو د ساتنې موزیم د رسمې مراسمو پر مهال ً پرانیستل شو.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د جهادي آثارو د ساتنې عمومي رییس محمد طاهر احمد، د جهادي آثارو او سندونو د ثبت رییس احمدالله سعید خوستي او ورسره مل پلاوي کندهار ته د سفر پر مهال د دې موزیم د پرانیستې په مراسمو کې ګډون وکړ.

په دغو مراسمو کې د کندهار د اطلاعاتو او کلتور رییس انعام‌الله سمنګاني او د امارتي ادارو یو شمېر رییسانو هم ګډون کړی و.

د کندهار د جهادي آثارو د ساتنې مسوول ویلي، تر اوسه له بېلابېلو ځایونو څخه له سلو ډېر جهادي آثار راټول شوي دي.

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ په موزیم کې د انګلیسي، روسي او امریکايي ځواکونو له‌خوا د تېر شل کلن اشغال پر مهال پرېښودل شوې او غنیمت شوې وسلې او د بېلابېلو شهیدانو پاتې آثار ساتل کیږي.

هغه زیاته کړې، چې د موزیم د بډاینې لپاره د جهادي ٍثارو د راټولولو لړۍ به روانه وي او اوس‌مهال لیدونکي کولی شي له دې موزیم څخه لیدنه وکړي.

Continue Reading

تازه خبرونه

پر کندهار، پکتیا او خوست د پاکستان په هوايي بریدونو کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شول – اسلامي امارت

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

Published

on

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد ويلي، پاکستاني پوځ تېره شپه(د تلې دوه‌یمه) یو ځل بیا پر کندهار، پکتیا او خوست ولایتونو هوايي بریدونه کړي، چې په کې څلور ملکي وګړي «شهیدان» شوي دي.

مجاهد دغه بریدونه کلک غندلي او څرګندوي، چې د پاکستان د پوځ اقدامات د ټولو اصولو خلاف، ښکاره تېری او جنایت دی.

د اسلامي امارت ویاند د دغو بریدونو په غبرګون کې ویلي، چې د پاکستان د پوځ پر وړاندې به «پرېکنده دریځ» ونیول شي او مناسب ځواب به ورکړ شي.

نوموړي زیاته کړې؛ پاکستاني پوځي کړیو د دغو بریدونو د توجیه لپاره ادعا کړې، چې له افغانستان څخه د پاکستان لوري ته بې‌پیلوټه الوتکې اوښتې دي.

د مجاهد وتایي؛ پاکستان یو ځل بیا د خپلو کورنیو ستونزو د توجیه لپاره پر افغان خاوره هوايي برید کړی او دغه ډول اقدامات د افغان ولس غصه راپاروي.

نوموړي خبرداری ورکړی، چې د پاکستان د پوځ دا ډول اقدامات به ورته ناوړه پایلې ولري.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!