تازه خبرونه

ولسي جرګې پرېکړه کړې، چی امنیتی ارګانونه استجواب کړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

ولسی جرگې په هېواد کی د ورستیو نا امنیو د پراخېدو له امله اندېښه وښوده او ویی وېل، چی په هېواد کې د وروستیو خونړیو برېدونو تر شا بهرني لاسونه دي او غواړي، چی د افغانستان ټاکنې له ستونزو سره مخامخ کړی.

د نوي کال له پېل سره د هېواد په یو شمېر سیمو کی د ترهګری بریدونو د زیات والي له امله د ولسي جرګې غړي اندېښمن شوي دي.

د ولسي جرګې مرستیال صديق احمد عثماني، د ولسي جرګې غړې شکریه بارکزۍ او نظیفه ذکي وایی، ناامنیو په داسې حال کې زور اخیستی، چی ټاکنو ته ډېره لږ موده پاتې ده او د افغانستان دښمنان غواړی، چی د نا امنیو په پراختیا سره د ټاکنو لړۍ له ستونزو سره مخامخ کړي.

د ولسي جرګې غړي غلام سخي مشواڼی او خليل احمد شهيد زاده وایي، ټاکنې د افغانستان د خلکو لپاره ډېر اهميت لري، خو د کابل په ګډون په یو شمېر سرحدي سیمو کی د نا امنیو له امله به خلک ونشی کولی، چی په ټاکنو کی ګډون وکړي.

ولسی جرګې د شنبی ورځی عمومی غوڼدې ته امنيتی چارواکي استجواب کړي تر څو په دې اړه ځواب او د حل لاره ولټول شی.

Trending

Exit mobile version