سیمه ییز خبرونه

ولسي جرگه له قانون څخه ملاتړائتلاف سره خبرې غواړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د دغه ائتلاف غړيو د ولسي جرگې د نهه نويو غړيو د ورپېژندلو له لامله د ولسي جرگې غونډې تحريم كړې دي، خو له قانون څخه ملاتړ ائتلاف رييس او وياند وايي:

يوازې د ولسي جرگې له اداري پلاوي سره خبرې كوي او له اصلاح غوښتونكيو سره به خبرې ونه كړي.

د ولسي جرگې له قانون څخه ملاتړائتلاف غړيو د ولسي جرگې د نهه غړيود صلاحيت د سلبولو له لامله د شنبې ورځې په غونډه كې هم  گډون ونه كړ.

د ولسي جرگې رييس عبدالروف ابراهيمي وايي:

د ولسي جرگې هغو غړيو، چې په غونډه كې يې برخه اخيستې وه؛ پرېكړه وكړه، چې د دوى يو پلاوى دې د نوموړي پارلماني ائتلاف له غړيو سره خبرې وكړي.

له قانون څخه د ملاتړ ائتلاف رييس عبدالظاهر قدير وايي:

خبرو ته چمتو يو؛ خو له هغو كسانو سره به خبرې ونه كړي، چې معامله كوي.

د دغه ائتلاف د وياند اسدالله سعادتي په وينا د دوى او اصلاح غوښتونكيو ترمنځ اعتماد وجود نه لري .

له قانون څخه ملاتړ ائتلاف له امنيتي ځواكونو غواړي، چې د ملي شورا له شا وخوا ليرې شي.

دغه ائتلاف د ولسي جرگې د ټولو مصوبو د عملي كيدو غوښتونكى دى .

له قانون څخه ملاتړائتلاف غړي وايي:

هغه وخت به ولسي جرگې ته لاړشي، چې هغو كسانو ته هم د ورتگ اجازه وركړشي، چې بې واكه شوي دي.

د شنبې ورځې(د وږي ۱۹) په غونډه كې نثاراحمد فيضي غورياني هم د وفادارى لوړه وكړه، چې د ټاكنو د خپلواك كميسيون له خوا بريالى پېژندل شوى دى .

نثار ا حمد فيضي غوريانى د محمد رفيق  شهير پرځاى معرفي شوى دى .

د ولسي جرگې د شنبې په غونډه كې بې پلوو استازيو د جرگي پر اوسني حالت اندېښنه څرگنده كړه او خبردارى يې وركړ، چې كه:

دا وضعيت دوام وكړي ولسي جرگه به د تل لپاره بې اعتباره شي

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

Trending

Exit mobile version