سیمه ییز خبرونه

يوناما د حقيقت موندنې له پلاوي سره همكاريو ته چمتوالى وښود

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

په كابل كې د ملگرو ملتونو سياسي څانگې( يوناما) له بنديانو سره د ناسم چلند او شكنجې په تړاو د حقيقت موندنې له پلاوي سره د لازمو همكاريو لپاره چمتوالى وښود.

دې ادارې د حقيقت موندنې د افغان پلاوي هغه څرگندونې رد كړې، چې د يوناما له خوا ورسره همكاري نه ده شوې.

د يوناما مسوولين وايي:

موږ د خپلو قوانينو په چوكاټ كې لازمه همكاري كړې ده.

د ملگرو ملتونو سياسي څانگې  د جمعې په ورځ(د سلواغې۲۷) د يوې اعلاميې په خپرولو په ډاگه كړه، چې:

د افغان حكومت تركنترول لاندې زندانونو كې د بنديانو د شكنجې د مخنيوي او درملنې لپاره له هر بنسټ سره مرستې كوو.

د افغان حكومت تر كنترول لاندې زندانونو كې له بنديانو سره د ناسم چلند په باب د يوناما  له رپوټ وروسته افغان دولت يوپلاوى وگماره، چې په دې تړاو څېړنې وكړي.

دې پلاوي له څېړنو وروسته د سلواغې په ۲۱ نېټه د بنديانو شكنجه كول او ور سره ناسم چلند تاييد كړ.

په افغانستان كې د بنديانو د شكنجې د څېړنو كميسيون رييس عبدالقادر عدالت خواه وايې:

يوناما هغه كسان نه دي ور پېژندلي، چې وايې شكنجه شوي او يا وهل شوي دي.

په افغانستان كې د ملگرو ملتونو د سياسي څانگې د بشري حقونو د څانگې مشرې جورجيت گنيان د افغان پلاوي دا ادعا رد كړې او وايې:

موږ له افغان پلاوي سره د امكان تر بريده همكاري كړې ده. مونږ له  دې پلاوي سره دوې ليدنې درلودې او اوږدې خبرې  مو وكړي. موږ همدا راز كوم معلومات، چې كولاى مو شواى د ملگرو ملتونو د سازمان د تگلارو او قوانينو پر بنسټ برابر كړو، هغوى ته وسپارل.

د حقيقت موندنې پلاوي د بنديانو ستونزو ته د اشارې تر څنگ د ستونزې د حل لپاره ولسمشر ته دولس ماده ييز وړانديز كړى دى.

پلاوى وړانديز كړى، چې:

ولسمشر دې د كورنيو چارو او عدليې وزارتونو او د ملي امنيت لوى رياست ته امر وكړي، چې بنديان مدافع وكيل او نورو حقوقي چارو ته لاسرسى ولري.

جورجيت گنيان وايي وايي:

موږ د افغان پلاوي له رپوټ او وړانديزونو څخه هركلى كوو، چې وايې، د كورنيو چارو او عدليې وزارتونه، لويه څارنوالي او د ملي امنيت لوى رياست دې د دغو وړانديزونو د عملي كولو لپاره بېړني اقدامات وكړي. يوناما چمتو ده، چې له اړوند بنسټونو سره همكاري وكړي او په زندانونو كې شكنجې له منځه يوسي.

كه څه هم افغان حكومت تل له نړيوالو ځواكونو څخه د بنديانو د ور سپارلو پر سر تينگار كوي، خو ناتو له دې بنديانو سره د ناسم چلند او شكنجو په دليل اندېښنې ښودلي او يو ځل يې افغان لوري ته د بنديانو د سپارلو بهير هم وځنډاوه.

اوس داسې ښكاري، چې افغان حكومت په يو ډول غواړي، چې دا بهير له نږدې وڅاري او افغان لوري ته  د بنديانو د ور سپارلو په وړاندې خنډو نه له مخې ليرې كړي.

Trending

Exit mobile version