تازه خبرونه
ټرمپ د افغانستان په جګړه کې د بریټانوي سرتېرو له رول ستاینه وکړه
ټرمپ له هغې وروسته، چې وویل اروپايي سرتېري د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وه؛ په بریټانیا او ټوله اروپا کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له هغې وروسته، چې د افغانستان په اړه د ناټو د سرتېرو په تړاو د هغه څرګندونې د بریټانیا د لومړي وزیر کییر سټارمر له لوري «سپکاوي کوونکې او وېرونکې» وبلل شوې؛ د بریټانوي سرتېرو رول وستایه او هغوی یې زړور جنګیالي وبلل.
ټرمپ له هغې وروسته، چې وویل اروپايي سرتېري د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وه؛ په بریټانیا او ټوله اروپا کې پراخ غبرګونونه راوپارول.
نوموړي د شنبې پر ورځ په «ټروټ » پانه کې ولیکل: « د بریټانیا عالي او ډېر زړور سرتېري به تل د امریکا ترڅنګ ولاړ وي! په افغانستان کې یې ۴۵۷ کسان ووژل شول، ډېر نور سخت ټپیان شول او هغوی له سترو جنګیالي څخه ول، چې هیڅکله ماتېدلی نشي.»
د ټرمپ لومړنیو څرګندونو د سټارمر غیرمعمولي غبرګون راوپاراوه؛ هغه، چې عموماً هڅه کوي په عام محضر کې پر ټرمپ له مستقیمې نیوکې ډډه وکړي.
د بریټانیا د لومړي وزیر دفتر په دې اړه یوه اعلامیه خپره کړه او څرګندوي، چې هغه د شنبې پر ورځ له ټرمپ سره پدې موضوع خبرې کړې دي.
په اعلامیه کې راغلي: « لومړي وزیر له هغو زړورو او اتلو بریټانوي او امریکايي سرتېرو ستاینه وکړه، چې په افغانستان کې یې اوږه پر اوږه جګړه کړې او ډېری یې هېڅکله بېرته خپلو کورونو ته راستانه نهشول. مونږ باید د هغوی قربانۍ هیڅکله هېرې نهکړو.»
ټرمپ د پنجشنبې پر ورځ له فاکس بزنس سره په مرکه کې ویلي وه، چې امریکا هیڅکله ناټو ته اړتیا نلرله او زیاته کړې یې وه، چې د ناټو سرتېري د افغانستان د جګړې له لومړۍ کرښې لرې پاتې شوي وه.