سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگه ته۱۵۸۰۰ كسان د ځمكو د غاصينو په توگه وروپېژندل شول
د حكومت پر كړنو د څارنې ځانگړي كميسيون د ولسي جرگې د شنبې په عمومي غونډه كې د هغو پېنځلس زره اته سوه كسانو نومونه افشا كړل، چې د دولتي او نادولتي ځمكو په غصب كې ښكېل دي.
دې كميسيون د ځمكوغاصبين په څو ډلو وېشلي، چې لومړۍ درجې يې له لس زره جريبه زياته ځمكه غصب كړې ده .
– محبوب حيات خان قومي مخور هلمند ۹۵ زره جريبه ځمكه
– حاجي جانان قومي مخور نميروز ۴۷ زره جريبه ځمكه
– عبدالسلام پتنگ قومي مخور بلخ ۳۵ زره جريمه ځمكه
– حاجي پير محمد قومي مخور روزگان ۴۷ زره جريبه ځمكه
– كبير كجر خان قومي مخور نيمروز ۱۷ زره جريبه ځمكه
– مولا داد قومي مخور نيمروز ۱۵ زره جريبه ځمكه
– عبدالكريم تور خان جهادي قوماندان تخار ۱۵ زره جريبه ځمه
– سيد اسحاق گيلاني د ولسي جرگي پخواني وكيل ننگرهار ۱۵ زره جريبه ځمكه
– ناظم خان قومي مخور خوست ۱۴۹۹۰ زره جريب ځمكه
– سيد محمد خان قومي مخور نيمروز ۱۳۵۰۰ زره جريبه ځمكه
– نيك محمد وفاه قومي مخور بلخ ۱۲۱۰۰ زره جريبه ځمكه
– منجي حاجي نظرمحمد قومي مخور كابل ۱۰۸۹۶ زره جريبه ځمكه
– حاجي محمد نادر قومي مخور هلمند ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه
– محمد ظريف قومي مخور بادغيس ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه
– مير احمد قومي مخور سرپل ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه
– نور علي قومي مخور بلخ ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه
– قربان ملابابا قومي مخور بلخ ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه
– حاجي موسى خداى نظر جهادي قوماندان كونر ۱۰۰۰۰ زره جريبه ځمكه
– سيد منصور نادري اسماعيله رهبر نهر شاهي ۱۳۰۷۵ جريبه ځمكه .
خو په ولسي جرگه كي د فارياب د خلكو استازي رمضان جمعه زاده د سيد منصور نادري په پلوۍ په هغه دا تورنه رد كړل.
دو لسي جرگي غړى قربان كوهستاني دغه څېړنه ناسمه بولي او وايي، چي د هغو لوړ پوړيو دولتي چارواكو نومونه په ليست كې نه دى شامل شوي، چې د ځمكو په غصب كې شامل دي.
د حكومت پر كړنو د ځانگړي كميسيون غړى شېر ولي وردگ دا ستونزه منې او زياتوي، چې دوى د دې له كبله د ځمكو د ټولو غاصبينو او په ځانگړي ډول د لوړ پوړيو دولتي چارواكو نومونه نه دي افشا كړي، چې حكومت په دې برخه كې ورته ناسم معلومات وركړي دي.
له بلې خوا د ولسي جرگې د هغو اته وكيلانو په ځاى، چې ځانونه يې راتلونكيو ولسمشريزو ټاكنو لپاره نومانولي ول، نوي وكيلان دغې جرگې ته وروپيژندل شول او د لوړې مراسم يې تر سره كړل.
د ولسي جرگي غړې حميرا ايوبي د ولسي جرگې پر هغو وكيلانو سختې نيوكې وكړې، چې په غوڼدو كې گډون نه كوې.
د ولسي جرگي رييس عبدالروف ابراهيمي وايي:
دغه كسان دې هم له دندو استعفا وكړي او ولسي جرگې ته دې د دوى په ځاى نور كسان وروپېژندل شي.
ولسي جرگه تل د نصاب د نه بشپړ والي له كبله له ستونزو سره مخ وي.
له دې وړاندې د ولسي جرگې ادارې پلاوي ويلي ول له هغو وكيلانو سره به قانوني چلند وشي، چې د دغې جرگې په درې پر له پسې غونډو كې گډون ونكړي.
سیمه ییز خبرونه
آیا ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو پیسې وضع کولی شي؟
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
رویترز خبري آژانس په یوه راپور کې دا موضوع څېړلې، چې آیا ایران له حقوقي پلوه کولی شي له هرمز تنګي څخه د تېرېدونکو بېړیو پر تګ راتګ پیسې وضع کړي او که نه؟!.
د راپور له مخې؛ تهران هڅه کوي، چې د بېړیو پر تګ راتګ د پیسو د وضع کولو له لارې په هرمز تنګي کې له سپاه پاسداران سره پر همغږۍ ډېره نوره څارنه هم رامنځته او د بېړیو خوندي تګ راتګ ډاډمن کړي.
هرمز تنګی څه ډول سیمه ده؟
هرمز تنګی هغه اوبلاره ده، چې فارس خلیج له عمان خلیج سره نښلوي او د ایران او عمان په سمندري اوبو کې پروت دی. دا د نړۍ د انرژۍ د لېږد لویهلار ګڼل کیږي، چې د نړۍ شاوخوا ۲۰ سلنه تېل ترې تېرېږي.
د دې اوبلارې اوږدوالی شاوخوا ۱۶۷ کیلومټره دی او په یوه نرۍ برخه کې د بېړیو د تګ راتګ دوه بېلابېلې لارې د حایل سیمې په توګه لري.
د رویترز د څرګندونو له مخې؛ ایران د امریکا او اسرائیلو له بریدونو وروسته دا لار په عملي ډول محدوده کړې او د کړکېچ د پای ته رسېدا د شرطونو په توګه یې په کې پر تګ راتګ د پیسو غوښتنه کړې؛ خو د دې پیسو د عملي اخیستلو څرنګوالی تر دې دمه روښانه نهدی.
نړیوال قانون څه وايي؟
د سمندرونو د حقونو په اړه د ملګرو ملتونو کنوانسیون، چې په۱۹۸۲ ز.کال کې تصویب شوی او له ۱۹۹۴ راپدېخوا پلی کیږي؛ په نړیوالو تنګیو کې بېخنډه «ټرانزیټي تګ» حق ډاډمنوي.
دغه سمندري هوکړه ساحلي هېوادونو ته اجازه ورکوي، چې د خپلو سمندري اوبو په حدودو کې تګ راتګ تنظیم کړي؛ خو باید د بېړیو بېضرره او آزاد تګ راتګ هم ډاډمن کړي.
خو ایران او امریکا دا کنوانسیون نهدی لاسلیک کړی، چې حقوقي بحثونه نور هم پېچلې کوي.
د پیسو وضع کولو احتمالي ستونزې
رویترز راپور ورکوي، چې د ملګرو ملتونو د سمندرونو د قانون د پلي کولو لپاره مستقیم اجرائیوي میکانیزم نشته. که څه هم نړیوالې محکمې پرېکړې کولی شي؛ خو د پلي کېدا مستقیم ځواک نهلري.
دغه راز هېوادونه او شرکتونه کولی شي د بېړیو د لارو پر بدلولو یا د هغو بنسټونو پر ضد د هدفمندو بندیزونو له لارې، چې له دې پیسو سره تړاو ولري؛ د دې کړنې مخه ونیسي.
دغه راپور زیاتوي، چې ځینې شرکتونه اوس له هرمز تنګي څخه د تېرېدا بدیلې لارې ارزوي.
سیمه ییز خبرونه
امریکا د ایران سمندري بندرونو ته د بېړیو پر تګ راتګ بندیز ولګاوه
د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو لهخوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ویلي، چې له دوشنبې( د وري څلیریشتمه / د اپرېل دیارلسمه) څخه به د ایران بندرونو ته د بېړیو پر سمندري تګ راتګ بندیزونه پیل کړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ خبرپاڼې، چې په ټولنیزو شبکو کې خپره شوې څرګنده کړې؛ دا کړنه د اعلان شوې هغې پرېکړې له مخې ترسره کېږي، چې ډونالډ ټرمپ د امریکا د سمندري ځواکونو لهخوا د هرمز تنګي د سمندري بندیز د پیل په اړه مخکې کړې وه.
د خبرپاڼې له مخې: دا بندیز به په مساوي ډول د ټولو هېوادونو پر بېړیو، چې د ایران بندرونو ته داخلېږي یا ترې وځي؛ پلي شي. دا بندیز د فارس خلیج او د عمان سمندر ټول ایرانی بندرونه رانغاړي.
د امریکا مرکزي قومندانۍ ټینګار کړی، چې دا پرېکړه به د هغو بېړیو د آزاد تګ راتګ مخه ونهنیسي، چې د هرمز تنګي له لارې د ایران له بندرونو پرته نورو بندرونو ته روانې وي.
همدارنګه په خبرپاڼه کې راغلي، چې د دې بندیز له رسمي پیل مخکې به سوداګریزو بېړیو ته اړینې خبرتیاوې ورکړ شي.
دا پرېکړه په داسې حال کې اعلانېږي، چې په منځني ختیځ کې کړکېچ او د نړۍ د انرژۍ د لارو بې ثباتي نوره هم زیاته شوې ده.
دا په داسې حال کې ده، چې د ایران سپاه پاسداران ویلي؛ هرمز تنګي ته د پوځي کښتیو هر ډول تګ راتګ به د ایران او امریکا له دوهاوونیز اوربند څخه سرغړونه وي او له «پرېکنده او سخت» غبرګون سره به مخ شي.
سیمه ییز خبرونه
د ایران او امریکا خبرې له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته هم هوکړې ته ونه رسېدې
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې دواړه لوري پر ځینو مسلو هوکړې ته ورسېدل؛ خو په ۲ یا ۳ اصلي مسلو کې یې بېلابېل نظرونه درلودل، چې په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونهرسېدلې.
له ۴۰ ورځنۍ تحمیلي جګړې وروسته د ایران او امریکا ترمنځ خبرې په شکمنه فضا کې پرته له کومې ځانګړې هوکړې پای ته ورسیدې.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي په یوه رسنیز کنفرانس کې ویلي، چې دواړه لوري پر ځینو مسلو هوکړې ته ورسېدل؛ خو په ۲ یا ۳ اصلي مسلو کې یې بېلابېل نظرونه درلودل، چې په پای کې خبرې کومې پایلې ته ونهرسېدلې.
بقايي ویلي، چې دا خبرې په خورا حساسو شرایطو کې او له اوږدې جګړې وروسته ترسره شوې؛ ځکه دا طبیعي ده، چې نشي کولی د خبرو له پیل سره سم هوکړې ته ورسیږي.
د هغه خبرې د دې خبرو اترو پېچلې ننګونې راښکاره کوي.
د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند د دې خبرو اترو په لړ کې راپورته شویو نویو مسلو ته هم نغوته(اشاره) کړې ده. په ځانګړي توګه د هرمز تنګي حساسه مسله، چې خپلې پېچلتیاوې یې درلودې.
دغه راز هغه ټینګار کړی، چې ډیپلوماسي هیڅکله نهدریږي او دا بهیر د ملي ګټو د ساتنې لپاره یوه اړینه وسیله ده.
له ۲۱ ساعتونو سختو خبرو اترو وروسته د امریکا د ولسمشر مرستیال جيډيوینس پر مشرۍ د امریکا مذاکراتي ډله پرته له دې، چې یوې هوکړې ته ورسیږي؛ له پاکستان څخه ووته او امریکا ته روانه شوه.
اسماعیل بقايي دا هم ویلي، چې له اوسنیو ننګونو سره – سره، خبرې به دوام ومومي او ایران هڅه کوي، چې د ډیپلوماسۍ له لارې خپلې ملي ګټې خوندي کړي.
-
سوداگري1 day agoد افغانستان، ازبکستان او قرغزستان د استازو سوداګریزه ناسته ترسره شوه
-
تازه خبرونه3 days agoد «پرمختګ» اوبپاڼې پرانیسته؛ د افغانستان د رسنیو لپاره نوی معلوماتي سرچینه
-
نړۍ2 days agoد جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
-
نړۍ1 day agoله ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
-
تحول4 days agoتحول: د ایران لهخوا د هرمز تنګي د بیا بندېدا علت
-
څار3 days agoڅار: په چین کې د کابل-اسلام آباد د خبرو اترو برخلیک
-
سوداگري2 days agoازبکستان ته د صنایعو او سوداګرۍ د وزیر سفر؛ په نړیوال صنعتي نندارتون کې د افغانستان پیاوړی ګډون
-
تحول2 days agoتحول: په افغانستان کې د جګړې د تپلو لپاره د پاکستان ناکامې هڅې

