سیمه ییز خبرونه

پاكستان دې د افغانستان د ثبات لپاره جدي گامونه پورته كړي

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د المان دفاع وزير د پاكستان پررهبرانو غږ كوي، چې د افغانستان د ثبات لپاره دې جدي گامونه واخلي.

هغه په كابل كې له افغان دفاع وزير سره په خبرو كې زياته كړه، چې:

جرمني به له دوه زره څوارلسم كال وروسته هم له افغانستان سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

په همدې حال كې د افغانستان دفاع وزيروايي، چې:

افغان ځواكونه پياوړي شوي او له دوه زره څوارلسم كال وروسته په افغانستان كې د حالاتو د بحراني كيدو اوازې د سيمې د هېوادونو د استخباراتو ناوړه تبليغات دي.

د المان دفاع وزيرتوماس ديميزير، چې د يكشنبې په ورځ كابل ته راغلى د دوشنبې په ورځ(د لړم۲۲) د افغانستان له دفاع وزيرسره يوې گډې خبرې غونډې ته راڅرگند شو.

ديميزيرد افغان ځواكونو وړتيا او د هغوى روحيه ځواكمنه وبلله او زياته يې كړه، چې:

المان به له افغانستان سره خپلو همكاريو ته دوام وركړي.

د افغانستان د روانې كشالې په حل كې د پاكستان رول ته په نغوته د المان دفاع وزير وويل، چې:

له پاكستانيو چارواكو سره په كتنو كې  يې د افغانستان د ثبات لپاره د جدي گامونو د پورته كولو په اړه د پاكستانيو چارواكو ډاډ ترلاسه كړى دى. د پاكستان چارواكي د افغانستان د ثبات لپاره د همكاريو تمه لري. د هغوى دا خبرې بايد عملي بڼه خپله كړي. پاكستان بايد په افغانستان كې د روغې جوړې او ثبات ملاتړ وكړي. د دې په ځاى، چې لويديځ  پر پاكستان فشارونه زيات كړي، دا به ښه وي، چې افغان او پاكستاني چارواكي خبرې وكړي.

د افغانستان دفاع وزيربسم الله محمدي له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو په اړه ډاډ څرگند كړ.

د هغه په وينا:

د افغان ځواكونو شمېره ۳۵۰۰۰۰ زره تنو رسيدلې، چې د امنيتي مسووليتونو د اخيستو لپاره مناسبې وړتياوې لري.

محمدي له دوه زره څوارلسم كال وروسته د افغانستان د حالاتو د خرابيدو په اړه خورې شوې اوازې د سيمې د هېوادونو د استخباراتو ناوړه تبليغات بولي.

هغه د افغان پوځ په روزنه كې د المان له همكاريو مننه وكړه.

المان په مزارشريف كې د افغان پوځ لپاره د انجنيرۍ او په كابل كې لوژيستيك ښوونځى جوړكړي دي. دم گړۍ شپږ زره الماني سرتېري د افغانستان په شمالي او شمال ختيځو ولايتونو كې دنده ترسره كوي.

Trending

Exit mobile version