Connect with us

تازه خبرونه

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګي کمیسیون په چک لیستونو کې د نیمګړتیاوو تایید کړی

خپور شوی

د

(Last Updated On: لړم ۳, ۱۴۰۱)

vlcsnap-2014-09-03-19h20m06s199

ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګۍ کمیسیون د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د رایو د چک لیستونو د خانه پورۍ پر څرنګوالي نیوکه کوي.
د دغه کمیسیون مرستیال وایي، چې په دغو چک لیستونو کې زیاتې ستونزې شته، چې دوی د څېړنو پر مهال ور سره مخامخ شوي دي.
ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګي کمیسیون په یوې علني ناسته کې د ۲۳۶محلونو په باب، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون مخکې باطل اعلام کړي وو، د تحول او تداوم د ټاکنیز ټیم د یواتیا شکایتونو پر بنسټ ۶ محلونه د اعتبار وړ وبلل.
خو اوس، چې د ولسمشرۍ د دوهم پړاو ټاکنو د ټولو رایو د تفتیش پروسه د پای ته رسېدو په حال کې ده، ټاکنیزو شکایتونو ته د رسیدګي کمیسیون په چک لیستونو کې د ځینو نیمګړتیاو خبره کوي.
د دغه کمیسیون مرستیاله ریدا عظیمي وایي، دا ستونزه د ټاکنو د خپلواک کمیسیون د کارکوونکو د نه روزلو له کبله را منځته شوې ده.
په همدې حال کې د تحول او تداوم ټاکنیز ټيم غړی سید حبیب هاشمي د ټاکنو پر خپلواک کمیسیون تور لګوي، چې د رایو د باطلولو بهیر د سیاسي پرېکړو پر اساس مخته وړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمیسیون ویاند نور محمد نور وایي، رایي د هغې لایحې له مخې، چې د دواړو ټیمونو له خوا منل شوی، باطلېږي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اصلاحاتو او همپالنې ټاکنیز ټیم د رایو د باطلولو پر تګلارې انتقاد وکړ او د ټاکنو له تخنیکي پروسې ووت.

Advertisement

تازه خبرونه

OIC summit urges IEA to respect girls’ right to education

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۷, ۱۴۰۳)

The 15th summit of the Organization of Islamic Cooperation (OIC) in Gambia on Sunday called on the Islamic Emirate of Afghanistan (IEA) to respect Afghan girls and women’s right to education and work.

In a declaration, OIC described the right to education and work as the fundamental rights of Afghan girls and women, and called for more communication with the IEA authorities on these issues.

Additionally, the participants emphasized the need for more efforts to address the challenges related to ethnic groups, drugs, terrorism, and social issues to ensure inclusive governance and sustainable peace and stability in Afghanistan.

“We also emphasize the need to make more efforts to address the challenges associated with ethnic groups, terrorism, drugs and social aspects for inclusive governance to achieve sustainable stability,” the declaration said.

Delegations from the 57 OIC member states attended the conference, organized by the Organization of Islamic Cooperation under the theme “Enhancing unity and solidarity through dialogue for sustainable development.”.

The summit was also attended by an IEA delegation.

Continue Reading

تازه خبرونه

څار: د ملګرو ملتونو له‌خوا د افغانستان د بشري حقونو د ملي راپور منل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

Continue Reading

تازه خبرونه

مولوي عبدالکبیر د کازان نړیوالې ناستې ته وبلل شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۶, ۱۴۰۳)

په کابل کې د روسیې سفیر د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر ته په هغه نړیواله غونډه کې د ګډون بلنه ورکړه، چې د دغه هېواد د تاتارستان په کازان ښار کې جوړېږي.

د ارګ د څرګندونو له مخې نن یکشنبه په کابل کې د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د روسیې سفارت له چارسمبالي سره په لیدنه کې پر همکاریو، تعامل  او اقتصادي پیاوړتیا ټینګار څرګند کړ.

مولوي عبدالکبیر نوموړي ته د ښه راغلاست تر څنګ له بلنې مننه کړې او څرګندوي، چې له مسکو سره د کابل اړیکې د دواړو خواوو په ګټه دي او کولی شي په سیمه کې د ثبات او پرمختګ سبب شي.

ارګ د روسیې سفارت د چارسمبالي دیمتري ژیرنوف د څرګندونو له مخې ویلي، چې د اسلامي امارت او روسیې د دوه اړخیزو همکاريو او تعامل پراختیا کولی شي د سیمې د ثبات او د افغانستان له اقتصادي پیاوړتیا سره مرسته وکړي.

په دې ناسته کې دیمیتري ژیرنوف زیاته کړې، چې روسیه په بېلابېلو برخو کې له افغانستان سره همکارۍ ته چمتو ده او غواړي د دواړو لورو تر منځ اړیکې نورې هم وغوړېږي.

نوموړي د افغانستان په اړه په نړیوالو ناستو کې د روسیې پر مثبت نظر د ټینګار ترڅنګ زیاته کړې، چې مسکو په مهمو ناستو کې د اسلامي امارت نظر ته ارزښت ورکوي.

ویل کیږي، چې، مولوي عبدالکبیر د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکي مهمې او دوستانه وبللې او له روسي پانګوالو یې وغوښتل، چې په افغانستان کې پانګونه وکړي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!