نړۍ

ټرمپ د بودیجې د لایحې پر لاسلیک کولو د امریکا د حکومت د تر ټولو د اوږدې مودې تعطیلۍ  پای ته ورسوله

ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”

Published

on

Last Updated on: لړم ۲۳, ۱۴۰۴

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د دوشنبې پر ورځ یو داسې لایحه لاسلیک کړه، چې د امریکا په تاریخ کې به پرې د حکومت د تر ټولو د اوږدې تعطیلي موده له ۴۳ ورځو وروسته پای ته ورسیږي. دا هڅه  له هغې وروسته رامنځته شوه،  چې د استازو جرګې د خوراکي توکو مرستې بیا پیلولو، د دولتي کارمندانو معاش ورکولو او د هوایي ټرافیک کنټرول خدماتو بیا پیلولو لپاره رایه ورکړه.

ټرمپ د لایحې د لاسلیک په مراسمو کې وویل: “مونږ باید د دې حالت د بیا رامنځته کېدو مخه ونیسو. دا د هېواد د اداره کولو لار نده.”

د دې هوکړې له پلي کېدا سره به  د پنجشنبې پر ورځ حکومتي کارګران بېرته کار ته ستانه شي، که څه هم د دولتي خدماتو بیا پیلېدا به وخت ونیسي.

د بودجې دا هوکړه دولت د جنوري تر ۳۰ پورې غځوي، چې له مخې یې دولت هر کال شاوخوا ۱.۸ ټریلیون نور ډالر پر ۳۸ ټریلیوني پور ور اضافه کوي.

شنونکي وايي، چې شپږ اوونیزې تعطیلۍ د امریکا اقتصاد ته زیان رسولی؛ خو ډېری زیانونه به په راتلونکو میاشتو کې جبران شي.

دواړو ګوندونو نه جمهوري غوښتونکو او نه هم دیموکراتانو یو هم له دې ناورین څخه ګټه تر لاسه نکړه. نظرپوښتنه ښیي، چې ۵۰ سلنه خلک جمهوري غوښتونکي او ۴۷ سلنه نور بیا ډیموکراتان پدې تعطیلۍ ملامتوي.

Trending

Exit mobile version