تازه خبرونه

ټولې ادارې باید د ګومارنو په اړه له همغږې برخمنې وي – مولوي عبدالکبیر

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اسلامي امارت د مسوولانو او ادارو هڅې وستایلې او وایي، چې په دې اړه د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرول لپاره باید کوټلي بدلونونه رامنځته شي.

Published

on

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر د هېواد له اداري مرستیال عبدالسلام حنفي، د کابینې  غړیو او د اسلامي امارت یو شمېر ادارو مسوولینو سره وکتل.

په دې کتنه کې د بېلابېلو امارتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د زیاتوالي، همکاریو د پراختیا او خدمتونو د ګټورتوب په اړه بحث او خبرې وشوې.

دغه راز د اسلامي امارت اړوند مسوولینو له خلکو سره د همغږۍ پر پیاوړتیا ټینګار وکړ او څرګندوي، چې د مرکزي او سیمه‌ییزو ادارو دروازې تل د خلکو پر مخ خلاصې دي.

د ریاست الوزراء اداري مرستیال عبدالسلام حنفي ویلي، چې په دفترونو کې بیروکراسي او فساد پای ته رسېدلی؛ د خلکو غوښتنلیکونه او وړاندیزونه پخپل وخت په پام کې نیول کېږي.

هغه ټینګار هم څر\ند کړ، چې چارواکي باید د لومړیتوبونو پر غوره کولو خدمتونه تر پوښښ لاندې راولي.

د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال د اسلامي امارت د مسوولانو او ادارو هڅې وستایلې او وایي، چې په دې اړه د خلکو د ستونزو د حل او هغوی ته د اسانتیاوو د برابرول لپاره باید کوټلي بدلونونه رامنځته شي.

ویل کیږي، چې ټولې ادارې دې همغږې کار وکړي، چې د بېکارۍ او بېوزلۍ مخه ونیول شي او د اقتصادي پیاوړتیا، مثبتو ټولنیزو بدلونونو او د بېخبناوو د جوړولو لپاره بنسټیز کارونه ترسره شي.

اړوند خبرونه: 

د کورنيو توليداتو د کيفيت او صنعتي ودې لپاره دې هڅې ګړندۍ شي – مولوي عبدالکبير

افغانستان له نړیوالو معیارونو سره سم عصري تعلیمي سیستم ته اړتیا لري – مولوي عبدالکبیر

Trending

Exit mobile version