تازه خبرونه

پاتې ۶ سخت دریځي طالب بندیان له کابله دوحې ته ولیږدول شول

Published

on

(Last Updated On: وږی ۲۰, ۱۳۹۹)

حکومتي چارواکو رویترز خبري سرچینې ته په ډاګه کړې، چې نن پنجشنه ماښام مهال په یوه الوتکه کې پاتې ۶ سخت دریځې طالب بندیان له کابل څخه د دوحې پر لوري وتلي دي.

یوه چارواکي ویلي، چې دغه شپږ کسان به لږ ترلږه تر نومبره په قطر کې پاتې شي او بیا به کابل ته بېرته راولیږدول شي.

دغه شپږ طالب بندیان، چې د ۵۰۰۰ طالب بندیانو له نوملړه پاتې دي؛ په افغانستان کې یې داسې بریدونه تر سره کړي، چې نه یوازې په کې بهرنيان وژل شوي، بلکې عامو افغان وګړيو ته یې هم مرګ و ژوبله اړولې او د مخدره توکو قاچاق کوونکي هم ګڼل کیږي.

ولسمشر اشرف غني د دغو بندیانو له خوشې کولو ډډه کوله او په ځانګړي توګه هغه مهال یې دریځ غوښتلی شو، چې فرانسې او آسترالیا له امریکا وغوښتل، چې دغه شمېر بندیان د دوی د سرتېرو پر وژلو تورن دي او باید خوشې.

تر دې دمه په دې اړه ډېر جزئیات په ډاګه شوي ندي.

په هره توګه؛ د دغو بندیانو په خوشې کولو کې ځنډ د سولې خپلمنځي خبرې ځنډولي او د خبرو د پیل کولو یو خنډ هم و، چې ټاکل شوې په دوحه کې ترسره شي.

Trending

Exit mobile version