سیمه ییز خبرونه

يوشمېرهېوادونه په بېلابېلو بڼو د افغانو ملي يوالي ته زيان رسوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان علومواكاډمي وايي:

په هېواد كې د ملي يوالي د ټينگښت په موخه بايد خلك د اسلامي اصولو په رڼا كې ژوند وكړي او پرينږدي، چې خلك په بېلابېلو نومونو ووېشل شي.

د افغانستان علومواكاډمۍ له خوا د دوشنبې په ورځ (د لړم۲۹) د ملي يووالي د ارزښت په اړه يو ورځنى سيمينار پرانيستل شو.

دعلومو اكاډمۍ غړى سرمحقق عبدالحكيم ساپى وايي، چې:

يو شمېر گاونډ او نورهېوادونه په افغانستان كې خپلو موخو ته د رسيدو په خاطرغواړي، چې په افغانانو كې قومې، ژبني، حزبي، مذهبي او سمتي تربگنۍ رامنځته كړي.

دعلومو اكاډمۍ غړى محقق عبدالهادي ساپى وايي:

په افغانستان كي بېلابېلو قومونو د تاريخ په اوږدو كې په ملي يووالي كې ژوند كړى او په همدې ډول د اسلامي اصولو په رڼا كې په ژوند كولو بايد د نفاق اچولو ټولې بهرنۍ دسيسې شنډې كړي.

د سيميناربرخوالو ټينگار وكړ، چې د ملي يووالي ټينگښت كولى شي په هېواد كې روانې ستونزې حل كړي.

Trending

Exit mobile version