تازه خبرونه

ولسي جرگه د یکشنبې په ورځ پر امنیتي او دفاعي هوکړه لیک فوق العاده غونډه لري

Published

on

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

ولسي جرگه به د یکشنبې په ورځ د کابل-واشنگتن تر منځ د امنیتي او دفاعي هوکړه لیک په سر د بحث لپاره فوق العاده غونډه ولري.

دا پریکړه وروسته له دې وشوه چې د ولسي جرگې له دېرش زیاتو غړیو د دغه تړون په سر د بحث او تصویب غوښتنه وکړه.

د ولسي جرگي رييس عبدالروف ابراهيمي وایي،چې ولسي جرگې د افغانستان او امريكا تر منځ امنيتي تړون د چهارشنبي په اجنډا كې شامل كړی و؛ خو د حكومت او ولسي جرگې يو شميرغړي د لاسليكونو په راټولولو ددي غوښتونكي شول، چي امنيتي تړون ژر په اجنډا كې ونيول شي او په اړه یې بحث وشي.

دولسي جرگې غړی صادقي زاده نيلي وایي،دا پرېكړه دولسي جرگې د ځيني غړیو له غبرگون سره مخ شوه.

دولسي جرگې غړیبشير احمد ته ينج وایِي، د امريكا سفارت له يو شمېر وكیلانو سره خصوصي ناستي لري،چې داسند د ولسي جرگې لخوا تائيد شي؛ خو دولسي جرگې يو شمير غړي بيا له امريكا سره امنيتي تړون د افغانستان لپاره يوه اړتيا بولي.

د کابل- واشنگتن تر منځ امنیتي او دفاعي تړون پخواني ولسمشر لاسلیک نه کړ؛ خو نوي ولسمشر د خپل کار په دوه یمه ورځ دا تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون په لاسلیک اوس افغانان له امریکا غواړي، چې د امنیت په ټینگښت کې جدي گامونه واخلي.

د یادونې وړ ده، چې افغانستان دغه امنيتي تړون ته اړتيالري او كه دغه تړون د ولسي جرگي له رایي بي برخي شي د لندن په كنفرانس كې د افغانستان حضور تر پوښتني لاندي راځي.

Trending

Exit mobile version