نړۍ
ټرمپ له ایران سره له مستقیمې لیدنې او عراقچي له نامستقیمو خبرو خبر ورکړی
ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو اترو لپاره د ټرمپ له غوښتنو سره مقاومت کړی؛ خو د نامستقیمو خبرو اترو لپاره یې دروازه پرانیستې پرېښې ده.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې پر مهال له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته نغوته(اشاره) چې د دواړو خواوو ترمنځ لیدنه به د شنبې پر ورځ په لوړه کچه وي؛ خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د دواړو خواوو ترمنځ لیدنه به نامستقیمه وي.
ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو اترو لپاره د ټرمپ له غوښتنو سره مقاومت کړی؛ خو د نامستقیمو خبرو اترو لپاره یې دروازه پرانیستې پرېښې ده.
د امریکا ولسمشر له نتانیاهو سره په کتنه ویلي: “له ایران سره زمونږ خبرې اترې په نسبتاً لوړه کچه روانې دي.” مونږ له هغوی سره مستقیمې خبرې اترې کوو. “مونږ به د شنبې پر ورځ له ایران سره په نسبتاً لوړه کچه خبرې اترې وکړو.”
هغه زیاته کړې: “مونږ به یوه ډېره مهمه ناسته ولرو او وګورو، چې څه کېږي. زه فکر کوم، چې هوکړې ته لېواله دي؛ ځکه د نورو غوراویو پر پرتله دا غوره ده.”
د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ: “ښایي له ایران سره یوه معامله وشي. که دا خبرې اترې پایلې ته ونهرسیږي، ایران به په لوی خطر کې وي.”
ټرمپ، چې د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د نتانیاهو تر څنګ ناست و؛ خبریالانو ته وویل، چې له ایران سره معامله له هغو اقداماتو څخه غوره ده، چې “زه غواړم په کې ښکېل شم، یا اسرائیل وغواړي په کې ښکېل شي.”
نوموړي زیاته کړې: “زه هیله لرم، چې دا خبرې اترې بریالۍ وي او که بریالۍ شي؛ نو دا به د ایران په ګټه وي.”
واک ته له رسیدو وروسته ټرمپ څرګنده کړې، چې هغه به د پوځي شخړې پر ځای د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته رسیدل غوره وګڼي. هغه په مارچ میاشت کې ویلي، چې هغه د ایران ستر مشر علي خامنهیي ته یو لیک لیکلی، چې د خبرو اترو وړاندیز یې کړی و.
په وروستیو اوونیو کې ایران د ټرمپ د مستقیمو خبرو اترو یا د پوځي برید ګواښونو له غوښتنې سره مقاومت کړی او پخپل دریځ یې ټینګار ته دوام ورکړی دی. دا اوس څرګنده نده، چې د شنبې ورځې خبرې اترې به مستقیمې وي او یا لکه څنګه، چې ټرمپ ویلي، یا غیر مستقیمې لکه څنګه، چې عراقچي وویل.
د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ نامستقیمې خبرې اترې هم وشوې؛ خو د پام وړ پرمختګ یې ونهکړ. د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ پېژندل شوې مستقیمې خبرې اترې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال وشوې، چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال اټومي تړون ته لار اواره کړه، چې ټرمپ وروسته ترې ووت.
ټرمپ، چې د جنورۍ په میاشت کې یې واک ته له رسېدو راپدېخوا یې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور زیات کړی دی؛ ویلي، چې هغه د پوځي شخړې پر ځای د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته رسیدل غوره ګڼي.
د فبرورۍ پر شپږمه هغه اعلان وکړ، چې د ایران ستر مشر علي خامنهیي ته یو لیک لېږلی، چې په کې د خبرو اترو وړاندیز شوی دی.
ایراني چارواکو په هغه وخت کې اعلان وکړ، چې دوی د فشار او ګواښونو لاندې خبرو اترو ته لېواله ندي، دا هغه دریځ دی، چې اوس یې ترې دډه کړې.
خامنهیي د فبرورۍ په نیمایي کې ویلي وه، چې له امریکا سره خبرې اترې “نه هوښیارانه دي او نه هم عزتمنې .”
د ټرمپ له اعلان څو ساعته مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، چې ایران د تهران د نامستقیمو خبرو اترو وړاندیز ته د امریکا د ځواب پر تمه دی.
هغه وویل، چې ایران دا وړاندیز “سخاوتمندانه، مسوولانه او عزتمن” ګڼي.
د ټرمپ له څرګندونو وروسته یوه جګپوړي ایراني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته وویل: “خبرې اترې به مستقیمې نوي … دوی به د عمان پر منځګړیتوب به وشي.”
دا خبر یو ساعت وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر د ایکس پاڼې په پوسټ کې تائید کړ. عمان، چې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري؛ له اوږدې مودې راپدېخوا د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د تبادلې لپاره د پل په توګه کار کړی دی.
نورنیوز، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا ته نږدې رسنۍ ده هم د مستقیمو خبرو اترو د امکان په اړه د ټرمپ څرګندونې د “کورني او نړیوالو عامه افکارو د نفوذ لپاره د رواني عملیاتو” یوه برخه وبلله.
یو بل ایراني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي، چې ممکن یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره شاوخوا دوه میاشتې پاتې وي؛ ځکه داسې اندېښنې شته، چې که خبرې اترې وځنډیږي اسرائیل به برید پیل وکړي.
نتنیاهو، چې د امریکا او ایران د خبرو اترو مخالف دی، له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې که ډیپلوماسي کولی شي اټومي وسلو د ایران د لاسرسي مخه ونیسي؛ ” هغه څه، چې په لیبیا کې ترسره شول، فکر کوم، چې دا به یو ښه کار وي.”
ټرمپ د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې له JCPOA څخه امریکا وایستله او پر ایران یې پراخ بندیزونه ولګول.
له هغه وخت راپدېخوا ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه په هغه تړون کې له ټاکل شويو حدونو د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.
لویدیځ قدرتونه ایران تورنوي، چې هڅه کوي د یورانیمو د غني کولو د کچې پر لوړولو د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ترلاسه کوي؛ ځکه، چې د دوی پر وینا د غني کولو دا کچه د ملکي موخو لپاره د توجیه وړ نده.
دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له لسیزو راپدېخوا د ایران نیابتي ځواکونه پر لوی لګښت د اسرائیل او امریکا له نفوذ سره د مقابلې لپاره جوړ شوي؛ په یوه نازک حالت کې دي.
د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د فلسطیني ډلې حماس لخوا په اسرائیلو له برید وروسته، چې په منځني ختیځ کې یې جګړه پیل کړه؛ نیابتي ځواکونه کمزوري شوي دي.
د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا، په غزه کې حماس او په لبنان کې حزب الله د اسرائیلو د درندو بریدونو هدف ګرځیدلي او په یمن کې حوثیان له تېرې میاشتې راپدېخوا د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.