سیمه ییز خبرونه

پاكستان بايد د كوټې د وروستې پېښې د بريد عاملين پېدا او مجازات كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د افغانستان د ولسمشردوهم مرستيال وايي، د پاكستان حكومت بايد د كوټې د وروستې پېښې په اړه نړيوالو ته ځواب ووايې.

د افغانستان د ولسمشر د وهم مرستيال محمد كريم خليلي د چهارشنبه په ورځ ( د کب ۲ ) له هغه اعتصاب كوونكو څخه ليد نه وكړه، چي له سه شنبي راهيسي يي په كابل كې د ملګرو ملتونو دفترته نيژدې خيمه وهلې ده.

دا كسان وايي، چې د پاكستان په كوټه كې د هزاره ګانو سيستماتيكه وژنه روانه ده، چې سلګونه كسان په كې وژل شوي دي.

د ولسمشر دوهم مرستيال محمد كريم خليلي لدې كسانو سره د ملاتړ په ښودلو سره وويل:

په دې بريد كې تر دېرشو پورې افغان كډوال هم وژل شوي دي.

خليلي زیاتوی، چې پاكستان بايد د دې بريد عاملين پېدا او مجازات كړي.

نوموړي همداراز له پاكستان څخه وغوښتل، چي د دې بريدونو په مخنيوي كې، چې دى يې د هزاره ګانو نسل وژنه ګڼي لاس په كار شي.

په ورته وخت كې د ولسي جرګې غړى اسدالله سعادتي هم له پاكستان څخه غواړي، چې د دې پېښې عاملينو ته سزا وركړي.

د ولسمشر دوهم مرستيال دغه راز وايي، په پاكستان كې يې د افغانستان سفارت ته دنده سپارلې، چې د پېښې سيمې ته سفر وكړى او له زيانمنو كسانو سره خپلې مرستې وكړي.

د تېرې شنبې په ورځ د پاكستان د كوټې په هزاره ټاون كې په يوه ځانمرګي بريد كې تر ۹۰ پورې كسان ووژل شول او لسګونه نورټپيان شول.

له هغه وروسته، چې لشكرجنګوي ډلې د دې بريد مسئوليت پرغاړه واخيست په كوټه كې د شيعه مسلمانانو او هزاره ګانو مشرانو ګواښ وكړ ترهغه به خپل مړي خاورته ونه سپاري، چې غوښتنې يې ونه منل شي.

خو د چهارشنبې په ورځ  د پاكستان د اطلاعاتو مرکزي وزير قمرزمان کايره خبريالانو ته ويلي، چې د هزاره ټاون د چاودنې د تنظيموونکېو په خلاف يې هدفي عمليات پېل کړي، چې په ترڅ كې يې څلور وسله وال وژل شوي او ۱۷۰ په شاوخوا كې نور نيول شوي دي.

هغه ويلي، چې اعتصاب كوونكو هم ورسره منلې، چې د پېښې مړي خاوروته وسپاري.

Trending

Exit mobile version