Connect with us

سیمه ییز خبرونه

ټرمپ پر سوریه د بندیزونو له لرې کولو او له سعودي سره د پانګونې تړون له لاسلیک خبر ورکړ

د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ امریکا هوکړه وکړه، چې سعودي عربستان به له امریکا سره د “دفاعي همکارۍ تړون” تر سرلیک لاندې د نږدې ۱۴۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت وسلې وپېري.

خپور شوی

د

رویټرز راپور ورکړ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ فارس خلیج ته خپل سفر پر سوریې د بندیز لرې کولو او په امریکا کې د سعودي د  ۶۰۰ میلیارډ ډالرو پانګونې له اعلان سره پیل کړ.

د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ امریکا هوکړه وکړه، چې سعودي عربستان به له امریکا سره د “دفاعي همکارۍ تړون” تر سرلیک لاندې د نږدې ۱۴۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت وسلې وپېري.

پر سوریه د بندیزونو پای ته رسول به د هغه هېواد لپاره یو لوی پرمختګ وي، چې له یوې لسیزې څخه ډېرې کورنۍ جګړې له کبله ویجاړ شوی دی. په تېر ډسمبر کې د اوسني ولسمشر احمد الشرع پر مشرۍ وسلوالو ولسمشر بشارالاسد نسکور او خپله واک ته ورسېدل.

په ریاض کې د پانګونې په یوه فورم کې ټرمپ وویل، چې هغه د سعودي عربستان د اصلي واکمن شهزاده محمد بن سلمان لخوا د بندیزونو د لرې کولو پر غوښتنه عمل کوي.

ټرمپ وایي؛ چې د بندیزونو لرې کول به مهم رول ولوبوي؛ ځکه اوس د دې هېواد د پرمختګ وخت دی.

دا اقدام د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون زیری لري. امریکا په ۱۹۷۹ کې سوریه د ترهګرۍ ملاتړی هېواد اعلان کړ. په ۲۰۰۴ کې یې له بندیزونو سره مخ کړ او په ۲۰۱۱ کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو وروسته له نورو بندیزونو سره مخ شو.

د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني په ایکس پاڼه کې ویلي، چې پلان شوی اقدام د سوریې د بیارغونې په لار کې د “نوي پیل” نښه ده.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ هوکړه کړې، چې د چارشنبې پر ورځ په سعودي عربستان کې له الشرع سره وګوري.

ټرمپ او د سعودي ولیعهد شهزاده د انرژۍ، دفاع، کانونو او نورو برخو پوښښ لپاره یو تړون لاسلیک کړ. ټرمپ هڅه کړې، چې له سعودي عربستان سره اړیکې پیاوړې، له اسرائیلو سره سیمه‌ییزې اړیکې ښې او د ایران پر وړاندې د یو خنډ په توګه عمل وکړي.

د سپینې ماڼۍ په معلوماتي پاڼه کې راغلي، چې دا تړون د امریکا له دفاعي شرکتونو سره د هوايي او توغندیو دفاع، هوايي ځواک او فضا، سمندري امنیت او مخابراتو په برخو کې اړیکې پوښي.

دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا تړون لاک هیډ F-35 جیټ الوتکې هم رانغاړي او که څنګه؟

سرچینې وايي، چې پدې اړه بحث شوی دی.

سعودي شهزاده ویلي، چې ټول پوځي تجهیزات یو ټریلیون ډالرو ته ورسیږي، چې په راتلونکو میاشتو کې به نور تړونونه هم لاسلیک شي.

سعودي عربستان د امریکا د وسلو یو له لویو پېرودونکو څخه دی او دواړو هېوادونو له لسیزو راپدېخوا قوي اړیکې ساتلي، چې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې پادشاهي تېل رسوي او زبرځواک امنیت چمتو کوي.

دا اړیکې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي له وژنې وروسته خرابې شوې او نړیوالې ناندرې  یې  رامینځته کړې.

ټرمپ د خپل سفر په لړ کې د دې پېښې یادونه ونکړه او بن سلمان یې ملګری وباله.

ټرمپ ویلي: “زه په رښتیا باور لرم، چې مونږ پر یو بل ډېر ګران یوو.”

ټرمپ به د چارشنبې پر ورځ له ریاض څخه قطر او د پنجشنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته په یوه سفر کې لاړ شي، چې په منځني ختیځ کې د امنیتي مسلو پرځای به پر پانګوونې راوڅرخیږي.

له ټرمپ سره په دې سفر کې د ایلان ماسک په ګډون یو سوداګریز پلاوي ملتیا کوي.

ویل کیږي، چې بن سلمان هم پر لویو اقتصادي پروژو راڅرخېدلی او یو شمېر لګښتونه یې کم کړی دي.

سیمه ییز خبرونه

په پاکستان کې د مالونو د سراسري لېږد درېدا؛ موټرچلوونکي اعتصاب کوي

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

Published

on

په پاکستان کې د مالونو لېږدوونکو او د تېلو ټانکرونو ټولنو اعلان کړی، چې له حکومت سره د خبرو له ناکامېدا وروسته به د شنبې له ورځې سراسري اعتصاب پیل کړي.

د «ډان نیوز» د راپور له مخې؛ د پاکستان د مالونو لېږدوونکو سراسري ټولنې ویاند او د مالونو د لېږدوونکو موټرو د مالکانو ټولنې مشر محمد اویس چودري ویلي، د پاکستان د اړیکو له وزیر علیم خان او نورو چارواکو سره خبرې بې پایلې پای ته رسېدلې دي.

هغه ویلي، د مالونو لېږدوونکي، د خوراکي توکو او تېلو ټانکرونه، لارۍ، ټریلرونه او نور د ښارونو ترمنځ د مالونو لېږدوونکي موټرونه به خپل خدمات ودروي.

د چودري د څرګندونو له مخې، دا به یوازې سمبولیک اعتصاب نه‌وي، بلکې تر هغې به روان وي، چې د لېږدوونکو غوښتنې ونه منل شي.

هغه زیاته کړې، چې د مالونو لېږدوونکي موټرونه له مخکې له سړکونو ایستل شوي او په ټاکل شویو ځایونو کې درول شوي دي.

د دغو ټولنو له مهمو غوښتنو څخه په ټول پاکستان کې د موټرو د محورونو د وزن د محدودیتونو یو شان پلي کول، د ډیزلو او سړکونو د مالیاتو کمول او د تکلیفي مالیې کمول دي.

لېږدوونکي همدارنګه د موټرو د ضبط په اړه د ګمرکي ځینو مقرراتو د لغوه کولو، پر سوداګریزو موټرو د جریمو د محدودولو او د درندو موټرو د موټرچلوونکو د جوازونو د ورکړې د بهیر د آسانه کولو غوښتنه کوي.

د پاکستان د اړیکو وزیر ژمنه کړې، چې د لېږدوونکو غوښتنې به وڅېړي او د خبرو بل پړاو به د دوشنبې پر سهار ترسره شي.

د لېږدوونکو ټولنې ټینګار کړی، چې تر هوکړې پورې به اعتصاب کوي.

دغه اقدام ښايي په ټول پاکستان کې د مالونو لېږد او سوداګریز فعالیتونه له خنډ سره مخ کړي.

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

د ځان‌بساینې او «رښتینې ورورولۍ» وخت رارسېدلی – عراقچي

عباس عراقچي په «ایکس‌پاڼه » کې لیکلي: د ایران وسله‌والو ځواکونو د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې «د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک» بللی؛ خپله وړتیا او چمتووالی څرګند کړی دی.

Published

on

د ایران بهرنیو چارو وزیر له ګاونډ هېوادونو غوښتي، چې سیمه‌ییزې همکارۍ پیاوړې او پخپلو وړتیاوو ډېره تکیه وکړي.

عباس عراقچي په «ایکس‌پاڼه » کې لیکلي: د ایران وسله‌والو ځواکونو د هغه څه پر وړاندې، چې نوموړی یې «د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک» بللی؛ خپله وړتیا او چمتووالی څرګند کړی دی.

عراقچي لیکلي:« د ایران پیاوړو وسله‌والو ځواکونو د نړۍ تر ټولو ګران بیه پوځي ځواک پر وړاندې خپل چمتووالی، وړتیا او ځواک وښود.»

هغه همدارنګه د اسلامي هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی او څرګندوي، چې که مسلمانان پر ګډه ودرېږي، کولی شي له بهرنیو لوریو څخه د رامنځته کېدونکو ننګونو پر وړاندې مقابله وکړي.

د ایران بهرنیو چارو وزیر د خپل پیغام په پای کې ویلي:« وخت رارسېدلی، چې یوازې پر ځان تکیه وکړو او رښتینې ورورولي ومنو.»

د عراقچي دا څرګندونې په داسې وخت کې کیږي، چې له وروستیو څو میاشتو راپدېخوا د ایران، اسرائیلو او امریکا ترمنځ سیمه‌ییز تاوتریخوالی زیات شوی او تهران د سیمې د هېوادونو ترمنځ پر همکارۍ او د بهرنیو قدرتونو د لاسوهنې پر کمولو ټینګار کوي.

#آریانانیوز #ایران #عراقچي #سیمه‌ییزه‌همکاري #منځنی‌ختیځ #امریکا #اسرائیل

Continue Reading

سیمه ییز خبرونه

که امریکا بیا برید وکړي، د خلیج د انرژۍ تاسیسات به تر برید لاندې راشي – ایران

د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.

Published

on

 

رویټرز راپور ورکړی، چې ایران د خلیج عربي هېوادونو ته خبرداری ورکړی؛ که امریکا پر دې هېواد بیا بریدونه وکړي، تهران ښايي په سیمه کې د انرژۍ مهم تاسیسات پر نښه کړي.

د باخبره سرچینو د څرګندونو له مخې؛ دا پیغام له هغې وروسته د لوړې کچې ډیپلوماټیکو اړیکو له لارې د سیمې هېوادونو ته رسول شوی، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران د انرژۍ پر شبکو او بنسټیزو تاسیساتو د برید ګواښ کړی و.

د ایران بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له سعودي عربستان، قطر، ترکیې او پاکستاني چارواکو سره په اړیکو کې له هغو هېوادونو غوښتي، چې د امریکا متحدین دې واشنګټن پر تهران له نوي پوځي اقدام څخه منع کړي.

یوه سیمه‌ییز چارواکي ویلي، د ایران پیغام روښانه و:« د ځواب لپاره چمتو یوو؛ خو ډیپلوماټیکه حل‌لاره د شخړې د پراخېدا او په سیمه کې د ډېرو ویجاړیو د مخنیوي غوره لار ده.»

خلیجي سرچینو ويلي: ایران خبرداری ورکړی، چې که د دې هېواد پر بنسټیزو تاسیساتو برید وشي؛ ښايي د سیمې د انرژۍ تاسیسات، د تېلو چاڼ‌ځایونه، د برښنا او اوبو شبکې، د ټرانسپورټ آسانتیاوې او د تېلو اړوند برخې پر نښه کړي.

دغه راز سعودي عربستان، قطر او عمان له امریکا غوښتي، چې له ایران سره خبرې اترې بېرته پیل کړي او د کړکېچ د زیاتېدا مخه ونیسي.

ډونالډ ټرمپ له دې مخکې ویلي وه، چې پر ایران یې برید درولی؛ خو په دې شرط، چې ژر هوکړې ته د رسېدا امکان موجود وي.

ایران په وروستیو کلونو کې له یو شمېر خلیجي هېوادونو او سعودي عربستان سره خپلې اړیکې ښې کړي دي؛ خو اوس هم په سیمه کې د امریکا پوځي حضور او له واشنګټن سره د عربي هېوادونو امنیتي همکارۍ د ځان پر ضد ګواښ بولي.

Continue Reading
Advertisement

Trending

Copyright © 2025 Ariana News. All rights reserved!


Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117

Warning: Undefined array key "slug" in /var/www/vhosts/ariananews.af/httpdocs/wp-includes/class-wp-theme-json.php on line 2117