لوبی

ویسټ انډیز لوبډله د سکاتلیند پر وړاندې له ماتې وروسته نړیوال جام ته له لار موندلو بې برخې شوه

Published

on

(Last Updated On: چنګاښ ۱۲, ۱۴۰۲)

د شنبې پر ورځ سکاتلیند کرکت ملي لوبډلې ویست اندیز ته د اووه ویکتو پر توپیرماتې ورکړه او د لومړي ځل لپاره یې له نړیوال جام سیالیو بې برخې کړ.

د فرانسې خبري سرچینې د څرګندونو له مخې؛ ویست اندیز لوبډله، چې د خپلو هیلو د ساتلو لپاره یې بریا ته اړتیا درلوده؛ په ۵۰ اوورونو کې د ۱۸۱ منډو پر جوړولو وسوځېده او سکاتلیند ورکړ شوی هدف په ۶.۳ اوورونو کې پوره کړ.

ویست اندیز اوس‌مهال د شپږ غوره لوبډلو ته د لارموندنې لپاره هیڅ امتیاز نه‌لري. دې لوبډلې له دې مخکې هم د کوربه لوبډلې زیمبابوی او هالیند پر وړاندې ماتې خوړلې او دوه نورو سیالیو ته سترګې پر لار ده.

سکاتلیند اوس له زمبابوی او سریلانکا څخه یوازې دوه امتیازونه شاته دی. د سکاتلیند راتلونکې دوه سیالۍ به د زیمبابوې او هالیند پر وړاندې وي.

ویست اندیز د نړیوال جام په هر پړاو کې، چې تر دې دمه تر سره شوي؛ ګډون کړی دی. دغې لوبډلې په ۱۹۷۵ او ۱۹۷۹ کلونو کې لومړي دوه پړاوونه ګټلي دي.

د آریانا تلویزیون دغه سیالۍ هره ورځ په ژوندۍ بڼه له تلویزیون او اوبپاڼې خپروي.

له لوبې مخکې پروګرام د کابل پر وخت د سهار پر ۱۱:۰۰ بجو پیل او لوبه د کابل پر وخت د سهار په ۱۱:۳۰ بجو پیلېږي.

دغه سیالۍ به په یو وخت د اریانا تلویزون له اوبپاڼو څخه خپرې شي.

www.arianatelevision.com/live

 او

www.arianatelevision.com/icc-live

د اریانا تلویزیون د سیالیو مهالوېش لپاره  داځای کېکاږئ.

Trending

Exit mobile version