سیمه ییز خبرونه

پاكستان په افغانستان كې د امريكا پر سياست نيوكه كړې

Published

on

Last Updated on: لړم ۳, ۱۴۰۱

د پاكستان د لومړي وزير د ملي امنيت او نړيوالو اړيكو سلاكار سرتاج عزيز وايي، چې په افغانستان كې د سولې په راوستو، پرمختيا، ثبات او دموكراسۍ كې امريكا خپلو موخو ته نه ده رسيدلې او ناكامه شوې ده.

ښاغلى سرتاج عزيز دغه راز په پاكستان كې د بلواگرو د ډېروالي له كبله هم په امريكا نيوكه كوي.

د پاكستان دلومړي وزير د ملي امنيت او نړيوالو اړيكو سلاكارسرتاج عزيز وايي:

آيا امريكايانو افغانستان ته سوله راوستله ؟ نه ! ، آيا دوى ترهگري پاى ته ورسوله؟ نه ! آيا دوى افغانستان ته پرمختيا راوړله؟ نه! آيا دوى يوه تلپاتې دموكراسي ټينگه كړه؟ نه! نو دې ته په پام دوى هيڅ يوې موخې ته ونه رسيدل؛ خو زموږ لپاره يې ستونزه پيدا كړه، چې ټول يې گورو.

ښاغلى سرتاج عزيز دغه راز په افغانستان كې د تلپاتې سولې او ثبات د نشتوالي له كبله اندېښنې څرگندوي او وايي، چې له دغه هېواده د بهرنيو ځواكونو وتل به د پولې په دواړو خواوو كې بلواگر پياوړي كړي.

نوموړي په ډاگه كړې، چې:

كه په افغانستان كې يوه لويه جگړه موجوده وي؛ نو ښكاره ده، چې اغېزې به هم ولري، نودې ته په پام مونږ د افغان لوريو ترمنځ د خبرو او روغې جوړې د پياوړتيا په موخه سخت كاركوو. مونږ نه غواړو د افغانستان په كورنيو چارو كې لاس وهنه وكړو؛ بلكې غواړو د سولې بهير ته آسانتياوې برابرې كړو، چې سياسي او امنيتي انتقال په ښه توگه وشي او هيڅ ستونزه رامنځته نه شي، چې په پاكستان اغېز وكړي.

عتيق الله امرخېل  پوځي كارپوه وايي:

كابل له ډېرې مودې د پاكستان د رښتيني همكارې په لټه كې دى.

دا په داسې حال كې ده، چې د امريكا متحده ايالات د پاكستان پر استخباراتو تورلگوي، چې په خپله خاوره كې افغان وسله والو ته پنا وركوي. په دې وروستيو كې د امريكا د مشرانو جرگې د بهرنيو اړيكو د كميټې رييس ويلي، د پاكستان پوځ او استخبارات له طالبانو څخه په ملاتړ كې وضعيت نورهم پيچلې او دوه گونه لوبه كوي او په افغانستان كې د يوه خپلواك دولت د جوړولو هڅې نيمگړې ساتي.

Trending

Exit mobile version