تازه خبرونه
ټول افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي – د پاکستان دفاع وزیر
هغه څرګنده کړې: “پاکستان د افغان کډوالو د شتون له کبله له پوره ستونزو سره مخ دی” او د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه کیږي؛ دا یوه داسې ادعا ده، چې تل اسلامي امارت رد کړې ده.
د سېشنبې پر ورځ (د تلې لومړۍ ) د پاکستان دفاع وزیر خواجه محمد آصف له یوې خصوصي خبري سرچینې سره په مرکه کې ویلي، چې ټول افغان کډوال باید خپل هېواد ته ستانه شي.
هغه څرګنده کړې: “پاکستان د افغان کډوالو د شتون له کبله له پوره ستونزو سره مخ دی” او د افغانستان له خاورې څخه د پاکستان پر ضد ترهګریز بریدونه کیږي؛ دا یوه داسې ادعا ده، چې تل اسلامي امارت رد کړې ده.
خواجه آصف ټینګار کړی: اسلامآباد پر ځلونو له افغان چارواکو غوښتي؛ د هغو ترهګرو د مخنیوي لپاره دې پوره هڅې وکړي، چې د افغانستان له خاورې څخه په پاکستان کې د سولې د ګډوډولو لپاره فعالیت کوي.
هغه د خپلو خبرو په یوه بله برخه کې له سعودي عربستان سره د دفاعي تړون په اړه ویلي، چې دا تړون به د دواړو هېوادونو ترمنځ دفاعي اړیکې نورې هم پیاوړې کړي.
دا په داسې حال کې ده، چې د بلوچستان عالي محکمې تېره ورځ د قاضي روزي خان بړیڅ پر مشرۍ د پاکستاني وکیل هغه غوښتنه ومنله، چې د افغان کډوالو ستنېدا تر شپږ میاشتو پورې وځنډوي؛ ځکه، چې زرګونه افغان ماشومان د بلوچستان په ښوونځیو او پوهنتونونو کې زدهکړې کوي او دا مهال به یې بېرته ستنول د دوی د زدهکړو بهیر له خنډ او ځنډ سره مخ او کورنۍ خپلې شتمنۍ له لاسه ورکړي.