سیمه ییز خبرونه

يو شمېر لوړ پوړي چارواكي له جنايي مجرمينو دفاع كوي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د كابل د جنايي جرمونو د څېړنو رييس خبر دارۍ وركوي، چې:

كه يو شمېر دولتي لوړ پوړي چارواكي د مجرمينو له دفاع څخه لاس په سر نه شي؛ نو ډېر ژر به يې رسنيو ته نومونه افشا كړو.

په همدې وخت كې كابل پوليسو د سړي تښتوونكو له منگولو څخه يو ماشوم ژغورلى او خپلې كورنۍ ته يې سپارلى دى.

د كابل د امنيه كوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړلو رييس محمد ظاهر ظاهر وايي، چې:

يو شمېرلوړ پوړي دولتي چارواكي په دې هڅه كې دي، چې هغه يو كس له بنده خوشي كړي، چې د سړي تښتونې او وژنو په يوولس پېښو كې تورن گڼل شوى دى.

نوموړى د دغه كس ملاتړي مجرمان بولي او خبردارۍ وركوي، چې دغه تورن كس به له مجازاتو پرته خوشي نه شي.

په همدې حال كې د كابل پوليس د لومړي ټولگي يو زده كوونكى، چې شاوخوا يو مياشت وړاندې تښتول شوى و او تښتوونكو يې د خلاضون په بدل كې د نوموړي له كورنۍ څخه يو ميليون ډالرغوښتل د سړي تښتوونكو له منگولو ژغورلى دى.

په داسې حال كې، چې دغه ماشوم يوه مياشت د سړي تښتوونكو په بند كې تېره كړې؛ خو تېره اوونۍ د كابل د امنيه كوماندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رييس اعلان وكړ، چې په كابل كې د انسان تښتونې د پېښو كچه صفرته راټيټه شوې ده.

نوموړى له خلكو غواړي، چې:

كه د كورنۍ غړي مو تښتول كيږي؛ نو د خلاصون لپاره يې پيسې ورنكړئ؛ ځكه، چې موږ په كابل كې د سړي تښتوونكو د نيولو لپاره بشپړامكانات په واك كې لرو.

Trending

Exit mobile version