سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگه د نصاب د نه بشپړتيا پر لامل د غونډې په جوړولو كې پاتې راغله
د ولسي جرگې يو شمېر غړي د دې په ځاى، چې د خلكو ستونزې او د روانو مهمو مسايلو په اړه هڅې وكړي د ولسمشرۍ د راتلونكيو ټاكنو لپاره په ټاكنيزو كمپاينونو بوخت دي.
د ولسي جرگې په غونډو كې د استازيو غيابت، هغه ستونزه، چې په تېره دوره كې هم د ولسي جرگې ډېرې غونډې د نصاب دنه بشپړوالي پر لامل بې پايلې پاى ته رسيدلي.
ولسي جرگه د خپلو كورنيو اصولو له مخې بايد په اوونۍ كې درې عمومي غونډې ولري، خو د چهارشنبې ورځې(د تلې۱۷) غونډه د نصاب د نه پوره كيدو پرلامل جوړه نه شوه.
د ولسي جرگې غړې شكيبا هاشمي او يو شمېر نورغړي وايي، چې د دې جرگې يو شمېر غړي خپل اصل مسووليت سرته نه رسوي او د دې په ځاى، چې په هېواد كې اوسنيو ستونزو ته په پام د خلكو د ستونزو په حل كې اقدام وكړي د ولسمشرۍ د ټاكنو په منډو ترړو بوخت دي .
ښاغلى سعادتي وايي، د عمومي غونډو لغوه كول د ولسي جرگې د كورنيو اصولو خلاف كاردى او د غايبو غړيو په اړه هيڅ انضباطي تدابيرنه عملي كوي
د ولسي جرگې لومړى منشي سيد اكرم وايي، له دې وروسته به د هغو غړيو معاشونه وگرزوي، چې په درې عمومي غونډو كې گډون ونه كړي .
په پام كي ده، چي ډېر ژر د ټاكنو كميسيون د ولسي جرگي ۷ نوي وكيلان، چي څلور يي د كابل او يو يې د بدخشان، بل يې د هرات او يو بل د پكتيكا ولايتونو څخه دي ولسي جرگي ته معرفي كړي.
سیمه ییز خبرونه
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې؛ که د اوبند او یرغمل خوشې کولو هوکړه وشی او که نه، اسرائیل به د غزې په جنوبي ښار رفح کې د حماس پر ضد خپل عملیات ترسره کوي.
نتانیاهو د خپل دفتر په خبرپاڼه کې څرګنده کړې: دا نظر، چې مونږ به د ټولو اهدافو ترلاسه کولو مخکې جګړه دروو؛ پر بحث او خبرو نه ارزي.
سیمه ییز خبرونه
د دوبۍ واکمن د هوایي ډګر د نوي ټرمینل جوړولو لپاره ۳۵ میلیارډ ډالر تصویب کړل
د دوبۍ واکمن شیخ محمد بن راشد آل مکتوم د یکشنبې پر ورځ په ایکس پاڼه کې لیکلي؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر د مسافرینو د نوي ترمینل جوړولو لپاره ۱۲۸ میلیارډ درهم ( ۳۴ اعشاریه ۸۵ میلیارډ ډالر) تصویب شوي دي.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د آل مکتوم نړیوال هوایي ډګر په نړۍ کې ترټولو لوی دی، چې د ۲۶۰ میلیون مسافرینو وړتیا لري او له دوبۍ نړیوال هوایي ډګر څخه به پېنځه چنده لوی وي.
دغه راز څرګنده شوې، چې په راتلونکیو کلونو کې به د دوبۍ هوایي ډګر ټول عملیات آل مکتوم ته ولیږدول شي.
د آل مکتوم هوايي ډګر به د ټرمینل ۴۰۰ دروازې او پېنځه ځغاستلیکې هم ولري.
د دوبۍ د اماراتو دولتي هوايي شرکت رییس شیخ احمد بن سعید آل مکتوم ویلي: دا هوايي ډګر به د اماراتو او د هغه د خور د لږ لګښت لرونکي هوايي شرکت فلای دوبۍ نوی کور وي او د ټولو هوايي شرکتونو له شریکانو سره، چې نړۍ له دوبۍ سره نښلوي؛ مل پاتې شي.
د دوبۍ د میډیا دفتر او د دوبۍ د هوایي ډګرونو اجرائیوي رییس پاول ګریفیټس څرګنده کړې؛ دا هڅه په نړۍ کې د هوایي چلند د مخکښ مرکز په توګه د دوبۍ موقعیت نور هم پیاوړی کوي.
سیمه ییز خبرونه
په عراق کې به همجنسبازان پر۱۵ کاله بند شي –پارلمان
د عراق پارلمان د شنبې پر ورځ د دیني ارزښتونو د ساتلو لپاره یو داسې قانون تصویب کړ، چې د همجنسبازانو اړیکې په کې جرم یاد شوی، چې سرغړوونکیي به یې پر ۱۵ کلونو بند محکوم شي.
رویټرز خبري آژانس د دې قانون د یوې کاپي له مخې راپور ورکړی، چې د دې قانون موخه د همجنسپالنې د اخلاقي ضعف پر وړاندې د عراقي ټولنې ژغورنه ده.
له دې پرېکړې څخه په ټولیزه توګه شیعه مسلمانو ګوندونو ملاتړ کړی، چې د عراق په پارلمان کې ترټولو لوی ائتلاف دی.
له زنا او همجنسبازۍ سره د مبارزې قانون همجنسبازي جرم اعهلانوي او ورته له ۱۰ کلونو څخه تر ۱۵ کلونو پورې د بند موده ټاکل شوې ده؛ خو د هغو لپاره، چې همجنسبازي یا فحشا ته وده ورکوي پر لږ تر لږه اووه کاله بند به محکومیږي.
دغه راز هغو کسانو ته، چې خپل بیولوژیکي جنسیت بدلوي یا قصداً ښځینه جامې اغوندي له یو څخه تر درې کلونو بند په نظر کې نیول شوی دی.
په پیل کې د همجنسبازانو لپاره د مرګ سزا د پام وړ وه؛ خو د امریکا او اروپايي هېوادونو له سخت مخالفت وروسته ورته د بند سزا په پام کې ونیول شوه.
په عراق کې تر شنبه ورځې پورې په ښکاره ډول همجنسبازي جرم نهو. که څه هم د جزا په کوډ کې نرم تعریف شوي قوانین د جنسي اړیکو د جزا لپاره کارېدل؛ خو د ټولنې غړي به د وسلهوالو ډلو او اشخاصو لخوا وژل کېدل.
رویټرز د بشري حقونو په څار ټولنه کې د همجنسبازانو د پروګرام د مدیر مرستیال راشا یونس د څرګندونو له مخې څرګنده کړې: د عراق د پارلمان لخوا د همجنسبازانو ضد قانون تصويب د عراق د همجنسبازانو له حقونو سرغړونه او پر بشري حقونو یو جدي ګوزار دی.
عراقي چارواکي، چې د بشري حقونو څارنه کوي؛ تر دې دمه په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې ده.
د یو لړ څرګندونو له مخې؛ له ۶۰ څخه په ډېرو هېوادونو کې د همجنسپالانو جنسي اړیکې جرم ګڼل کیږي. په داسې حال کې، چې د همجنسبازانو جنسي اړیکې په ۱۳۰ هېوادونو کې قانوني دي.
-
سیمه ییز خبرونه5 days ago
په هر حال پر رفح برید شونی دی – نتانیاهو
-
تازه خبرونه4 days ago
نړیوال بانک له افغانستان سره ۸۴ میلیون ډالر مرسته ومنله
-
لوبی5 days ago
افغانستان د ۲۰۲۴ کال ۲۰ اوریز نړیوال جام ته لوبډله اعلان کړه
-
نړۍ5 days ago
امریکايي پولیسو په کلمبیا پوهنتون کې د فلسطینیانو ۱۰۰ ملاتړي ونیول
-
لوبی3 days ago
سرخ پوشان خوافي او خدیم د خپلو اړوند سیالیو ګټونکي شول
-
تازه خبرونه3 days ago
داعش له تېرو دوه میاشتو راپدیخوا ۱۵۴ کسانو ته مرګ او ژوبله اړولې ـ راپور
-
تازه خبرونه15 hours ago
اسلامي امارت په بدخشان کې د اعتراضي لاريون د څېړلو لپاره یو پلاوي وټاکه
-
تازه خبرونه4 days ago
له اسلامي امارت سره په تعامل کې مو ملي ګټې رانغښتي- امریکا