تازه خبرونه
پاتې جنګي تجهیزات او د بګرام اډه بېرته ترلاسه کول یو خوب او خیال دی – ذبیح الله مجاهد
ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ په ایکس کې د افغانستان په اړه پر روانو بدلونونو کره کتنه کړې ده.
د افغانستان اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د بګرام اډې د بېرته نیولو او په دې هېواد کې د پاتې وسلو او تجهیزاتو په اړه د امریکا د ولسمشر ټرمپ د څرګندونو په غبرګون کې «دا یو خوب او خیال» وباله او د ټرمپ دا ادعا یې رد کړه، چې چین بګرام اداره کوي.
ذبیح الله مجاهد د دوشنبې پر ورځ په ایکس کې د افغانستان په اړه پر روانو بدلونونو کره کتنه کړې ده.
مجاهد د بګرام په اړه د چین د ادارې ادعا رد کړې او څرګندوي: “دا اډه د اسلامي امارت د ځواکونو په لاس کې ده.”
هغه ټینګار کړی: “افغانستان خپلواک دی او مونږ به خپله خاوره هیڅ هېواد ته ونهسپارو. بګرام زمونږ د خپلو ځواکونو په واک کې دی، نه د چین.”
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په دې وروستیو کې ویلي، چې د بګرام اډه د چین په لاس کې ده.
ټرمپ له دې مخکې د بګرام د بېرته نیولو په اړه خبرې کړې وې؛ خو د اسلامي امارت ویاند وویل: “د بګرام نیول یو خوب او خیال دی؛ امریکا هم باید له دې خیاله ځان خلاص کړي او د پخواني رژیم فراریان هم.”
هغه له اسلامي امارت څخه د امریکایي وسلو او تجهیزاتو د بېرته ایستلو په اړه دا هم ویلي: “دا وسلې غنیمت نیول شوي او مونږ یې اوس د پت، خپلواکۍ او اسلامي نظام د ساتنې لپاره کاروو.”
هغه امریکا ته خبرداری ورکړ او وایي: “مونږ د اشرف غني اداره نهیوو، چې هر څه امر کوئ؛ همغسې به عملي کیږي.”
مجاهد ویلي، چې د افغانستان په چارو کې د لویدیځ لاسوهنه ورځ تر بلې زیاتیږي. هغه زیاتوي: ” د هغو لاس تر مونږه نهرارسیږي؛ خو تبلیغات خپروي. دوی ته د ماتې هیرول اسانه ندي.”
د اسلامي امارت ویاند د ډونالډ ټرمپ څرګندونې ټاکنیزې وبللې او وایي، چې “ټرمپ اوس بېرته واک ته راګرځېدلی او ورو- ورو یې سر خلاصیږي.”
مجاهد د دې پوښتنې په ځواب کې، چې په افغانستان کې د اسلامي امارت له بیا واک ته رسېدو څخه درې نیم کاله تېر شوي او تر اوسه هیڅ هېواد د دوی حکومت پر رسمیت ندی پېژندلی او له نړۍ سره یې بانکي اړیکې هم ځنډول شوې؛ وویل: ” پر اوسني بنبست پړه نهیوو.”
هغه څرګنده کړې، چې بهرنۍ اړیکې دوه اړخیزه وي او د بل لوري له رضایت پرته د اړیکو د ښهکولو لپاره یو اړخیزې هیڅ پایلې نهلري.
هغه څرګنده کړې؛ اوس هېوادونه د امریکا له لارښوونې پرته په خپلواکه توګه اړیکې نشي ټینګولی. هغه ویلي، چې امنیت شورا او ملګري ملتونه ټول د امریکا تر نفوذ لاندې دي.
نوموړي ویلي: “سره له دې، چې فضا ترینګلې ده؛ خو مونږ له ۴۰ هېوادونو سره ډیپلوماټیکې اړیکې لرو.”
د اسلامي امارت ویاند هغو راپورونو ته هم غبرګون ښکاره کړی، چې په ترکیه کې پخواني افغان ګوندي مشران د پاکستان د استخباراتي ادارې له استازو سره لیدلي دي.
ذبیح الله مجاهد ویلي؛ استخباراتي معلومات ښیي، چې په ترکیه کې ځینو پخوانیو افغان مشرانو د آی ایس آی له استازو سره لیدلي دي.
هغه وایي، چې “دې څېرو، چې شل کاله يې طالبان له پنجاب سره د تړاو پر تور تورنول؛ اوس پخپله له آی ايس آی سره وفاداري ښيي.”
هغه څرګنده کړې، چې دې خلکو د لویدیځ استخباراتو پر ملاتړ څه ترلاسه نکړل. اوس فکر کوي، چې د آی ایس آی پر ملاتړ بېرته راستنېدلی شي. هغه تکرار کړه، چې “دا خوب او خیال دی.”
هغه د مخ پر زیاتېدونکو اندېښنو راپورونو ته په ځواب کې داسې ټینګار څرګند کړ: “په افغانستان کې بې ساری امنیت ټینګ دی. امنیتي ځواکونه ډېر کوچنی مخالف حرکت ځپي، نیسي او په ځینو مواردو کې یې حتا وژني.”
دغه راز هغه د اسلامي امارت له ځواکونو وغوښتل، چې د رسنیو د تبلیغاتو ” ښکار” او “وارخطا ” هم نشي.
