سیمه ییز خبرونه
يو شمېر ترهگر له پاكستان څخه د بريدونو لپاره افغانستان ته را اوړي- دوبينز
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړى استازى جيمز دوبينز، چې په دې وروستیو ورځو کې يې افغانستان او پاکستان ته سفر کړی و، وايي:
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانگړي استازي جيمز دوبينز منلې، چې يو زيات شمېر ترهگر په پاكستان كې شتون لري او د بريدونو او جگړې د غزولو لپاره افغانستان ته را اوړي.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړي استازي جيمز ډوبينز له بي بي سي سره په مركه كې ويلي، په دې اړه يي له پاكستاني چارواكو سره اوږدې خبرې كړي.
ښاغلي دوبينز په ډاگه كړه، چې:
په پاکستان کې افغان سخت دریځي په ښکاره او په پوره ازادۍ فعالیت کوي، چې د اندېښنې وړ ده. له پاکستان څخه په افغانستان کې د ورانکارو فعالیتونو د مخنیوي لپاره باید افغانستان، پاکستان او امریکا په خپل منځ کې خبرې وکړي.
جيمز دوبينز ويلي، ښايي تر درې راتلونكيو مياشتو پورې له افغان طالبانو سره خبرې پيل شي؛ خو ده نه دي ويلي، چې طالب استازي به له امريكايانو او كه د افغان دولت له استازيو سره خبرې كوي.
د افغانستان او پاكستان لپاره د امريكا ځانګړى استازى جيمز دوبينز ۲۰۱۴م كمال ته په نغوته وويل:
که کابل وغواړي، چې امریکا خپل ټول ځواکونه له افغانستان څخه وباسي، امریکا به دا کار وکړي؛ خو مونږ پوهيږو، چي افغانستان ناتو ځواکونو ته اړتیا لري، د افغانستان حکومت د دغو ځواکونو د حضور د دوام غوښتونکی دی او مونږ له دوی سره ژمنه کړې، چې بهرني ځواکونه به په افغانستان کې وي.
جيمز دوبينز په داسې حال كې د پاكستان په خاوره كې د وسلوالو سخت دريځو پر شتون او فعاليت اندېښنه ښكاره كوي، چې د هندو په نوم هندي ورځپاڼې د دې هېواد د استخباراتي چارواكو په حواله ويلي:
د هندي او پاكستاني كشميرونو تر منځ د كنترول پر كرښه پر هندي پوځيانو د سې شنبې د ورځې حمله د آی ایس آی په مرسته افغان طالبانو کړې وه، چې په کې پېنځه هندي پوځیان ووژل شول.
په هره توگه له څو كلونو را په ديخوا افغان دولت ټينگار كوي، چې ترهگر د افغانستان په كليو او بانډو كې شتون نه لري او په كار ده ور سره هلته مبارزه وشي، چېرې، چې اډې او مركزونه لري.
