نړۍ
ټرمپ په ایران کې د دوهيم غورځېدلي جټ د پیلوټ له ژغورولو خبر ورکړ
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګنده کړې؛ د امریکا پوځ د F-15 جنګي جټ الوتکې د دوهیم پیلوټ پر ژغورلو بریالی شوی، چې په ایران کې د عملیاتو پر مهال پر نښه شوی و.
ټرمپ په Truth Social کې لیکلي، چې پوځي افسر د ایران په غرنیو سیمو کې د دښمن د لیکو تر شا بند پاتې و، چې دښمنو ځواکونو څارلو.
د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ امریکایي ځواکونه وتوانیدل، چې «د امریکا په پوځي تاریخ کې د ترټولو زړور لټون او ژغورنې عملیاتو» په پایله کې خپل پیلوټ بریالی راوباسي.
ټرمپ زیاته کړې؛ عملیات د لسګونو پوځي الوتکو او پرمختللیو تجهیزاتو پر کارولو ترسره شول.
د هغه د څرګندونو له مخې؛ پیلوټ ټپي و، خو د هغه روغتیایي حالت ښه راپور شوی او روغ به شي.
د امریکا ولسمشر دا هم ویلي، چې د جمعې پر ورځ یو بل امریکایي پیلوټ هم ژغورل شوی و؛ خو د دوهیم هغه د ژغورلو لپاره اعلان نهشول.
ټرمپ ادعا کړې، چې دا دوه د ژغورنې عملیات د امریکایي ځواکونو لپاره له تلفاتو پرته ترسره شوي او دا یې په سیمه کې د هوايي برتري نښه وبلله.