پرمختګ او بشپړتیا
يو شمېر زورواكان په غير قانوني كړنو د ښاروالۍ د پروگرامونو مخه نيسي- نوانديش
كابل ښاروال وايي:
يو شمېر زورواكان هڅه كوي، چې له قانون څخه په سرغړونه او په غيرقانوني كړنو د دوى د پروگرامونو مخه ونيسي.
هغه، چې د ميلاد كابل په دوه يم سيمينار كې خبرې كولې؛ يوځل بيا يې د كابل ښار د بڼې پر بدلون ټينگار وكړ.
د ميلاد كابل د علمي او څېړنيز سمينار موخه د ښاري ژوند دودول او د كابل د تمدن او تاريخ په اړه د هغو كسانو خبرول دي، چې په دې ښار كې يې استوگنه غوره كړې ده .
د( ميلاد كابل ) د دوه يم علمي او څيړنيز سيمينار مراسم د كابل ښاروالۍ په نوښت جوړ شوي، چې د كابل ښاروالۍ، كابل پوهنتون د استادانو، يو شمېر پوهانو، د افغانستان د علومو اكاډمۍ او كورنيو چارو او اطلاعات او فرهنګ وزارتونو په گډون د جوړ شوي كميسيون له خوا رهبري كيږي.
د دې سمينار موخه د كابل ښار د وروستيو دوه سوه كلونو سياسي، ټولنيزاو فرهنگي ارزښتونه دى .
په دې سيمينار كې د ښاري ژوند د دودولو په برخه كې د خلكو د هڅوولو په موخه علمي او څېړنيزې مقالې او نورې لارې چارې وړاندې شوې .
كابل ښاروال محمد يونس نو انديش وايي:
د يوې ښكلې پلازمېنې د درلودو په موخه له ټولو ننگونو سره سره هوډمن يو، چې په ښار كې بدلونونه رامنځته شي.
لس كاله مخكې كابل ښار د نورو لسگونو ستونزو ترڅنگ مناسبه بڼه هم نه درلوده، چې حتا د يو شمېر ولايتونو له مركزونو سره يې چندان توپير نه درلود .
ياده دې وي، چې اوس ډېرې لوړ پوړې ودانۍ، چې هوټلونه، رستورانتونه او سوداگريز ماركيټونه لرو، چې د خصوصي سكتور له خوا جوړ شوي دي .
په دې لږ پرمختگ سره د كابل ښار د اوسيدونكيو شمېر هم زيات شوى، چې د كابل ښاروالۍ په وينا په تېرو اووه كلونو كې د ولايتونو څلور ميليون اوسيدونكي د كابل پر نفوس ور زيات شوي دي، خو دا، چې آيا دا كسان له ښاروالۍ سره همكاري كوي او كه يې تراوسه هم د ښاري ژوند دود نه دى خپل كړى كابل ښاروال وايي:
دا، چې د كابل ښار اوسيدونكي په خپله پوهيږي، چې د دوى له همكارۍ پرته به هيڅ بنسټ او اداره ونه توانيږي، چې د يوه ښكلي او پاك ښار په درلودو بريالي شي؛ نو له كابل ښاريانو څخه د ټولو بنسټونو توقع داده، چې د چاپېريال ساتنې په برخه كې خپل ديني او اخلاقي مسووليت په سمه توگه ادا كړي
