تازه خبرونه

ټرمپ د افغانستان په ګډون د ۱۲ هېوادونو پر وګړو سفري بندیز ولګاوه

رویټرز راپور ورکړی، چې اغېزمن شوي هېوادونه افغانستان، میانمار، چاډ، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن دي.

Published

on

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ یو فرمان لاسلیک کړ، چې د ۱۲ هېوادونو وګړي امریکا ته له سفر منع کوي او وایي؛ دا اقدام د “بهرنيو ترهګرو” د مخنیوي او نورو امنیتي ګواښونو لپاره اړین دی.

رویټرز راپور ورکړی، چې اغېزمن شوي هېوادونه افغانستان، میانمار، چاډ، کانګو، استوایی ګینه، اریتریا، هایټي، ایران، لیبیا، سومالیا، سوډان او یمن دي.

له اووه نورو هېوادونو؛ برونډي، کیوبا، لاوس، سیرالیون، توګو، ترکمنستان او وینزویلا څخه د خلکو ننوتل به جزوي محدود شي. دا سفري محدودیتونه لومړی CBS نیوز خپاره کړل.

ټرمپ په هغې ویډیو کې، چې ایکس خپره کړې ویلي: “مونږ به د هغو هېوادونو خلکو ته اجازه ورنکړو، چې مونږ ته زیان رسوي.”

هغه وایي؛ شونې ده، چې پر نوملړ بیاکتنه وشي او نور هېوادونه ورزیات شي.

دا فرمان د ۲۰۲۵ کال د جون له نهمې د سهار پر ۱۲:۰۱ د امریکا پر ختیځ وخت(۰۴۰۱ د ګرینویچ پر وخت) د پلي کېدو وړ دی. په دې فرمان کې ویل شوي، چې له دې نېټې مخکې صادر شوې ویزې به لغوه نشي.

ټرمپ د خپل لومړي پېر په بهیر کې د اووه مسلمانو هېوادونو پر مسافرینو د سفر بندیز لګولی و. دا یوه داسې پالیسي ده، چې په ۲۰۱۸ کال کې د سترې محکمې لخوا له تائید مخکې څو ځله تکرار شوې.

پخواني ډیموکراټ ولسمشر جو بایډن، چې د ټرمپ ځای ناستی شو؛ په ۲۰۲۱ کال کې دا بندیز لغوه کړ او دا یې “زمونږ پر ملي وجدان یو داغ” وباله.

ټرمپ ویلي؛ هغه هېوادونه، چې تر سختو بندیزونو لاندې دي؛ هوډ لري، چې “د ترهګرو پراخ شتون” وساتي، د ویزې امنیتي همکارۍ او د مسافرو د هویت ډاډمنولو وس نلري، د جرمي سوابقو ناکافي ثبت او په امریکا کې د پاتې کیدو لوړه کچه لري.

هغه وويل: “مونږ نشو کولی، چې له هر هېواده آزاده کډوالي ولرو؛ ځکه مونږ د هغو کسانو، چې په خوندي او باوري ډول امریکا ته د ننوتلو هڅه کوي وارزوو.”

هغه د یکشنبې د ورځې پېښې ته نغوته(اشاره) وکړه، چې د کولوراډو په بولډر کې رامنځته شوه، چې یو سړي د اسرائیل پلوه لاریون کوونکو په ډله کې اورلګوونکی بم وغورځاوه او دې د نويو محدودیتونو اړتیا رامنځته کړه.

په دې برید کې یو مصری وګړی محمد صبري سلیمان نومي تورن شوی دی.

د امریکایي چارواکو ویلي، چې سلیمان له خپلې سیاحتي ویزې څخه ډېر وخت تېر کړی او د کار جواز یې پای ته رسیدلی و. که څه هم مصر د هغو هېوادونو په نوملړ کې ندی، چې له سفري محدودیتونو سره مخ دي.

Trending

Exit mobile version