تازه خبرونه

ټاکنیزو شکایاتو کمیسیون ۳۵ نوماندان له وروستي نوملړه حذف کړل

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

د ټاکنیزو شکایتونو کمیسیون د ضیاالحق امرخېل، فوزیه کوفي، مولوي ترخېل، مریم کوفي، زرداد فریادي، قیس حسن او اکبر ستانکزي په ګډون ۳۵ نوماندان له خپل وروستي نوملړه حذف کړي، چې په اړه يې د غصب، تښتونې او قانون ماتونې شکایتونه ثبت شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون د ولسي جرګې د نوماندانو په تړاو د شکایتونو او اعتراضونو د څېړلو په پایله کې ۳۵ تنه له وروستي نوملړ حذف کړل، چې بشپړ نومونه یې په لاندې ډول دي:

احمد شاه شمس، محب الله او امان هوتکي د روزگان، عبدالرحمان شیداني د بامیان، فوزیه کوفي، محمد نبي بیان، عبدالصمد عبدالحمید او مریم کوفي د بدخشان، سید جغفر نادري، اسدالله اسلامزوی او حیات الله وفا د بغلان، اسدالله شریفي د بلخ، غلام حید جیلاني او نور احمد سکندر د پروان، الله میر او نوید ابراهیم خېل د پکتیا، بشیر قانت او اسدالله ایوب د تخار، لیاقت الله بابکرخېل او جبار جبار خېل د خوست، معصومه خاوري، آصف عظیمي او رییس خیرالله د سمنگان، سخی نوید د فاریاب، قیس حسن، الحاج مولوی تره خېل محمدي، سید داوود نادري، صداقت زاهد، ضیاء الحق امرخېل، احسان الله عاطف د کابل، شېرعلی احمدزی او زرداد فریادي د کابل کوچیانو، شایسته باز ناصري د کندوز، اکبر ستانکزی د لوګر او جاوید زمان د ننگرهار له حوزو حذف شوي دي.

د ټاکنیزو شکایتونو د خپلواک کمیسیون د دارالانشا رییس علی رضا روحاني وایي، چې د اعتراضونو او شکایتونو له څېړلو وروسته ۳۵ نوماندان له وروستني نوملړه حذف شول، پېنځه څلویښت نورو ته یې د پاملرنې سپارښتنه شوې او د یو سلو دوه کسانو نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته لیږل شوی دی.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون غړی حفیظ الله هاشمي وایي، پر نورو مونږ څه نیوکه نلرو؛ خو د ټاکنیزو شکایتونو د یوسلو دوه کسانو نوملړ به وکتل شي.

د ټاکنو څارونکي بنسټونه د اعتراضونو او شکایتونو په څېړلو کې پر روڼتیا ډېر باوري نه ښکاري.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ غړی شمس راسخ وایي؛ مونږ اندېښمن شوي یو، هغه زورواکان باید حذف شوي وای، چې نه دي شوي.                  

د ټاکنیزو شکایتونو خپلواک کمیسیون وروستی نوملړ د ټاکنو خپلواک کمیسیون ته رسیدلی دی او د ولسي جرګې ټاکنو ته شاوخوا دوه زره کسان نوماندان دي.

Trending

Exit mobile version