سیمه ییز خبرونه
ولسي جرگې څلور تنه وزيران د استيضاح له لست څخه واېستل
Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱
ولسي جرگې د هغو وزيرانو له لست څخه څلور تنه وايستل، چې تمه كېږي استيضاح به يې كړي.
دا هغه وزيران دي، چې په وېنا يې له ديارلس سوه نويم كال وروسته د وزيرانو په توگه ټاكل شوي دي.
ولسي جرگې دوى اوونۍ مخكې په اكثرېت راېو پرېكړه وكړه، چې د كابينې هغه وزيران به استيضاح كړي، چې نه دي توانېدلي، پنځوس په سلو كې پرمختيايي بودجه مصرف كړي.
اوس ولسي جرگه غواړي خپله پرېكړه بدله كړي.
دوى د هغو وزيرانو له استيضاح څخه لاس په سر شوي، چې له ديارلس سوه نويم كال وروسته د وزيرانو په توگه معرفي شوي دي.
د جرگې د غړو دا فېصله د ځينو نورو غړو د تند غبرگون لامل شوه.
د ولسي جرگې په دې پرېكړه كې روښانه نه شوه، چې كوم څلور وزيران د استيضاح له لست څخه ايستل شوي دي.