Connect with us

تازه خبرونه

په پکتیکا، غزني او کندهار ولایتونو کې طالبانو ته درانده ځاني زیانونه اوښتي

خپور شوی

د

د طالبانو او افغان ځواکونو تر منځ په پکتیکا، غزني او همدارنګه د بهرنیو ځواکونو پر هوایي بریدونو په کندهار ولایتونو کې ۴۷ وسلوال جنګیالي وژل شوي دي.

د تندر ۲۰۳ قول اردو ویاند ایمل مومند آریانا نیوز ته ویلي، چې وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د اورګون ولسوالۍ د شیخان د اړوند سیمې پر یوې امنیتي پوستې برید وکړ.

مومند زیاته کړې، چې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او درې نور ټپیان دي.

یادې قول اردو په غزني ولایت کې هم د اته وسلوالو طالبانو له وژل کیدو خبر ورکړی دی.

د دغې سرچینې د څرګندونو له مخې؛ وسلوالو طالبانو تېره شپه د دې ولایت د عاشقوال، آرزو خورد او آرزو کلان پر اړوند سیمو وسلوال بریدونه تر سره کړي، چې په کې له امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۸ وسلوال طالبان وژل شوي او دوه نور ټپیان دي.  

دغه راز د کندهار ولایت امنیه قومندان تادین خان ویلي، چې طالبانو تېره شپه د تخته پل ولسوالۍ پر امنیتي پوستو بریدونه وکړل، چې ورسره په نښته کې د بهرنیو ځواکونو پر هوايي بریدونو ۲۰ وسلوال طالبان ووژل شول.

تادین خان زیاته کړې، چې د دې ولایت د ارغستان ولسوالۍ د توغړه په اړوند سیمه کې د امنیتي ځواکونو له کمینه لږ تر لږه ۱۰ وسلوال طالبان وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.  

د نوموړي د څرګندونو له مخې په دواړو پېښو کې اته پولیس هم وژل شوي دي.

طالبانو تر دې دمه د اړوند پېښو په اړه څه ندي ویلي.

تازه خبرونه

ترکیې یونان ته د اوښتو په هڅه کې ۳۵ افغان کډوال ونیول

پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.

Published

on

د ترکیې پولیسو هغه  ۳۵ افغان کډوال نیولي، چې غوښتل یې د دې هېواد له شمال لویدیځ بالیکسیر ولایت څخه د سمندر له لارې یونان ته واوړي. دغه راز د کډوالو د قاچاق پر تور څلور شکمن کسان هم نیول شوي دي.

پولیسو د عملیاتو پر مهال د ژغورنې ۱۲ واسکټونه، د ژغورنې ټوبونه او درې پمپونه هم ضبط کړي دي.

د پولیسو له کړنلارو وروسته؛ له څلورو شکمنو کسانو څخه درې د محکمې پر حکم زندان ته لېږدول شوي، خو څلورم کس د قضايي څارنې لاندې خوشې شوی دی.

۳۵ افغان کډوال هم د ناقانونه کډوالو مرکز ته لېږدول شوي دي.

Continue Reading

تازه خبرونه

په تېرو دوه اوونیو کې له ایران او پاکستان څخه څه باندې ۹۵ زره افغانان افغانستان ته راغلي

د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

Published

on

 

د کډوالۍ نړیوالې ټولنې ويلي، چې د ۱۴۰۵ لمریز لېږدیز کال د لړم له درېیمې څخه تر شپاړلسمې / د ۲۰۲۶ز.کال د اوکټوبر له پنځه‌ویشتمې څخه د نومبر تر اوومې پورې ۹۵ زره او ۴۸۹ افغانان له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

د دې بنسټ د تازه راپور له مخې؛ ۶۴ زره او ۷۳۲ کسان، چې ۶۸ سلنه جوړوي له ایران او ۳۰ زره او ۷۵۷ کسان، چې ۳۲ سلنه کېږي؛ له پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.

دغه راز له افغانستان څخه د ۴۴زره او ۸۹۹ کسانو وتل هم ثبت شوي، چې له ۳۴زره او ۲۰۶ کسان ایران او ۱۰ زره او ۶۹۳ نو پاکستان ته تللي دي.

راپور ښيي، چې د اسلام‌کلا بندر د ټولو ثبت شوي راتګ ۴۰.۵ سلنې له کبله تر ټولو ډېر د تګ راتګ سرحدي بندر و. له دې وروسته د پل ابریشم بندر د ۲۵.۷ سلنې او سپین‌بولډک د ۱۷.۶ سلنې پر درلودلو دوه‌یم او درېیم ځای خپل کړی دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د افغانستان او ایران مالیې وزیرانو پر سوداګریزو او کرنیزو همکاریو خبرې وکړې

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدا، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر اواري او د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې وشوې.

Published

on

 

د افغانستان مالیې وزیر او د دوه‌اړخیزو همکاریو د اقتصادي کمیسیون رییس محمد ناصر آخوند ایران ته په خپل رسمي سفر کې د دې هېواد د کرنې له وزیر غلام‌رضا نوري قزلجه سره لیدلي دي.

د مالیې وزارت د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې؛ په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي کمیسیون د راتلونکې غونډې پر جوړېدا، ایران ته د افغان کرنیزو محصولاتو پر صادراتو، د ګمرکونو پر ۲۴ ساعته فعالیت، د افغان سوداګرو د ستونزو پر اواري او د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي خبرې وشوې.

دغه راز دواړو لوریو د ناقانونه توکو د قاچاق پر مخنیوي او یو شمېر نورو سوداګریزو او اقتصادي موضوعاتو هم بحث او خبرې کړې دي.

ویل کیږي، چې د ایران د کرنې وزیر په کرنیزو، مالدارۍ او اوبولګولو برخو کې له افغانستان سره د همکاریو د ډاډ تر څنګ د اقتصادي کمیسیون راتلونکې غونډې ته د چمتووالي هم ټینګار کړی دی.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2026 Ariana News. All rights reserved!