نړۍ
ټرمپ د بودیجې د لایحې پر لاسلیک کولو د امریکا د حکومت د تر ټولو د اوږدې مودې تعطیلۍ پای ته ورسوله
ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ یو داسې لایحه لاسلیک کړه، چې د امریکا په تاریخ کې به پرې د حکومت د تر ټولو د اوږدې تعطیلي موده له ۴۳ ورځو وروسته پای ته ورسیږي. دا هڅه له هغې وروسته رامنځته شوه، چې د استازو جرګې د خوراکي توکو مرستې بیا پیلولو، د دولتي کارمندانو معاش ورکولو او د هوایي ټرافیک کنټرول خدماتو بیا پیلولو لپاره رایه ورکړه.
ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”
د دې هوکړې له پلي کېدا سره به د پنجشنبې پر ورځ حکومتي کارګران بېرته کار ته ستانه شي، که څه هم د دولتي خدماتو بیا پیلېدا به وخت ونیسي.
د بودجې دا هوکړه دولت د جنوري تر ۳۰ پورې غځوي، چې له مخې یې دولت هر کال شاوخوا ۱.۸ ټریلیون نور ډالر پر ۳۸ ټریلیوني پور ور اضافه کوي.
شنونکي وايي، چې شپږ اوونیزې تعطیلۍ د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی؛ خو ډېری زیانونه به په راتلونکو میاشتو کې جبران شي.
دواړو ګوندونو نه جمهوري غوښتونکو او نه هم دیموکراتانو یو هم له دې ناورین څخه ګټه تر لاسه نکړه. نظرپوښتنه ښیي، چې ۵۰ سلنه خلک جمهوري غوښتونکي او ۴۷ سلنه نور بیا ډیموکراتان پدې تعطیلۍ ملامتوي.
نړۍ
د ډونالډ ټرمپ په شتون کې د سپینېماڼۍ د خبریالانو کلنۍ مېلمستیا د ډزو ښکار شوه
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې: دغه وسلوال د پټو خدماتو پر مامور ډز وکړ؛ خو د امنیتي تجهیزاتو له کبله کوم زیان ورته ونهرسېد.
یو وسلوال کس د سپینې ماڼې پر کوربتوب د خبریالانو په کلنۍ مېلمستیا کې هڅه وکړه، چې د امنیتي تدابیرو له کرښې تېر شي؛ خو د امریکا د پټو خدماتو ځواکونو بېړنی غبرګون وښود او ډونالډ ټرمپ یې روغ رمټ له تالار څخه خوندي وایست.
د خپرو شویو ویډیوګانو له مخې: دغه وسلوال د پټو خدماتو پر مامور ډز وکړ؛ خو د امنیتي تجهیزاتو له کبله کوم زیان ورته ونهرسېد.
کله، چې د ډزو غږونه واورېدل شول؛ د مراسمو نږدې۲۶۰۰ ګډونوال سخت ووېرېدل او خوندي ځایونو ته ورسول شول.
نږدې یو ساعت وروسته ټرمپ اعلان وکړ، چې بریدګر نیول شوی دی. دغه مراسم وروسته لغوه شول او ټرمپ وړاندیز وکړ، چې دا به په بل وخت کې بیا ترسره شي.
هغه د امنیتي ځواکونو او د قانون پلي کوونکو ادارو له کړنو ستاینه کړې او څرګندوي، چې وضعیت په ښه توګه تر څار او واک لاندې راغلی دی.
ټرمپ دا هم ویلي، چې لومړۍ مېرمن، د ولسمشر مرستیال او د کابینې غړي ټول په بشپړ ډول روغ او خوندي دي.
په دې مېلمستیا کې د امریکا د ولسمشر پهتوګه د ډونالډ ټرمپ لومړنی ګډون و. هغه له دې مخکې هم په ۲۰۲۴ز.کال کې د ترور له دوه هڅو سره مخ شوی و. د خبریالانو دا بڼه مراسم په ۱۹۸۱ز.کال کې هم د پخواني ولسمشر رونالډ ریګن پر وړاندې د برید شاهد پاتې شوي دي.
نړۍ
له ایران سره نوې هوکړه به د پخوانۍ هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي – ټرمپ
ټرمپ په یوه لیکلي پیغام کې څرګنده کړې: «هغه هوکړه، چې مونږ به یې له ایران سره وکړو؛ د پراخ ګډ اقدام له پلان (چې د ایران د اټومي تړون په نوم پېژندل کېږي) څخه به ډېره ښه وي.»
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي؛ نوې اټومي هوکړ، چې هېواد یې له ایران سره پرې د خبرو په حال کې دي؛ د ۲۰۱۵ ز.کال د هوکړې پر پرتله «ډېره ښه» وي.
ټرمپ په یوه لیکلي پیغام کې څرګنده کړې: «هغه هوکړه، چې مونږ به یې له ایران سره وکړو؛ د پراخ ګډ اقدام له پلان (چې د ایران د اټومي تړون په نوم پېژندل کېږي) څخه به ډېره ښه وي.»
دا څرګندونې په داسې حال کې راپورته کیږي، چې ځینو ډیموکراټانو او اټومي کارپوهانو د دې خبرو اترو د چټکتیا په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
ټرمپ د ولسمشر په توګه د خپلې لومړۍ دورې(۲۰۱۸ز.کال) پر مهال د ایران، امریکا او نړیوالو قدرتونو ترمنځ له هغې هوکړې ووت، چې په ۲۰۱۵ کې لاسلیک شوې وه او هغه یې «په تاریخ کې تر ټولو بده هوکړه» وبلله.
دغه راز راپورونه ښیي؛ له ایران سره د امریکا او اسرائیلو شخړه، چې له اووه اوونیو راپدېخوا روانه ده او موخه یې د ټرمپ د څرګندونو له مخې اټومي وسلو ته د ایران د لاسرسي مخنیوی دی.
د دوه اوونیز اوربند پای ته له نږدې کېدو سره د واشنګټن او تهران ترمنځ د خبرو اترو د نوي پړاو امکانات، چې شونې ده په پاکستان کې ترسره شي؛ له ناڅرګند برخلیک سره مخ دي.
ټرمپ دا ټینګار هم کړی، چې هوکړې ته د رسېدو لپاره تر هیڅ فشار لاندې نهدی؛ خو بهیر به یې نسبتاً چټک پرمخ ولاړ شي.
دا په داسې حال کې ده، چې کارپوهان وايي: په نږدې وخت کې یوې پراخې هوکړې ته رسېدل ستونزمن دي؛ ځکه، چې د ۲۰۱۵ کال هوکړه له دوه کلونو ژورو خبرو اترو وروسته رامنځته شوه، چې د بېلابېلو برخو شاوخوا ۲۰۰ متخصصینو په کې ګډون کړی و.
نړۍ
د جګړې له پایلو د اماراتو اندېښنه؛ د تېلو په راکړه ورکړه کې د ډالرو دډې ته کولو احتمال
د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
د راپورونو له مخې؛ متحده عربي امارات له ایران سره د کړکېچ د زیاتېدا او د جګړې د پایلو له کبله خپلې جدي اقتصادي اندېښنې د امریکا چارواکو ته وړاندې کړې دي.
د والسټریټ ژورنال په راپور کې راغلي؛ اماراتي چارواکو د امریکا له مالي مسوولانو څخه له خالد محمد بالاما او سکاټ بسنټ سره په لیدنه کې د مالي ملاتړ د یوه میکانیزم د رامنځته کولو او د اسعارو د تبادلې د احتمالي هوکړې په اړه خبرې کړې دي.
سرچینې وايي؛ که ډالر ته لاسرسی محدود شي، امارات ښايي بدیلو اسعارو ته مخه کړي. لکه د چین یوان؛ دا کار کولی شي د دغه هېواد د تېلو په راکړه ورکړه کې د پام وړ بدلون رامنځته کړي.
اقتصادي کارپوهان خبرداری ورکوي، چې د تېلو په صادراتو کې ګډوډي، د هرمز تنګي له لارې د نفتلېږدوونکو کښتیو پر تګ راتګ محدودیتونه او د پانګې د وتلو د خطر زیاتوالي د اماراتو پر اقتصاد فشارونه زیات کړي دي. سره له دې هم د دغه هېواد بهرنۍ زیرمو لوړه کچه تر یوه بریده د کړکېچ شدت راکمولی شي.
امریکايي چارواکو ویلي، چې د اماراتو لپاره د اسعارو د تبادلې د کرښې جوړېدل ډېر احتمال نهلري؛ خو واشنګټن د سیمې د مالي ثبات د ملاتړ لپاره نورې لارې چارې ارزوي.
-
سیمه ییز خبرونه4 days agoایران د هرمز تنګي پر سټرټیژیکه لار خپل واک او څار زیات کړ
-
سیمه ییز خبرونه5 days agoشهباز شریف د اوربند له غځېدو هرکلی وکړ؛ اسلامآباد د سولې هوکړې هیله څرګنده کړه
-
تازه خبرونه4 days agoفرضي کرښې ته نږدې ۱۲۵ پراختیایي پروژۍ پلې کیږي
-
تازه خبرونه4 days agoپه تخار کې ولسي غونډه؛ پر ملي یووالي ټینګار او د نظام ملاتړ
-
تازه خبرونه5 days agoسویډن له افغان چارواکو او اروپايي ټولنې سره د افغان کډوالو د ایستلو په اړه همغږي تائید کړه
-
لوبی5 days agoد یو بل سپورټي پړاو پیل؛ له آریانا ټلویزیون سره د غېږنیونې غوره لیګ تړون لاسلیک شو
-
تازه خبرونه5 days agoد بشري حقونو څار بنسټ نوی راپور؛ له پاکستان څخه د افغان کډوالو د جبري ایستلو زیاتېدا
-
تازه خبرونه4 days agoولس د استخباراتي کړیو د توطیو او نیرنګونو پر وړاندې هوښیار او متحد دی -نوراللهنوري
