تازه خبرونه
ټاپي پروژه د سیمهییزې همغږۍ او اقتصادي سولې څلی پېژندل کیږي – ترکمنستان
د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمنګاز دولتي ادارې رییس مقصت بابایوف په” ۲۰۲۵ – ترکمنستان تېل او ګاز ” تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې د ټاپي پروژې د صادراتي لارو پراخېدا په سیمه کې د اقتصادي سولې او همغږۍ پراخولو لپاره د هېواد یو اړین سټراټیژیک پروګرام دی.
ترکمنستان یو ځل بیا د ګازو د صادراتي لارو د پراختیا او پراخېدا پر ژمنې ټینګار کړی؛ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند (ټاپي) د ګازنللیکې پروژه یې د سیمهییزې همغږۍ او اقتصادي سولې د څلي په توګه معرفي کړې ده.
د ترکمنستان د دولت وزیر او د ترکمنګاز دولتي ادارې رییس مقصت بابایوف په” ۲۰۲۵ – ترکمنستان تېل او ګاز ” تر سرلیک لاندې نړیوال کنفرانس کې ویلي، چې د ټاپي پروژې د صادراتي لارو پراخېدا په سیمه کې د اقتصادي سولې او همغږۍ پراخولو لپاره د هېواد یو اړین سټراټیژیک پروګرام دی.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ د ټاپي پروژه به په کال کې تر ۳۳ میلیارډ مکعب مټره پورې طبیعي ګاز له ګالکینیش ساحې څخه د سویلي او سویل ختیځې آسیا مخ پر ودې بازارونو ته ولېږدوي.
بابایوف زیاته کړې: “ټاپي نه یوازې د انرژۍ لار ده، بلکې د سولې او همغږۍ دهلیز هم دی، چې د سیمې د هېوادونو ترمنځ به د اقتصادي ودې او ښه ګاونډیتوب بنسټ کېدي.”
هغه ویلي، چې ترکمنستان د خپلې ځمکې اړوند برخه بشپړه کړې او د افغانستان په خاوره کې د سرحدآباد-هرات برخې پر جوړولو کار پیل شوی دی.
ترکمنستان ټینګار کړې؛ د ګالکینیش ساحې د پراختیا څلورم پړاو به د راتلونکي کال په لومړیو میاشتو کې پیل شي، چې د صادراتو لپاره ډېر ګاز چمتو شي.
د اقتصادي چارو شنونکي پدې اند دي، چې د ټاپي پروژې پوره پليکېدا نه یوازې د څلورو غړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې کولی شي، بلکې د انرژۍ رسولو او د سیمې په پرمختګ کې هم اړین رول لوبولی شي.