تازه خبرونه

پاکستان، چین او افغانستان د سیمې پر اقتصادي ثبات او همکاریو ټینګار څرګند کړ

Published

on

(Last Updated On: غویی ۱۸, ۱۴۰۲)

په اسلام‌آباد کې د افغانستان، پاکستان او چین په درې اړخیزه غونډه کې د سیمې پر اقتصادي ثبات او همکاریو ټینګار څرګند شو.

په دې غونډه کې امیرخان متقي، بلاول بوتو زرداري او کین ګانګ پر اقتصادي همکاریو، سولې، امنیت، ثبات او نورو مسایلو خبرې وکړې.

له درې اړخیزې غونډې وروسته د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې له اسلامي امارت وغوښتل، چې  جامع حکومت جوړ کړي او د ګاونډ هېوادونو هغه اندېښنې لرې کړي، چې له دې هېواده یې د ترهګریزو فعالیتونو له کبله احساسوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوتو زرداري ویلي: په سیمه کې د ټولنیز او اقتصادي پرمختګ، اتصال او هوساینې لپاره په افغانستان کې سوله او ثبات اړین دی. مونږ به د یوه سوله‌ییز، هوسا او متحد افغانستان لپاره له خپلو نورو شریکانو سره کار ته دوام ورکړو.

په دغه خبري کنفرانس کې د چین د بهرنیو چارو وزیر له اسلامي امارت وغوښتل، چې ټول شموله او منځلاری حکومت جوړ کړي او د تروریستي ګواښونو په اړه د افغانستان د ګاونډیانو اندېښنو ته هم ځواب ووایي.

د چین بهرنیو چارو وزیر چین ګانګ څرګنده کړې: مونږ هیله لرو، چې طالبان به د حکومت ټول شموله او اعتدال پالیسي ومني او له ګاونډیانو سره به دوستانه اړیکې وساتي. دا مهمه ده، چې طالبان د خپلو ګاونډیانو امنیتي اندېښنې جدي وګڼي او په افغانستان کې له مختلفو ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره قوي اقدامات وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست او ورسره مل پلاوي اسلام‌آباد ته په خپل سفر کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو له وزیرانو سره جلا جلا کتنې وکړې.

دغه راز امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال منیر عاصم سره په بېلابېلو مسایلو په ځانګړي ډول د امنیتي مسایلو په اړه غږیدلی دی.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي: د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي د پاکستان د پوځ له لوی درستیز جنرال عاصم منیر سره د سیمه‌ییز امنیت، د خلکو د تګ راتګ د اسانتیا او د افغان کډوالو د ستونزو په اړه د دوه اړخیزو همکاریو په اړه هراړخیزې خبرې وکړې.

دا په داسې حال کې ده، چې د جمعې پر ورځ د هند په ګواه ښار کې د شانګهای د همکارۍ ټولنې د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د هند، روسیې او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو په جلا جلا غونډو کې له اسلامي امارت څخه د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو او د ښځو حقونو ته د درناوی غوښتنه وکړه.

Trending

Exit mobile version