سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې امنيتي او دفاعي چارواكي د پوښتنو ځوابولو ته راوغوښتل
د ولسي جرگې يو شمېرغړيو د پاكستان او ايران له خوا پرافغانستان د راكټي بريدونو په وړاندې د امنيتې چارواكو د نه پاملرنې له لامله غوښتې، چې د افغانستان امنيتې او دفاعي چارواكي دي ولسي جرگې ته د پوښتونو د ځواب لپاره حاضر شي.
د ولسي جرگې يو شمېر غړي وايي، چې:
كه افغان دولت نه غواړي د دغو هېوادونو په وړاندې جدي عمل وكړي؛ نو پكار ده ولسي جرگه تصميم ونيسي.
په همدې حال كې يو شمېر نورو غړي وايي، چې:
د پوليسو له خوا دې سردار محمد داود خان روغتون ته د سيمين باركزۍ ليږدول وڅېړل شي .
د ولسي جرگې يو شمېرغړيو د شنبې په ورځ) دتلې په ۲۳) يو ځل بيا غوښتنه وكړه ، چې امنيتې چارواكي دي دغې جرگې ته د ځواب ويلو په موخه حاضر كړشي.
د ولسي جرگې غړې شكريه باركزۍ وايي:
د افغانستان امنيتي او دفاعي چارواكو تر اوسه پرافغانستان د پاكستان د راكټي بريدونو په باب څه نه دي كړي.
د ولسي جرگې غړى عبدالستار خواصي وايي:
د پاكستان راكتي بريدونو ته نه پاملرنه لامل شوې، چې ايران هم په ورته كارلاس پوري كړي .
د ولسي جرگې د قانون ملاتړي ائتلاف رهبرعبدالقدير ظاهر وايي، چې:
دغه چارواكي دې نه يوازې د پوښتونو لپاره ځواب ويلو ته راشي، بلكې استحضاح دې هم شي او كه د وكيلانو پوښتنو ته ځواب ونه وايې؛ نو بايد صلاحيتونه يې ترې واخيستل شي .
د بشري حقونو دوه فلمونه هم، چې د افغان دولت له خوا يې ننداره بنده شوې د ولسي جرگې د بحث يوه موضوع وه، په پاى كې د ولسي جرگې غړيو پرېكړه وكړه، چې:
امنيتي او دفاعي چارواكې دې د پوښتونو د ځواب لپاره ولسي جرگې ته حاضر شي او همداراز يو پلاوې دې د يادو فلمونو د څېړلو په موخه د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت ته ولاړ شي.