تازه خبرونه

پاکستان افغانستان ته د سولې په خبرو کې د ګډون کوونکو طالبانو نوملړ ورکوي

Published

on

(Last Updated On: لړم ۲, ۱۴۰۱)

اسلام آباد به یوه ورځ وروسته د هغو طالبانو نوملړ د کابل په واک کې ورکړي چې له افغان حکومت سره د سولې خبرو ته چمتودي.

اجراییه ریاست وایي، د پخوانۍ ژمنې له مخې، ټاکل شوې دغه نوملړ په اسلام آباد کې د افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د ګډې څلور اړخیزې غونډې په لړ کې افغان حکومت ته وسپارل شی. په ورته حال کې به په دغه غونډه کې د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د مخامخ خبرو اترو نېټه او د طالبانو د مرکچي پلاوي نومونه هم معلوم شي.

دا ځل چین او امریکا د افغانستان له پاره د پاکستان ژمنې څاري، د همدې اونۍ د دوشنبې په ورځ به اسلام آباد د یوې غونډې کوربه وي چې په کې به پاکستان د امريکا او چين تر نظر لاندې د سولې خبرو د آسانتیاوود جوړولو ژمنه وکړي. اجراییه ریاست وایي، د طالبانو کیلي له پاکستان سره ده او دغې غونډهکې به معلومه شي چې له طالبانو سره به د سولې دوهم پړاو خبرې څه وخت، چېرته او څه ډول وشي.

د اجرایه ریاست د ویاند مرستیال جاوېد فیصل وايي: “په دې غونډه کې چې د دوشنبې په ورځ به جوړه شي، ټاکل شوې چې د خبرو کولو ځای، وخت او ګډون کوونکي معلوم شي.”

ځینو سرچینو آریانا نیوز ته وویل چې د سولې خبرو د پیل له پاره پاکستان او طالبان دواړه وړاندې شرطونه لري طالبان غواړي د سیاسي بنسټ یا اسلامي امارت په توګه خبرو ته راشي، څه چې ځینې سرچینې وایي، افغان حکومت نه دي منلې.

پاکستان د ډیورند کرښې د مسالې تر څنګ غواړي پاکستان ته د افغانستان بهېدونکې اوبه کابو نه شي او دغه راز ننګرهار او کندهار کې د هند کونسلګرۍ بندې کړل شی. له بلې خوا ویل کېږي چې د څلور اړخیزې غونډې په جوړېدو سره به په یوه وخت یو غیر دولتي پلاوی د احمد سعیدي په مشرۍ له کابل څخه اسلام آباد ته ولاړ شي.

له ځینو پاکستاني چارواکو له دې جملې لومړي وزیر، د آی اېس آی له رییس او د پاکستان د ملي شورا له ځینو غړو او سیاسي څېرو سره لیدنې،د دغه پلاوي د اجندا مهمې برخې جوړوي.

له پاکستان سره د خبرو د غیر دولتي پلاوي رییس احمد سعیدي وايي: “موږ به په دې سفر کې له پاکستان څخه غوښتنې د ملت له آدرسه ولرو او همداراز به د پاکستان ملت ته د افغانانو پيغام ورسوو.”

خو هغه څه چې د افغانستان خلک غواړي دا دي چې باید جګړه پای ومومي او د سولې د خبرو د پیل له پاره هڅې پیل شي، څو پورې باید دغه هڅې ونه درېږي څو چې افغانان تلپاتې سولې ته نه وي رسېدلي.

Trending

Exit mobile version