سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې د ۱۳۹۱ل كال قعطيه په غوڅ اكثريت رد كړه
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
ولسي جرگې د ۱۳۹۱ل كال قعطيه د قناعت وړ نه بولي او په غوڅ اكثريت يې رد كړه. د ولسي جرګي مالي او بوديجوي كميسيون پر يو شمير وزارتونو نيوكه كوي، چې پرمختايي بوديجه يې له پنځوس فيصدو لږ لگولې او د يونوييم كال په قعطيه كې هم ډېرې نيمگړتياوې دي.
د ولسي جرګې د شنبي(د ليندۍ ۹) غونډه د ۱۳۹۱ل مالي كال پرقعطي بحث ته بيله شوې وه.
په غونډه كې د ولسي جرگې مالي او بوديجوي كميسيون رييس امير خان يار وايي، چې يو شمېر بوديجوي واحدونو له قانون څخه سرغړونه كړې ده.
له بحث او خبرو وروسته ولسي جرگې د رايو په اكثريت د۱۳۹۱ ل كال قعطيه رد كړه او له بوديجوي بنسټونو يې وغوښتل، چې د دوى قناعت حاصل كړي.
