تازه خبرونه
ولسي جرګې لس نوماند وزیران رد کړل
ولسی جرګی دملی امنیت د رییس په ګډون اتو نوماند وزیرانو ته د باور رایې ورکړې او لس نوماند وزیران یی رد کړل.
صلاح الدین رباني،نورالحق علومي، رحمت الله نبیل، اکلیل حکیمي، فیروزالدین فیروز، فیض محمد عثمانی، داوود شاه صبا، نصیر احمد درانی او سید حسین عالمي بلخي د ولسي جرګې د تایید رایې خپلې کړي او د وزیرانو په توګه وټاکل شول.
د افغانستان ولسي جرګې د ۱۹ نوماندانو له ډلې یې یوازې ۹ کسانو ته د باور رایې ورکړې.
د ولسي جرګې د رای شمېرنې له مخې:
د ملي امتیت ریاست ته نوماند وزیر رحمت الله نبیل له ولسي جرګي څخه د ۱۵۴ تاییدي، ۵۸ رد، ۲۲ سپینو او ۹ باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د ملي امنیت د عمومي رییس په توګه ومنل شو.
روغتیا وزارت ته نوماند وزیر فیروز الدین فیروز له ولسي جرګي څخه د 170 تاییدي، 54 رد، 12 سپینو او 4 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري روغتیا وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
د حج او اوقافو وزارت ته نوماند فیض محمد عثماني له ولسي جرګي څخه د 160 تاییدي، 61 رد، 17 سپینو او 5 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د حج او اوقافو وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
د بهرنیو چارو وزارت ته نوماند وزیر صلاح الدین رباني له ولسي جرګي څخه د 151 تاییدي، 70 رد، 12 سپینو او 9 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
اقتصاد وزارت ته نوماند وزیر نورالحق علومي له ولسي جرګي څخه د 131 تاییدي، 91 رد، 15 سپینو او 6 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د کورنیو چارو وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
ماليې وزارت ته نوماند وزیر اکلیل حکیمي له ولسي جرګي څخه د 128 تاییدي، 86 رد، 21 سپینو او 8 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د ملیې وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
د کلیو او پراختیا وزارت ته نوماند نوراحمد دراني له ولسي جرګي څخه د 145 تاییدي، 71 رد، 19 سپینو او 5 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د کلیو او پراختیا وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
د کډوالو او راستنیدونکو وزارت ته نوماند سید حسین عالمي بلخي له ولسي جرګي څخه د 134 تاییدي، 87 رد، 17 سپینو او 5 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د کډوالو او راستنیدونکو وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
معادن وزارت ته نوماند داود شاه صبا له ولسي جرګي څخه د 146 تاییدي، 74 رد، 13 سپینو او 10 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د معادن وزارت د وزیر په توګه ومنل شو.
د ملي دفاع ورازت ته نوماند وزیر ښاغلي شیر محمد کریمي له ولسي جرګي څخه د 96 تاییدي، 112 رد، 26 سپینو او 7 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د ملي دفاع د وزیر په توګه ونه ومنل شو.
اقتصاد وزارت ته نوماند وزیر سردار محمد رحمان اوغلي له ولسي جرګي څخه د 104 تاییدي، 103 رد، 27 سپینو او 9 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د بهرنیو چارو وزارت د وزیر په توګه ونه منل شو.
لوړو زده کړو وزارت ته نوماند وزیرې خاطره افغان له ولسي جرګي څخه د 71 تاییدي، 146 رد، 21 سپینو او 3 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د لوړو زده کړو وزارت د وزیرې په توګه ونه منل شوه.
پوهنې وزارت ته نوماند وزیر زلمي یونسي له ولسي جرګي څخه د 90 تاییدي، 123 رد، 21 سپینو او 9 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د پوهنې وزارت د وزیر په توګه ونه منل شو.
مخابراتو وزارت ته نوماند برنام کریمي له ولسي جرګي څخه د 115 تاییدي، 97 رد، 26 سپینو او 5 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري مخابراتو وزارت د وزیر په توګه ونه منل شو.
فواید عامې وزارت ته نوماند عباس بصیر له ولسي جرګي څخه د 85 تاییدي، 131 رد، 19 سپینو او 8 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د فواید عامې وزارت د وزیر په توګه ونه منل شو.
د اوبو او بریښنا وزارت ته نوماند وزیر عبدالرحمان صلاحي له ولسي جرګي څخه د 106 تاییدي، 109 رد، 24 سپینو او 4 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د اوبو او برښنا وزارت د وزیر په توګه ونه منل شو.
سوداګرۍ او صنایعو وزارت ته نوماند سردار محمد رحیمي له ولسي جرګي څخه د 111 تاییدي، 102 رد، 20 سپینو او 9 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د سوداګرۍ او صنایعو د وزیر په توګه ونه منل شو.
د ترانسپورت او هوایي چلند وزارت ته نوماند فیض الله ذکي له ولسي جرګي څخه د 81 تاییدي، 133 رد، 25 سپینو او 4 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د ترانسپورت او هوایي چلند د وزیر په توګه ونه منل شو.
د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت ته نوماند قمر الدین شینواری له ولسي جرګي څخه د 102 تاییدي، 112 رد، 22 سپینو او 7 باطلو رایو په ترلاسه کولو سره د ولسي جرګې له لوري د سرحدونو، قومونو او قبایلو د وزیر په توګه ونه منل شو.
تازه خبرونه
له افغانستان سره د روغتیا نړیوالې ټولنې همکاري اړینه ده – عبدالسلام حنفی
د ریاست الوزراء اداري مرستیال په کابل کې د روغتیا نړیوالې ټولنې له یوه لوړپوړي چارواکي سره په کتنه کې د لریو پرتو سیمو د کلینیکونو د جوړولو او د څانګوالو یا متخصصینو د روزنې په ګډون په بېلابېلو برخو کې د دې ټولنې د همکاریو غوښتنه وکړه.
د ریاست الوزراء د رسنیو له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې کتنه کې عبدالسلام حنفي د اسلامي امارت له واکمنۍ سره د مخدره توکو له توليد او قاچاق سره د مبارزې په ګډون په ټول هېواد کې پر نشهیی توکو د روږدو کسانو د راټولولو او درملنې، د اداری فساد د له منځه وړلو او د امنیت د خوندي کولو پرمختګونو ته په نغوته کې له دې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان څوکۍ دې د اسلامي امارت استازي ته وسپاري او د مدیترانې سیمې د اجرائیوي بورډ او رهبرۍ په غونډو کې د افغانستان غړیتوب بېرته خوندي کړي.
عبدالسلام حنفي دغه راز د کوکنارو د کښت د بدیل برابرولو او له سیلاب ځپلیو سره د مرستې په برخه کې د نړیوالو بنسټونو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
دغه راز نوموړي د پولیو پر له منځه وړلو د ټینګار تر څنګ د روغتیا له نړیوالې ټولنې وغوښتل، چې د پولیو د تشخیص لابراتوارونه فعال او واکسین ورکړي، د سرطان د درملنې مرکز جوړ کړي، په ماشومانو کې د خوارځواکۍ مخه ونیسي او د پاکو اوبو د زمینې په برابرولو کې همکاري وکړي.
د اسلامي امارت د اداري مرستيالۍ د خبرپاڼې له مخې، د روغتيا نړيوالې ټولنې د ختيځې مديترانې سيمې مشرې حنان حسن بلخي په دې غونډه کې ويلي، چې د دې ټولنې لپاره روغتيايي موضوع غير سیاسي او د دې ټولنې یو له لومړیتوبونو څخه ده.
نوموړې په بېلابېلو برخو کې د اسلامي امارت لاسته راوړنو ته نغوته وکړه او هیله څرګندوي، چې د روغتیا او پوهنې په برخه کې به د افغانانو لپاره ښه شرایط برابر شي.
میرمن بلخي وایي؛ د روغتيا نړيوالې ټولنې له نورو نړيوالو ټولنو او اروپايي ټولنې سره په ګډه درې کلنه پروژه لري، چې د افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کې د روغتيايي مرکزونو جوړول هم په کې شته.
نوموړې دغه راز د پوليو پر وړاندې د مبارزې په برخه کې د اسلامي امارت له هلو ځلو قدردانی وکړ او زياتوي، چې د افغان بزګرانو لپاره د بديل معيشت د برابرولو په اړه به له نړيوالې روغتيايي ټولنې او نورو اړوندو ادارو سره خبرې وکړي.
دا په داسې حال کې ده، چې دې پلاوي په تېرو دوه کلونو کې د عامې روغتیا وزارت د لاسته راوړنو، د افغان روغتیايي پرسونل د ظرفیت لوړولو، د ولسوالۍ کچې روغتونونو د جوړېدو، د روغتیایي سیسټم د پیاوړتیا، دوامداره همکارۍ، د ساري ناروغیو د کنټرول او غوره همغږۍ په اړه د عامې روغتیا له چارسمبالي سره هم بحث او خبرې کړې دي.
تازه خبرونه
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ
په ګمبیا کې د یکشنبې پر ورځ د اسلامي همکاریو ټولنې د پېنځلسمې سرمشریزې ګډونوالو د افغانستان له اسلامي امارت وغوښتل، چې د افغان نجونو او ښځو د زدهکړو او کار کولو حق ته درناوی وکړي.
د دې غونډې په پای کې دوی د زدهکړو او کار حق د افغان نجونو او ښځو له اساسي حقونو څخه وباله او په دې اړه یې د اسلامي امارت له چارواکو سره د نورو ډېرو بحثونو غوښتنه وکړه.
دغه راز د غونډې ګډونوالو په افغانستان کې د هر اړخیزې حکومتولۍ او تلپاتې سولې او ثبات د خوندي کولو لپاره د قومي ډلو، نشهیي توکو، تروریزم او ټولنیزو ستونزو مخنیوي ته د هڅو پر اړتیا ټینګار څرګند کړ.
د اسلامي همکاریو ټولنې د ۵۷ غړیو هېوادونو استازو په دغه کنفرانس کې، چې د تلپاتې پراختیا لپاره د خبرو له لارې د یووالي او پیوستون پیاوړتیا تر سرلیک لاندې جوړه شوې وه، ګډون کړی و.
د یادونې ده، چې په دې غونډه کې د اسلامي امارت یوه پلاوي ګډون درلود.
تازه خبرونه
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ
په ژنیو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد اندیشه ويلي، چې د ۷۰ هېوادونو ۲۴۳ سپارښتنو له هر اړخیزو کتنو وروسته د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور تصویب کړ.
نوموړي زیاته کړې؛ دغو هېوادونو په افغانستان کې د بشري حقونو پر وضعیت اندېښنه ښودلې او وړاندیز یې کړی، چې په افغانستان کې دې د بشري حقونو د سرغړونو په اړه بې پرې او خپلواکه څېړنه وشي.
نصیراحمد اندیشه وایي: د افغانستان د بشري حقونو ملي راپور په افغانستان کې د بشري حقونو د خرابېدو د بحران په اړه د اساسي حقایقو د هر اړخیز او بشپړ راپور د وړاندې کولو په هدف چمتو شوی دی. دا راپور د بشري حقونو د مخ پر خرابېدونکي وضعیت د ټینګار ترڅنګ د بشري حقونو د بحران په اړه د خلکو عاجلو اړتیاوو او اندېښنو ته هم نغوته کوي.
اسلامي امارت تل بشري حقونه د هېواد داخلي مسله بولي او ټینګار کوي، چې بشري حقونه په ځانګړي توګه د ښځو حقوق تر بل هر وخت ډېر خوندي دي.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت وایي: د ټولو افغانانو اسلامي او شرعي حقوق تضمین شوي او اسلامي امارت د خپلو اتباعو د حقوقو خوندي کولو ته ژمن دی.
په افغانستان کې د بشري حقونو د وضعیت په اړه دا اندېښنې په داسې حال کې راپورته کېږي، چې د تېرې دوشنبې پر ورځ د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا په یوه غونډه کې د بشري حقونو وضعیت د اندېښنې وړ وباله؛ خو اسلامي امارت یې په غبرګون کې څرګنده کړې، چې نړیواله ټولنه د بشري حقونو له موضوع څخه د یوې سیاسي وسیلې په توګه توګه کار اخلي.
-
تازه خبرونه2 days ago
په غور کې د سېلابونو له کبله سلګونه خلک بې ځایه شول
-
تازه خبرونه2 days ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه2 days ago
په افغانستان کې پر کوکنارو د بندیز له کبله کروندګرو خپل عاید له لاسه ورکړی – نړیوال بانک
-
لوبی5 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه5 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
نړۍ22 hours ago
اسرائیلي ځواکونو بیت المقدس ته نږدې د الجزیرې پر رسنیز دفتر چاپه ووهله
-
سوداگري2 days ago
د ترکمنستان د سوداګرو او صنایعو اتحادیې مشر هرات ته سفر وګړ
-
تازه خبرونه21 hours ago
د اسلامي همکاریو ټولنې سرمشریزې په افغانستان کې د نجونو پر زدهکړو ټینګار څرګند کړ