Connect with us

تازه خبرونه

پارلمان په خپلو یو کلنو هڅو کې بریالی نه و

خپور شوی

د

(Last Updated On: غبرګولى ۲۲, ۱۳۹۹)

د یو شمېر بنسټونو نوې موندنې ښیي، چې د افغانستان پارلمان په خپلو تېرو یو کلنو کړنو او په ځانګړي توګه د قانون جوړونې په برخه کې بریالی نه و.

د افغانستان پارلمان نوی پېر، چې له شپږ میاشتنیو ټاکنیزو هڅو وروسته پیل او پرې یو کال تېر شوی؛ د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ د نویو موندنو له مخې؛ په خپل یو کلن کار کې ناکام و. دا ناکامي یې ډېره د قانون جوړونې، د حکومت پر کارونو د څارنې او د ملي شورا د غړیو د غیرحاضرۍ له کبله وه.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو د بنسټ موندنې ښیي، چې ولسي جرګې په تېر یوه کال کې د استیضاح هیڅ غونډه نلرله او په ډېرو ناستو کې یې نصاب هم بشپړ نه و؛ خو د غړیو د سواد کچه، عمر، خپلواکي او د ښځو حضور د دغې دورې د ځواکمنۍ ښه  ټکي نومول شوي دي.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو  بنسټ څېړونکی  حسیب معترف وایي: په خواشینۍ، چې د ملي شورا اوومه دوره د خلکو له تمو سره سره په خپلو دندو کې ناکامه وه.

د ولسي جرګې غړی ګل احمد نورزاد وایي، چېروان بحران د دې لامل شوی، چې په ټوله کې د دولت کارونه ښه نه وي.

دا موندنې ښیي، چې د ملي شورا په ډېرو ناستو کې نصاب بشپړ نه و، چې له کبله یې د قوانینو په جوړولو او نورو لویو موضوعاتو کې هڅې ناکامې  وې.

د افغانستان د آزادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غړی عبدالباقی رشید واییو چې پارلمان باید په کلکه له حکومت وغواړي، چې نوې کابینه وروپېژني.         

د ولسمشرویاند صدیق صدیقي ویلي؛ حکومت چمتو دی، چې کابینه ژر تر ژه پارلمان ته وروپېژني.

له حکومت سره د همغږۍ هڅې، د سیاسي کړکیچ منځګړیتوب، د قطعیې په سند کې د فساد افشا کول او د سواد لوړه کچه د ملي شورا اوومې دورې ته ارزښتمن مهم ټکي پاتې دي.

تازه خبرونه

افغانستان او چین په سیمه کې پوره همغږۍ او همکاریو ته اړتیا لري – امیر خان متقي

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي ویلي، چې په سیمه کې وروستۍ پېښې او پرمختګونه ښیي، چې افغانستان او چین د ګډو ګټو د ساتلو لپاره پوره همغږۍ او همکارۍ ته اړتیا لري.

امیر خان متقي دغه څرګندونې په کابل کې د چین له سفیر ژاو‌شینګ سره په کتنه کې کړې دي.

د افغانستان بهرنیو چارو وزارت نن (سې شنبه د غویی څلورمه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې دواړو لوریو په سیمه کې د افغانستان او چین ترمنځ پر دوه اړخیزو سیاسي، اقتصادي او فرهنګي همکاریو او وروستیو پرمختګونو خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت چارسمبالي د دواړو هېوادونو ترمنځ د سیاسي، اقتصادي او فرهنګي اړیکو له پراختیا څخه خوښي څرګنده کړه او وایي، چې اسلامي امارت د سوداګرۍ او پانګونې په برخه کې ښه فرصتونه رامنځته کړي دي.

امیرخان متقي وایي: چین ته د انارو او جلغوزیو د صادراتو زیاتوالی او د مس عینک او واخان دهلیز په پروژو کې پرمختګونه د اسلامي امارت د متوازن اقتصادي سیاست ښکاره بېلګې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې؛ د چین سفیر له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې شوي پرمختګونه مثبت وګڼل او زیاتوي: چینايي سوداګر او پانګوال به وهڅوي، چې له افغانستان سره د اوږدمهاله اقتصادي همکاریو په برخه کې خپل رغنده رول ولوبوي.

هغه دا ډاډ هم ډاډ څرګند کړی، چې هېواد به یې د واخان دهلېز د مسلې په اړه د دوه اړخیزو همکاریو لارې چارې او امکانات وارزوي.

Continue Reading

تازه خبرونه

راشد خان د افغان بیسیم سوداګریز سفیر شو

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د افغان بیسیم مخابراتي شرکت څرګنده کړې، چې راشد خان د دې شرکت د سوداګریز سفیر په توګه ټاکل شوی دی.

یاد شرکت په فیسبوک پاڼه کې څرګنده کړې؛ راشد خان ځوان، ټولنیز او نومیالی شخصیت دی، چې د هېواد د کرکټ په ډګر کې ښه ځلیدلی دی.

راشد خان هم په فیسبوک پاڼه کې د افغان بیسیم د سوداګریز سفیر په توګه د ټاکل کېدو په اړه خوښي څرګنده کړې ده.

هغه افغان بیسیم د یو غوره شرکت په توګه یاد کړی او څرګندوي، چې افغان بیسیم د مخابراتو په برخه کې یو مخکښ شرکت دی.

Continue Reading

تازه خبرونه

د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اروپايي ټولنې له استازې سره ولیدل

Published

on

(Last Updated On: غویی ۴, ۱۴۰۳)

د اروپايي ټولنې او اسلامي همکاریو ټولنې استازو په افغانستان کې د بشري او تعلیمي وضعیت په اړه خبرې وکړې.

په افغانستان کې د اروپايي ټولنې چارسمبالې رافایلا یودیچه په کابل کې د اسلامي همکاریو ټولنې له ځانګړي استازي طارق علي بخیت او مل پلاوي سره وکتل.

میرمن یودیچه په ایکس پاڼه کې لیکلي، چې دوی د افغانستان پر بشري، اقتصادي او تعلیمي وضعیت خبرې کړې دي.

هغې زیاته کړې: بنسټیز ملاتړ اوس هم د خلکو لپاره اړین دی. د ښځو غږ باید په افغانستان کې د هر راز خبرو اترو او رغنده تعامل برخه وي.

له دې مخکې د اسلامي همکاریو ټولنې پلاوي د اسلامي امارت له چارواکو سره کتلي دي.

Continue Reading

Trending

Copyright © 2022 Ariana News. All rights reserved!