سیمه ییز خبرونه
پاکستاني استازي روانه اوونۍ د سوداګریزو خبرو لپاره امریکا ته راځي – ټرمپ
پاکستان د نړۍ له ترټولو لوی اقتصاد سره د ۳ میلیارد ډالرو اضافي سوداګرۍ له کبله امریکا ته د خپلو صادراتو په اړه له ۲۹ سلنې احتمالي تعرفې سره مخ دی، چې واشنګټن یوه میاشت مخکې د نړۍ پر هېوادونو لګولې ده.
د رویټرز د راپور له مخې؛ د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې پر ورځ ویلي، چې د پاکستان استازي روانه اوونۍ د تعرفو په اړه د خبرو لپاره امریکا ته راځي.
پاکستان د نړۍ له ترټولو لوی اقتصاد سره د ۳ میلیارد ډالرو اضافي سوداګرۍ له کبله امریکا ته د خپلو صادراتو په اړه له ۲۹ سلنې احتمالي تعرفې سره مخ دی، چې واشنګټن یوه میاشت مخکې د نړۍ پر هېوادونو لګولې ده.
ټرمپ ویلي، چې له پاکستان او د هغه ګاونډ هند سره که په جګړه کې ښکېل شي؛ هیڅ معاملې ته لېوالتیا نلري. دې دوه اټومي وسلوالو سیالانو روانه میاشت څلور ورځې په نښتو کې تېرې کړې او پر یو اوبل یې جنګي جیټ الوتکې، توغندي، ډرون او توپخانې وکارولې، چې له لسیزو راپدېخوا یې تر ټولو بده جګړه وکړه.
ټرمپ له ایر فورس ون له وتلو وروسته د انډروز په ګډه اډه کې خبریالانو ته وویل: “لکه څنګه، چې پوهیږئ مونږ له هند سره هوکړې ته ډېر نږدې یوو.”
د هند سوداګرۍ وزیر پیوش ګویال په دې وروستیو کې پر سوداګرۍ د خبرو لپاره واشنګټن ته سفر وکړ او دواړه خواوې نیت لري، چې د جولای تر پیل پورې یو لنډمهاله تړون لاسلیک کړي.
په دې راپور کې راغلي، چې هند امریکا ته په بار وړلو کې له ۲۶ سلنې تعرفې سره مخ دی.
رویټرز تېره اوونۍ راپور ورکړی و؛ هند احتمال لري امریکایي شرکتونو ته اجازه ورکړي، چې له ۵۰ میلیارډ ډالرو څخه زیاتو تړونونو لپاره داوطلبي وکړي.
