Connect with us

تازه خبرونه

ټرمپ ناببره افغانستان ته د بیاراګرځېدو وړاندیز وکړ

خپور شوی

د

د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ د شنبې پر ورځ په مشیګن ایالت کې د امریکا ژغورنې د لاریون پر مهال افغانستان ته د امریکايي ځواکونو د بېرته ستنېدو وړاندیز وکړ.

هغه د تېر کال په اګست کې د امریکايي ځواکونو د وتلو پر مهال خپلو پوځي وسایلو او تجهیزاتو ته په نغوته کې ویلي؛ … مونږ باید ورشو او بېرته یې ترې واخلو.

امریکایي رسنیو په ډاګه کړې، چې لاریونکوونکیو د ډونالډ ټرمپ دا نغوته، چې د نړۍ ترټولو غوره نظامي تجهیزات ترشا پریښودل تر ټولو احمقانه کړنه ده؛ پر لوړ غږ بدرګه کړه، چې ورسره له ولولو ډکې چغې هم پورته شوې.

ټرمپ د ۲۰۲۰ کال د فبرورۍ پر ۲۹ له افغانستان اسلامي امارت (IEA) سره د امریکایي ځواکونو د وتلو هوکړه وکړه او د ۲۰۲۰ زېږدیز کال د نوامبر د اتمې په ولسمشریزو ټاکنو کې له ماتې څو ورځې وروسته یې له افغانستان څخه د ځواکونو د ایستلو امر صادر کړ.

د یادونې ده، چې د امریکا ولسمشر جو بایډن د ۲۰۲۱ کال د اګست په میاشت کې د وتلو او تخلیې عملیات پیل کړل او پر وروستۍ شپه یې د کابل هوایي ډګر د رادارو په ګډون شته الوتکې او پوځي وسایل او تجهیزات ویجاړ او ځواکونه یې خوندي ووتل.  

تازه خبرونه

څار: د پاکستان پر سیاستونو نیوکې

Published

on

Last Updated on: وری ۵, ۱۴۰۵

Continue Reading

تازه خبرونه

اسلامي امارت امریکایی بندي ډینس کویل خوشې کړ

د یاد وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ نن( سې‌شنبه د وري څلورمه ) د کویل مور د اسلامي امارت رهبر ته په یوه لیک کې د لوی اختر پر مناسبت د بښنې او د خپل زوی د خوشې کېدا غوښتنه کړې وه او سترې محکمې د هغه زندان کافي وګاڼه او د هغه د خوشې کولو پرېکړه یې وکړه.

Published

on

د افغانستان اسلامي امارت بهرنیو چارو وزارت د امریکایي وګړي ډینس کویل له بند څخه د خوشې کېدا خبر ورکړ.

د اسلامي امارت د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې دا اقدام د بشردوستانه او ښه نیت پر بنسټ کوي او باور لري چې دا ډول ګامونه کولی شي د هیوادونو ترمنځ د باور فضا پیاوړې کړي.

یاد وزارت همدارنګه هیله څرګنده کړې، چې دواړه هېوادونه به په راتلونکي کې د همغږۍ او رغنده خبرو اترو له لارې پاتې ستونزو ته حل لارې ومومي.

اسلامي امارت په دې برخه کې د متحده عربي اماراتو له همکارۍ ستاینه هم کړې ده.

دغه راز د کویل د خوشې کېدا لپاره یو امریکایی پلاوی، چې د افغانستان لپاره د امریکا پخوانی ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد هم په کې دی؛ نن (سې‌شنبه د وري څلورمه) د اسلامي امارت بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره ولیدل.

په دې لیدنه کې د متحده عربي اماراتو سفیر سیف محمد الکتبي او د بندیانو د کورنۍ یوه غړي هم ګډون درلود.

د بهرنیو چارو وزارت د مطبوعاتي خبرپاڼې له مخې؛ په دې ناسته کې امیر خان متقي زیاته کړې، چې اسلامي امارت د سیاسي اهدافو د ترلاسه کولو لپاره د هیڅ هېواد هېڅ وګړی نه‌دی بندي کړی، بلکې نیول شوي کسان له قوانینو څخه د سرغړونې پایله وه او اشخاص د قضايي پروسیجرونو له تېریدو وروسته خوشې شوي دي.

په دې ناسته کې زلمي خلیلزاد هم د اسلامي امارت له دې اقدام ستاینه وکړه او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ټولو مسلو په اړه د خبرو اترو دوام یې اړین وباله او په راتلونکي کې یې د نور پرمختګ هیله څرګنده کړه.

متقي همدارنګه ټینګار کړی، چې کابل او متحده عربي امارات باید خپلو وګړو ته معیاري قونسلګري خدمات وړاندې کړي او د افغانستان حکومت په دې برخه کې بشپړ چمتو دی.

هغه د متحده عربي اماراتو له رییس محمد بن زاید آل نهیان څخه د بندیانو د خوشې کولو په برخه کې د رغنده رول له کبله مننه وکړه او متحده عربي امارات یې د افغانستان نږدې ملګری وباله.

امیر خان متقي مخکې هم د اسلامي امارت او د بندیانو د کورنۍ ترمنځ د معلوماتو په تبادله کې د قطر د حکومت له هڅو ستاینه کړې وه.

ویل کیږي، چې د متحده عربي اماراتو سفیر د خپل هېواد چمتووالی وښود، چې په بشري ادارو کې خپل رول ولوبوي او دا ډول پرمختګونه یې د ټولو پر ګټه وګڼل.

Continue Reading

تازه خبرونه

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو کچه ۳ میلیون پونډه کړه

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

Published

on

بریټانیا له افغانستان سره د بشري مرستو په برخه کې ۳ میلیون پونډه (۳۷۵ میلیون افغانۍ) اعلان کړه، چې موخه یې د طبیعي پېښو له کبله د زیانمن شویو خلکو ملاتړ دی.

د افغانستان لپاره د بریټانیا ځانګړي استازي ریچارډ لینډزي په ایکس کې ویلي؛ دا مرستې به د اړمنو خلکو لپاره د اړینو خوړو او اړوند مرستو چمتو کولو لپاره وکارول شي.

له دې نوې مرستې سره افغانستان ته د بريټانیا سږنۍ دوه اړخیزه مرسته ۱۵۴ میلیون پونډ (۱۳.۸ میلیارډ افغانۍ) ته رسیږي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!