نړۍ
ټرمپ د ۱۷۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د سرو ګمبزې د دفاعي ډال له طرحې مخکتنه وکړه
دا پروګرام، چې لومړی ځل په جنورۍ کې د ټرمپ پر سپارښتنه پیل شو؛ موخه یې د سپوږمکیو یوه شبکه ده، چې احتمال لري شمېر یې سلګونه وي جوړه او وکولی شي توغول شوي توغندي کشف، ودروي او که امکان ولري له منځه یوسي.
د رویټرز د څرګندونو له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې هغه د ۱۷۵ میلیارډ ډالرو پر ارزښت د توغندیز دفاعي ډال پروژې “د سرو ګمبزه” د پلي کولو لپاره یوه طرحه جوړه کړې او د دې مهم پروګرام مسوول یې د امریکا د فضايي ځواکونو یو جنرال ټاکلی دی. د دې پروګرام موخه د چین او روسیې له توغندیزو ګواښونو سره مبارزه ګڼل شوې ده.
دا پروګرام، چې لومړی ځل په جنورۍ کې د ټرمپ پر سپارښتنه پیل شو؛ موخه یې د سپوږمکیو یوه شبکه ده، چې احتمال لري شمېر یې سلګونه وي جوړه او وکولی شي توغول شوي توغندي کشف، ودروي او که امکان ولري له منځه یوسي.
ټرمپ د سپینې ماڼۍ په یوه خبري غونډه کې ویلي، چې د امریکا د فضايي ځواکونو جنرال مایکل ګټلاین د دې پروګرام د اصلي مدیر په توګه غوره شوی دی. دا پروګرام د ټرمپ د پوځي پلان جوړونې بنسټ ګڼل کیږي.
ټرمپ ویلي: ” د سرو زرو کمبزه به زمونږ له مورني هېواده ساتنه وکړي.” هغه دا هم ویلي، چې کاناډا هم په دې پروګرام کې د شاملېدو غوښتنه کړې ده.
د کاناډا د لومړي وزیر مارک کارني له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې هغه او د هغه وزیران له خپلو امریکایي سیالانو سره د نویو امنیتي او اقتصادي اړیکو په اړه پر خبرو اترو اخته دي.
په دې خبرپاڼه کې ټینګار شوی: “په دې بحثونو کې به په طبیعي ډول د نوراد NORAD بنسټ پیاوړتیا او اړوند نوښتونه لکه د سرو کمبزه شامله وي.”
ټرمپ ویلي؛ هغه تمه لري، چې دا ډال به د ۲۰۲۹ کال په جنورۍ کې د هغه د ولسمشرۍ تر پایه فعال شي؛ خو د دفاعي صنایعو کارپوهان یې د وخت او لګښت په اړه شک لري.
هغه زیاته کړې: “رونالډ ریګن کلونه وړاندې داسې یو څه غوښتل؛ خو هغه وخت دې ټکنالوژي شتون نه درلود.” ټرمپ د ” ستوریز جنګ” فضايي توغندیز دفاعي پروګرام ته نغوته( اشاره) کوي، چې ریګن په ۱۹۸۰ لسیزه کې وړاندیز کړی و.
د سرو ګمبزې پروګرام له سیاسي ننګونو او د بودجې په اړه له ناڅرګندتیاوو سره مخ دی. د ستراتیژیکو او نړیوالو مطالعاتو له مرکز څخه ټام کاراکو ويلي: “اصلي ټکی د دې پروژې لپاره د ۱۷۵ میلیارډ ډالرو بودجه ده؛ خو پوښتنه دا ده، چې د پیسو دا کچه به په څومره وخت کې ولګول شي. ښايي په لس کلونو کې.”
هغه زیاته کړې، چې د سیلیکونولي سافټویر تخصص د دې پروګرام د پرمختګ لپاره کارول کیدی شي او د توغندیو د دفاعي سیسټمونو موجوده سیسټمونه هم کارول کیدی شي.
د امریکا د کانګرس بودجې دفتر له دې مخکې اعلان کړی و، چې د سرو ګمبزې پروګرام لګښت ممکن په دوه لسیزو کې ۸۳۱ میلیارډ ډالرو ته ورسیږي.
