نړۍ
ټرمپ د جمهوري غوښتونکو له ماتې سره -سره خپلې سوداګریزې تعرفې اعلان کړې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د چارشنبې پر ورځ( د لیندۍ څلورمه) د چین، جاپان او اروپایي ټولنې پر ګډون د دې هېواد د ۱۴ سوداګریزو شریکانو پر وارداتو له نویو تعرفو لګولو خبر ورکړی دی.
د امریکا دولت د دغو هېوادونو د صنعتي تولید د اضافي وړتیاوو پر وړاندې د ۲۰ او۴۰ سلنې تر منځ د تعرفو لګولو وړاندیز کړی دی؛ خو ویل کیږي، چې وروستی نرخ له دې هېوادونو سره د واشنګټن د سوداګریزو هوکړو پر بنسټ په پام کې نیول شوی دی.
دا هڅه له هغې وروسته ترسره کیږي، چې د امریکا سترې محکمې په فبرورۍ کې د ټرمپ نړیوالې تعرفې رد کړې.
د ټرمپ دولت اوس غواړي، چې د ۱۹۷۴ز.کال د سوداګریز قانون پر بنسټ د خپلو تعرفو د پلي کولو لپاره تازه حقوقي لارې ولټوي.
د دې طرحې له مخې به چین له امریکا سره د سوداګریزې هوکړې د خوندیتابه په صورت کې له ۲۰ سلنې او د ماتې پر مهال له ۴۰ سلنې تعرفې سره مخ شي.
د ویټنام لپاره هم له واشنګټن سره د هوکړې په صورت کې ۲۰ سلنه او پرته له هغې ۳۵ سلنه تعرفه په پام کې نیول شوې ده.
دغه راز له کمبوډیا، انډونیزیا، مالیزیا، تایلینډ او بنګلهدیش څخه پر وارداتي مالونو ۱۸ سلنه تعرفه وړاندیز شوې ده.
هند به هم د سوداګریزې هوکړې په صورت کې له ۱۷ سلنې سره او پرته له هغې به له ۲۵ سلنې تعرفې سره مخ شي.
د سینګاپور لپاره هم ۱۰ سلنه تعرفه وړاندیز شوې ده.
واشنګټن چین تورنوي، چې له کورنیو صنایعو څخه پر مالي ملاتړ نړیوال بازارونه د مالونو لکه پولاد، برښنایي موټرونه او لمریزې برښنایي تجهیزاتو پر ارزانه بیه؛ پوره کوي. په داسې حال کې، چې د چین سفارت دا تور ردوي.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټرمپ تعرفو نه یوازې د ژوندانه لګښتونه اغېزمن کړي، بلکې جمهوري غوښتونکي یې د ولسمشرۍ د منځنۍ کچې په ټاکنو کې هم له ماتې سره مخ کړي دي.
د رویټرز او ایپسوس ټولپوښتنه ښيي، چې ۶۲ سلنه ځواب ورکوونکيو د ټرمپ د تعرفو د لغوه کولو لپاره د ډیموکراټانو له هڅو ملاتړ کړی دی.
کارپوهانو ویلي، چې په چین کې د اضافي تولید د وړتیاوو پر وړاندې د مقابلې لپاره به د تعرفو لغوه کول د دواړو ګوندونو لپاره آسانه نهوۍ.