سیمه ییز خبرونه

ټرمپ پر سوریه د بندیزونو له لرې کولو او له سعودي سره د پانګونې تړون له لاسلیک خبر ورکړ

د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ امریکا هوکړه وکړه، چې سعودي عربستان به له امریکا سره د “دفاعي همکارۍ تړون” تر سرلیک لاندې د نږدې ۱۴۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت وسلې وپېري.

Published

on

رویټرز راپور ورکړ، چې ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سې‌شنبې پر ورځ فارس خلیج ته خپل سفر پر سوریې د بندیز لرې کولو او په امریکا کې د سعودي د  ۶۰۰ میلیارډ ډالرو پانګونې له اعلان سره پیل کړ.

د سپینې ماڼۍ د څرګندونو له مخې؛ امریکا هوکړه وکړه، چې سعودي عربستان به له امریکا سره د “دفاعي همکارۍ تړون” تر سرلیک لاندې د نږدې ۱۴۲ میلیارډ ډالرو پر ارزښت وسلې وپېري.

پر سوریه د بندیزونو پای ته رسول به د هغه هېواد لپاره یو لوی پرمختګ وي، چې له یوې لسیزې څخه ډېرې کورنۍ جګړې له کبله ویجاړ شوی دی. په تېر ډسمبر کې د اوسني ولسمشر احمد الشرع پر مشرۍ وسلوالو ولسمشر بشارالاسد نسکور او خپله واک ته ورسېدل.

په ریاض کې د پانګونې په یوه فورم کې ټرمپ وویل، چې هغه د سعودي عربستان د اصلي واکمن شهزاده محمد بن سلمان لخوا د بندیزونو د لرې کولو پر غوښتنه عمل کوي.

ټرمپ وایي؛ چې د بندیزونو لرې کول به مهم رول ولوبوي؛ ځکه اوس د دې هېواد د پرمختګ وخت دی.

دا اقدام د امریکا په پالیسۍ کې د بدلون زیری لري. امریکا په ۱۹۷۹ کې سوریه د ترهګرۍ ملاتړی هېواد اعلان کړ. په ۲۰۰۴ کې یې له بندیزونو سره مخ کړ او په ۲۰۱۱ کې د کورنۍ جګړې له پیلیدو وروسته له نورو بندیزونو سره مخ شو.

د سوریې بهرنیو چارو وزیر اسد الشیباني په ایکس پاڼه کې ویلي، چې پلان شوی اقدام د سوریې د بیارغونې په لار کې د “نوي پیل” نښه ده.

د سپینې ماڼۍ یوه چارواکي ویلي، چې ټرمپ هوکړه کړې، چې د چارشنبې پر ورځ په سعودي عربستان کې له الشرع سره وګوري.

ټرمپ او د سعودي ولیعهد شهزاده د انرژۍ، دفاع، کانونو او نورو برخو پوښښ لپاره یو تړون لاسلیک کړ. ټرمپ هڅه کړې، چې له سعودي عربستان سره اړیکې پیاوړې، له اسرائیلو سره سیمه‌ییزې اړیکې ښې او د ایران پر وړاندې د یو خنډ په توګه عمل وکړي.

د سپینې ماڼۍ په معلوماتي پاڼه کې راغلي، چې دا تړون د امریکا له دفاعي شرکتونو سره د هوايي او توغندیو دفاع، هوايي ځواک او فضا، سمندري امنیت او مخابراتو په برخو کې اړیکې پوښي.

دا اوس هم روښانه نده، چې آیا دا تړون لاک هیډ F-35 جیټ الوتکې هم رانغاړي او که څنګه؟

سرچینې وايي، چې پدې اړه بحث شوی دی.

سعودي شهزاده ویلي، چې ټول پوځي تجهیزات یو ټریلیون ډالرو ته ورسیږي، چې په راتلونکو میاشتو کې به نور تړونونه هم لاسلیک شي.

سعودي عربستان د امریکا د وسلو یو له لویو پېرودونکو څخه دی او دواړو هېوادونو له لسیزو راپدېخوا قوي اړیکې ساتلي، چې د لاسلیک شوې هوکړې له مخې پادشاهي تېل رسوي او زبرځواک امنیت چمتو کوي.

دا اړیکې په استانبول کې د خبریال جمال خاشقجي له وژنې وروسته خرابې شوې او نړیوالې ناندرې  یې  رامینځته کړې.

ټرمپ د خپل سفر په لړ کې د دې پېښې یادونه ونکړه او بن سلمان یې ملګری وباله.

ټرمپ ویلي: “زه په رښتیا باور لرم، چې مونږ پر یو بل ډېر ګران یوو.”

ټرمپ به د چارشنبې پر ورځ له ریاض څخه قطر او د پنجشنبې پر ورځ متحده عربي اماراتو ته په یوه سفر کې لاړ شي، چې په منځني ختیځ کې د امنیتي مسلو پرځای به پر پانګوونې راوڅرخیږي.

له ټرمپ سره په دې سفر کې د ایلان ماسک په ګډون یو سوداګریز پلاوي ملتیا کوي.

ویل کیږي، چې بن سلمان هم پر لویو اقتصادي پروژو راڅرخېدلی او یو شمېر لګښتونه یې کم کړی دي.

Trending

Exit mobile version