Connect with us

نړۍ

ټرمپ له ایران سره له مستقیمې لیدنې او عراقچي له نا‌مستقیمو خبرو خبر ورکړی

ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو اترو لپاره د ټرمپ له غوښتنو سره مقاومت کړی؛ خو د نا‌مستقیمو خبرو اترو لپاره یې دروازه پرانیستې پرېښې ده.

خپور شوی

د

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اسرائیلو له لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو سره د لیدنې پر مهال له ایران سره مستقیمو خبرو اترو ته نغوته(اشاره) چې د دواړو خواوو ترمنځ لیدنه به د شنبې پر ورځ په لوړه کچه وي؛ خو د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي وايي، چې د دواړو خواوو ترمنځ لیدنه به نا‌مستقیمه وي.

ایراني چارواکو له دې مخکې ویلي وه، چې تهران د خپل اټومي پروګرام په اړه د مستقیمو خبرو اترو لپاره د ټرمپ له غوښتنو سره مقاومت کړی؛ خو د نا‌مستقیمو خبرو اترو لپاره یې دروازه پرانیستې پرېښې ده.

د امریکا ولسمشر له نتانیاهو سره په کتنه ویلي: “له ایران سره زمونږ خبرې اترې په نسبتاً لوړه کچه روانې دي.” مونږ له هغوی سره مستقیمې خبرې اترې کوو. “مونږ به د شنبې پر ورځ له ایران سره په نسبتاً لوړه کچه خبرې اترې وکړو.”

هغه زیاته کړې: “مونږ به یوه ډېره مهمه ناسته ولرو او وګورو، چې څه کېږي. زه فکر کوم، چې هوکړې ته لېواله دي؛ ځکه د نورو غوراویو پر پرتله دا غوره ده.”

د امریکا ولسمشر ټینګار وکړ: “ښایي له ایران سره یوه معامله وشي. که دا خبرې اترې پایلې ته ونه‌رسیږي، ایران به په لوی خطر کې وي.”

ټرمپ، چې د سپینې ماڼۍ په اوول دفتر کې د نتانیاهو تر څنګ ناست و؛ خبریالانو ته وویل، چې له ایران سره معامله له هغو اقداماتو څخه غوره ده، چې “زه غواړم په کې ښکېل شم، یا اسرائیل وغواړي په کې ښکېل شي.”

نوموړي زیاته کړې: “زه هیله لرم، چې دا خبرې اترې بریالۍ وي او که بریالۍ شي؛ نو دا به د ایران په ګټه وي.”

واک ته له رسیدو وروسته ټرمپ څرګنده کړې، چې هغه به د پوځي شخړې پر ځای د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته رسیدل غوره وګڼي. هغه په ​​مارچ میاشت کې ویلي، چې هغه د ایران ستر مشر علي خامنه‌یي ته یو لیک لیکلی، چې د خبرو اترو وړاندیز یې کړی و.

په وروستیو اوونیو کې ایران د ټرمپ د مستقیمو خبرو اترو یا د پوځي برید ګواښونو له غوښتنې سره مقاومت کړی او پخپل دریځ یې ټینګار ته دوام ورکړی دی. دا اوس څرګنده نده، چې د شنبې ورځې خبرې اترې به مستقیمې وي او یا لکه څنګه، چې ټرمپ ویلي، یا غیر مستقیمې لکه څنګه، چې عراقچي وویل.

د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال د امریکا او ایران ترمنځ نامستقیمې خبرې اترې هم وشوې؛ خو د پام وړ پرمختګ یې ونه‌کړ. د دواړو هېوادونو ترمنځ وروستۍ پېژندل شوې مستقیمې خبرې اترې د بارک اوباما د ولسمشرۍ پر مهال وشوې، چې د ۲۰۱۵ کال نړیوال اټومي تړون ته لار اواره کړه، چې ټرمپ وروسته ترې ووت.

ټرمپ، چې د جنورۍ په میاشت کې یې واک ته له رسېدو راپدېخوا یې په سیمه کې د امریکا پوځي حضور زیات کړی دی؛ ویلي، چې هغه د پوځي شخړې پر ځای د ایران د اټومي پروګرام په اړه یوې هوکړې ته رسیدل غوره ګڼي.

د فبرورۍ پر شپږمه هغه اعلان وکړ، چې د ایران ستر مشر علي خامنه‌یي ته یو لیک لېږلی، چې په کې د خبرو اترو وړاندیز شوی دی.

ایراني چارواکو په هغه وخت کې اعلان وکړ، چې دوی د فشار او ګواښونو لاندې خبرو اترو ته لېواله ندي، دا هغه دریځ دی، چې اوس یې ترې دډه کړې.

خامنه‌یي د فبرورۍ په نیمایي کې ویلي وه، چې له امریکا سره خبرې اترې “نه هوښیارانه دي او نه هم عزتمنې .”

د ټرمپ له اعلان څو ساعته مخکې د ایران بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وویل، چې ایران د تهران د نامستقیمو خبرو اترو وړاندیز ته د امریکا د ځواب پر تمه دی.

هغه وویل، چې ایران دا وړاندیز “سخاوتمندانه، مسوولانه او عزتمن” ګڼي.

د ټرمپ له څرګندونو وروسته یوه جګپوړي ایراني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي رویټرز ته وویل: “خبرې اترې به مستقیمې نوي … دوی به د عمان پر منځګړیتوب به وشي.”

دا خبر یو ساعت وروسته د ایران بهرنیو چارو وزیر د ایکس پاڼې په پوسټ کې تائید کړ. عمان، چې له دواړو هېوادونو سره ښې اړیکې لري؛ له اوږدې مودې راپدېخوا د ایران او امریکا ترمنځ د پیغامونو د تبادلې لپاره د پل په توګه کار کړی دی.

نورنیوز، چې د ایران د ملي امنیت عالي شورا ته نږدې رسنۍ ده هم د مستقیمو خبرو اترو د امکان په اړه د ټرمپ څرګندونې د “کورني او نړیوالو عامه افکارو د نفوذ لپاره د رواني عملیاتو” یوه برخه وبلله.

یو بل ایراني چارواکي، چې نه یې غوښتل نوم یې واخیستل شي، رویټرز ته ویلي، چې ممکن یوې هوکړې ته د رسېدو لپاره شاوخوا دوه میاشتې پاتې وي؛ ځکه داسې اندېښنې شته، چې که خبرې اترې وځنډیږي اسرائیل به برید پیل وکړي.

نتنیاهو، چې د امریکا او ایران د خبرو اترو مخالف دی، له ټرمپ سره د لیدنې پر مهال خبریالانو ته وویل، چې که ډیپلوماسي کولی شي اټومي وسلو د ایران د لاسرسي مخه ونیسي؛ ” هغه څه، چې په لیبیا کې ترسره شول، فکر کوم، چې دا به یو ښه کار وي.”

ټرمپ د ۲۰۱۷ څخه تر ۲۰۲۱ پورې د خپلې ولسمشرۍ په موده کې له JCPOA څخه امریکا وایستله او پر ایران یې پراخ بندیزونه ولګول.

له هغه وخت راپدېخوا ایران د یورانیمو د غني کولو په اړه په هغه تړون کې له ټاکل شويو حدونو د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

لویدیځ قدرتونه ایران تورنوي، چې هڅه کوي د یورانیمو د غني کولو د کچې پر لوړولو د اټومي وسلو د جوړولو وړتیا ترلاسه کوي؛ ځکه، چې د دوی پر وینا د غني کولو دا کچه د ملکي موخو لپاره د توجیه وړ نده.

دا بدلونونه په داسې وخت کې رامنځته کېږي، چې له لسیزو راپدېخوا د ایران نیابتي ځواکونه پر لوی لګښت د اسرائیل او امریکا له نفوذ سره د مقابلې لپاره جوړ شوي؛ په یوه نازک حالت کې دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د فلسطیني ډلې حماس لخوا په اسرائیلو له برید وروسته، چې په منځني ختیځ کې یې جګړه پیل کړه؛ نیابتي ځواکونه کمزوري شوي دي.

د غزې د جګړې له پیل راپدېخوا، په غزه کې حماس او په لبنان کې حزب الله د اسرائیلو د درندو بریدونو هدف ګرځیدلي او په یمن کې حوثیان له تېرې میاشتې راپدېخوا د امریکا د هوايي بریدونو هدف ګرځیدلي دي.

نړۍ

په آسټرالیا کې پر یهودي نندارې پلار او زوی برید کړی – پولیس

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

Published

on

د آسټرالیا پولیسو څرګنده کړې، چې د سیډني ښار په بونډي ساحل کې پر یهودي نندارې مرګونی ډزې پلار او زوی کړي، چې له کبله یې لږ تر لږه ۱۵ کسان وژل شوي دي.

پولیسو زیاته کړې؛ دا پېښه د یکشنبې پر ماښام هغه وخت رامنځته شوې، چې نږدې ۱۰۰۰ کسان بونډي ساحل ته نږدې په یوه پارک کې د مذهبي مراسمو د ترسره کولو لپاره راټول شوي وه. برید شاوخوا ۱۰ دقیقې روان و او د سیمې د ګډونوالو او اوسېدونکو ترمنځ یې پراخه وېره خپره کړه. د ځاني زیانمنو عمرونه د ۱۰ او ۸۷ کلونو ترمنځ راپور شوي دي.

پولیس وايي؛ ۵۰ کلن پلار د پېښې په ځای کې وژل شو او ۲۴ کلن زوی یې په روغتون کې د سختو ټپونو له کبله تر درملنې لاندې دی.

چارواکو دا پېښه هدفي او یهود ضد ګڼلې او ټینګار کوي، چې یوازې دوه بریدګر په دې پېښه کې ښکېل ول.

د چارواکو د څرګندونو له مخې؛ د پېښې په بهیر کې احمد الاحمد نومی مسلمان بریالی شو، چې یو بریدګر بې وسلې کړي او د ډېرو خلکو ژوند وژغوري.

د آسټرالیا لومړي وزیر دا برید غندلی؛ دا یې “ترهګریز عمل” وباله او د هېواد له یهوديانو سره یې پیوستون څرګند کړ.

ویل کیږي، چې دا ډزې له نږدې درې لسیزو راپدېخوا په آسټرالیا کې ترټولو بد وسلوال تاوتریخوالی ثبت شوی دی.

Continue Reading

نړۍ

ټرمپ د بېړنۍ ویزې ته د ۱ میلیون ډالرو طلايي کارت پروګرام پیل کړ

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

Published

on

د چارشنبې پر ورځ د امریکا حکومت د ټرمپ طلایي کارت نومی د ویزې یو داسې پروګرام پیل کړ، چې بهرنیانو ته به په دې هېواد کې د یو میلیون ډالرو د ورکولو په بدل کې د دایمي استوګنې د تر لاسه کولو اجازه ورکړي.

د ټرمپ کارت اوبپاڼې Trumpcard.gov د “اوس غوښتنه وکړئ” له تڼۍ کېکاږلو سره؛ لېوال غوښتونکي اجازه تر لاسه کوي، چې د دغه بهیر د ګړندي کولو لپاره په لومړي ګام کې د کورني امنیت وزارت ته ۱۵۰۰۰ ډالر وسپاري.

د پړاوونو له ترسره کولو وروسته د ویزې غوښتونکي باید “شنه کارت” ته ورته؛ په امریکا کې د ژوند او کار اجازې ته د ویزې د ترلاسه کولو لپاره ۱ میلیون ډالر ورکړي.

ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل: “دا په اصل کې شین کارت دی؛ خو ډېر غوره، ډېر ځواکمن او ډېره پیاوړی لار. د لارې جوړول یوه اړینه مسئله ده؛ باید د منلو وړ خلک اوسئ”.

د سوداګرۍ وزیر هاوارډ لوټنیک وایي، چې شاوخوا ۱۰ زره کسانو د طلایي کارت د ترلاسه کولو لپاره نوم‌لیکنه کړې او تمه ده، چې نور به هم دا کار وکړي.

لوټنیک رویټرز ته ویلي: “زه تمه لرم، چې د وخت پر تېرېدا به زرګونه کارتونه وپلورو او میلیارډونه ډالر راټول کړو.”

لوټنیک ویلي، چې د طلایي کارت پروګرام به هغه کسان امریکا ته راولي، چې اقتصاد ته ګټه ورسوي.

د ټرمپ ادارې د کډوالۍ پر وړاندې پراخه مبارزه پیل کړې ده. امریکا سلګونه زره کسان، چې په غیرقانوني توګه په امریکا کې ول؛ له هېواده ایستلي او د قانوني کډوالۍ د مخنیوي لپاره یې بېلابېل ګامونه پورته کړي دي.

لوټنیک یادونه کوي؛ د طلایي کارت یوه شرکتي نسخه هم شته او شرکتونو ته اجازه ورکوي، چې د ۲ میلیون ډالرو پر سپارلو یې د هر کارمند لپاره ترلاسه کړي.

Continue Reading

نړۍ

د امریکا په کنټاکي پوهنتون کې د ډزو له کبله دوه کسانو ته مرګ او ژوبله اوښتې

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

Published

on

رویټرز خبري آژانس راپور ورکړی؛ د امریکا د کنټاکي ایالت په یوه پوهنتون کې د ډزو له کبله یو زده‌کړیال وژل شوی او یو بل سخت ټپي دی.

ایالتي پولیسو ويلي، چې شکمن کس یې نیولی، ټپي روغتون ته وړل شوی او د پوهنتون په انګړ کې حالت عادي دی.

دغه پېښه د سې‌شنبې پر ورځ د کنټاکي ایالت په مرکز فرانکفورت ښار کې هغه وخت رامنځته شوه، چې د یوه وسله‌وال د شتون په اړه لومړني راپورونه خپاره شول. پولیسو چټکه هڅه تر سره کړه؛ شکمن ونیول شو او سیمه یې خوندي کړه.

نیویارک ټایمز د پوهنتون د ویاند د څرګندونو له مخې راپور ورکړی؛ شکمن کس زده‌کړیال نه و، خو دواړه قربانیان د پوهنتون زده‌کړیالان دي. ډزې د زده‌کړیالانو د استوګنې له ودانې بهر ترسره شوې دي.

کنټاکي پوهنتون د تورپوستو لپاره د امریکا یو تاریخي ښوونیز مرکز ګڼل کېږي، چې شاوخوا ۱۷۰۰ زده‌کړیالان لري. په دې اړه تر دې دمه نور جزئیات خپاره شوي ندي؛ خو ویل کېږي، چې وروسته به رسمي اعلامیه خپره شي.

د فرانکفورت پولیسو د نورو معلوماتو له ورکولو ډډه کړې؛ خو وایي جنایي څېړنې روانې دي، چې د پېښې انګېزه او څرنګوالی معلوم شي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!