نړۍ

ټرمپ له پوتین سره د زیلینسکي د معاملې غوښتنه وکړه

د جمعې پر ورځ په الاسکا کې د دواړو ولسمشرانو له لیدنې وروسته یوې سرچینې څرګنده کړې: ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پوتین له وړاندیز خبر کړ او وایي: که کیف د ډونیتڅک ټولې صنعتي سیمې، چې د مسکو یوه بنسټیزه غوښتنه ده وسپاري؛ د جګړې ډېرې نورې کرښې به وتړل شي.

Published

on

رویټرز راپور ورکړ، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ وویل: اوکراین باید له روسیې سره د جګړې د پای ته رسولو لپاره یوه معامله وکړي؛ ځکه، چې “روسیه یو ډېر لوی ځواک دی او دوی ندي”. دا په داسې حال کې ده، چې ولادمیر پوتین د اوکراین د ځمکو خپلولو غوښتنه کړې ده

د جمعې پر ورځ په الاسکا کې د دواړو ولسمشرانو له لیدنې وروسته یوې سرچینې څرګنده کړې: ټرمپ د اوکراین ولسمشر ولادمیر زیلینسکي د پوتین له وړاندیز خبر کړ او وایي: که کیف د ډونیتڅک ټولې صنعتي سیمې، چې د مسکو یوه بنسټیزه غوښتنه ده وسپاري؛ د جګړې ډېرې نورې کرښې به وتړل شي.

سرچینې ویلي؛ زیلینسکي دا غوښتنه رد کړه ده.

روسیه د اوکراین یو پر پېنځمه برخه کنټرولوي او له ۲۰۱۴ کال څخه یې د ډونیتڅک شاوخوا درې پر څلورمه برخه خپله کړې ده.

ټرمپ دا هم ویلي، چې هغه له پوتین سره همغږی دی، چې د سولې تړون باید د اوربند له غوښتنې پرته، چې اوکراین او اروپایي متحدینو یې غوښتنه کړې وه؛ وشي.

ټرمپ په ټروټ پاڼه کې لیکلي: ” ټولو منلې وه؛ د روسیې او اوکراین ترمنځ د وحشتناکې جګړې د پای ته رسولو غوره لار دا ده، چې د سولې تړون وي او جګړه پای ته ورسوي؛ نه اوربند، چې ډېری وختونه نه ټینګیږي.”

زیلینسکي ویلي، چې د جګړې د درولو لپاره د روسیې نه لېوالتیا به د تلپاتې سولې د رامنځته کولو هڅې پېچلې کړي.

هغه په ایکس پاڼه کې لیکلي: “د وژنې بندول د جګړې د بندولو یو اړین عنصر دی.”

سره له دې زیلینسکي ویلي، چې هغه به د دوشنبې پر ورځ په واشنګټن کې له ټرمپ سره وګوري.

د کیف اروپایي متحدینو د ټرمپ له هڅو هرکلی کړی؛ خو ژمنه کوي، چې د اوکراین ملاتړ به روان وساتي وکړي او پر روسیه به بندیزونه سخت کړي.

د جرمني بهرنیو چارو وزیر جوهان واډفول ویلي، چې ممکن د دوشنبې پر ورځ اروپایي مشران هم د سپینې ماڼۍ په ناسته کې ګډون وکړي.

له پوتین سره د درې ساعته غونډې په اړه د ټرمپ بېلابېلې تبصرې تر ډېره د مسکو له عامه دریځونو سره سمې دي، چې وايي؛ بشپړ جوړجاړی به پېچلی وي، ځکه دریځونه بشپړ متضاد دي.

د کرملین مرستیال یوري اوشاکوف ویلي، چې د درې اړخیزې سرمشریزې په اړه هیڅ بحث ندی شوی.

ټرمپ د فاکس نیوز له شان هانیټي سره په یوه مرکه کې ویلي، چې هغه او پوتین د اوکراین لپاره د ځمکې لیږد او امنیتي تضمینونو په اړه بحث کړی او “پر لویه کچه هوکړې ته” رسېدلي دي.

هغه ويلي: “زه فکر کوم، چې مونږ یوې معاملې ته نږدې یوو.”

هغه زیاته کړې: “اوکراین یې باید ومني او شونې ده، چې ورته ‘نه’ ووایي.”

له ټرمپ وپوښتل شول، چې هغه به زیلینسکي ته څه مشوره ورکړي؟ ټرمپ وویل: “باید یوه معامله وشي.”

هغه زیاته کړې: “وګورئ! روسیه یو ډېر لوی ځواک دی او هغو ندي”.

له دې مخکې زیلینسکي ویلي وه، چې د اوکراین په اساسي قانون کې له بدلون پرته سیمې چاته سپارلی نشي او د روسیې له بیا یرغل څخه د مخنیوي لپاره یې پر امنیتي تضمینونو هم ټینګار کړی دی.

د کاناډا لومړي وزیر مارک کارني له هغه څه هرکلی کړی، چې د سولې تر تړون لاندې اوکراین ته امنیت ډاډمنوي.

هغه زیاته کړې، چې د امنیت تضمینونه “د هرې عادلانه او تلپاتې سولې لپاره اړین دي.”

پوتین، چې د بهرنیو ځمکنیو ځواکونو د ښکېلتیا مخالفت کوي؛ ویلي، چې هغه له ټرمپ سره موافق دی، چې د اوکراین امنیت باید “ډاډمن” شي.

د پوتین لپاره له ټرمپ سره ناسته، یوه بریا وه. هغه د جګړې له پیل راپدېخوا د لویدیځو مشرانو تر ګوښ لاندې و او یوازې یوه اوونۍ مخکې د ټرمپ د نویو بندیزونو له ګواښ سره مخ شوی و.

ټرمپ واشنګټن ته له راستنېدو وروسته له اروپایي مشرانو سره خبرې وکړې. ډېری یې پر روسیې د فشار ساتلو پر اړتیا ټینګار کوي.

د بریټانیا لومړي وزیر کی‌یر سټارمر ویلي، چې د جګړې پای د ټرمپ پر مهربانۍ له بل هر وخت نږدې دی؛ خو وایي: که جګړه دوام ومومي؛ نو پر روسیه به ډېر بندیزونه ولګول شي.

اروپایي مشرانو په یوه خبرپاڼه کې څرګنده کړې؛ اوکراین باید “اوسپنیز” امنیتي تضمینونه ولري او د وسلوالو ځواکونو یا د ناټو د غړیتوب پر حق یې باید هیڅ محدودیت ونه‌لګول شي. لکه څنګه، چې روسیه یې غوښتنه کوي.

ځینې اروپایي مبصرین د سرمشریزې په اړه سختې نیوکې کوي.

د جرمني پخوانی سفیر ولفګانګ ایشینګر وایي: “پوتین له ټرمپ سره په لیدنه کې له سرې غالۍ برخمن شو. پداسې حال کې، چې ټرمپ هیڅ ترلاسه نکړل”.  

روسیې د ۲۰۲۲ کال په فبروري کې پر اوکراین بشپړ برید پیل کړ او له میاشتو راپدېخوا ورو – ورو پرمختګ کوي.

د شنونکو د څرګندونو له مخې؛ دې جګړې په اروپا کې له تېرو ۸۰ کلونو راپدېخوا د خونړۍ او تر ټولو د وژونکې هغې نوم خپل کړی؛ له دواړو خواوو څخه یې له یو میلیون ډېرو خلکو ته مرګ او ژوبله اړولې ده.

Trending

Exit mobile version